ټولنیز ژوند

ماماجانه! سوالګره نه یم ! د یوې راستنې شوې کمکۍ کیسه

لیکنه: ياران

لیکنه: ناصرخان شیرزی

سهار مهال دفتر ته پرلاره وم ، یوې وړې نجلۍ چې شاوخوا نهه کال عمر یې درلود راته غږ کړ.
ماما! وړوکی ورور مې ناروغ دی ، که د خدای په رضاء څو روپۍ راکړې.
مورکۍ مې راته سهار وویل ، ته د دغه سړک په سر ودریږه کیدای شي، څوک لږ لږ روپۍ درکړي او بیا په هغې باندې ورور ته دې علاج وکړو.

دغه وړه نجلۍ ډیره ځیرکه او هوښیاره وه، راته یې وویل، ماماجانه! سوالګره نه یم ، نن مې مور راولیږلم، ویل خیر دی نن داسې وکړه، کیدای شي څو روپۍ پیداشي.

ورته مې وویل : پلار دې چیري او څه کار کوي؟
په کمۍ ژبه یې خپله قصه راته داسي پيل کړه:
څه موده وړاندې مو له پیښوره کور دلته راغلو، هلته به مې پلار مزدوري کوله، بس ژوند روان وو، هلته مو د خاورو کور کې ژوند کولو، خو ددې ځای په نسبت ژوند ډیر ښه تیریده.

دلته چې راغلو، پلار مې لاسي کراچۍ په ښار کې ولګوله، کله سبزي او کله نور شیان پرې خرڅوي، خو دومره څه نشي پیداکولی چې زمونږ د کور کرایه او نورې ستونزې دې پرې پوره حل شي، د ناروغیو پیسې خو بیخي پیداکولی نشي.

دغې کمکۍ نجلۍ د خبرو پرمهال له ما څخه وپوښتل: ماماجانه مونږ خبر شوي یوو، چې د پیښور لاره بیا د پخوا پشان خلاصه شوه، دا ریښتیا ده؟

ما ورته وویل: نه لا هم د پاسپورټ او نورو خبرو ضرورت دی، خو د هغوی اوسني مشر ویلي چې بیرته به خلک د پخوا پشان د پاسپورټ نه بغیر تګ راتګ کوي.

زما معلوماتي خبرې لار روانې وې، چې زما په خبرو کې راولویده او ویل یې، ښه ښه نو کیدای شي، څو میاشتې وخت ونیسي، ماویل، هو شاید همداسي وشي.

پوښتنه مې وکړه، ولي د تورخم دلارې پوښتنه کوې؟
ویل یې، پلار مې وايي، مزورۍ ته به هلته لاړ شم، هلته مې ملګري شته، هغوی به راسره همکاري کوي او څه غریبي به کیږي او هغه به دلته کور ته راوړم، نو که د تګ راتګ ستونزه حل شي، ډیر غټ کار به وشي.

دغې ځیرکې او کمکۍ نجلۍ ته مې د خپلې وسې په اندازه پیسې ورکړې، ورته مې وویل، خدای دې ستاسی او نورو ستونزې حل کړي.

زه چې څو قدمه مخته لاړم، راغږ یې کړ، خدای دې تاته هم ډیرې پیسې په لاره کې یو دم درواچوي، په مسکا مې ورته وویل، ډیره مننه.

تر دفتره ورسیدم، خو د کمکۍ نجلۍ زړه دردونکې او غمجنې خبرې مې هیرې نشوې.

اخ ! په روانو حالاتو او غمجنو قصو سړی ودردیږي.
داخـــلک به ترکــومه په ستونزو کـــې ژوند کــــوي ؟
اخیر د چـــــا دلاسه ؟
ولی سوله نه راځــي؟
ولـي مـونږ تل ژاړو؟
ولي مو کوچنیان د درس پرځای سوال ته مجبوري؟؟؟

بس ددې ټولو خبرو ځواب موږ یوو؛ موږ باید حرکت وکړو، موږ باید لاس په کار شو، موږ باید یو شو، موږ باید ونه غولیږو، موږ باید حساب وغواړو….

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران