ژوند بڼه کورنی ژوند

ماشوم لرونکې میندې څنګه د ذهني فشار او تشویش مخه نیولی شي؟

لیکنه: غازي عابد

• لیکنه: سټیفاني لینزر
• ژباړه: غازي عابد
د مور دنده او د یوې مور په حیث کیدل، کوم اسانه کار نه دی. ځکه له کارونو او دندو سره د ماشومانو پالل، خورا سخت کار وي، په تیره بیا هغه وخت چې یوه مور په دې هم نه پوهیږي چې څرنګه خپل اولاد وروزي.

سرویوګانو ښودلې چې ۸۸ سلنه میندې د وارخطايي او فشار له امله روغتیايي مشکل لري او یا ترې ځوریږي، چې دا فشار د انسان وجود ته سخت خطرونه پیدا کولی شي.

( دلته په افغانستان کې دا لاندې ټکي ځکه مهم دي چې میندې له بیلابیلو ستونزو سره مخ وي. د تعلیم نشتوالی، جنګ جګړې او له میندو سره ناوړه چلند، ټول ددې لامل کیږي چې یوه مور خپل اولاد ښه ونه شي روزلی، کارونه او دندې سمې کنټرول نه کړي او وارخطايي او فشار سره مخ شي.)

راځئ دا ۷ ټکي درته ووایو:

۱- ارام او استراحت ته پام لرئ.
ارام او استراحت د فشار د کمولو لپاره یوه ښه لار ده. هره مور باید داسې استراحت یا وقفه د یو څو شیبو لپاره واخلي چې ارام ترلاسه او یو څو شیبې هر څه هیر کړي. همداراز کیدای شي، ژوره ساه هم واخلي، ځکه په تازه تنفس سره هم انسان ته استراحت رسیږي او له تشویش، خفګان، فشار او واخطايي یې پام اوړي.

۲- له نورو میندو سره وغږیږئ.
تر فشار لاندې د راتلو یو لامل یوازې اوسیدل دي. که چیرته مو یو ځل دا کنټرول له لاسه ورکړ، بیا مو له ځانه زړه توریږي او د روزمره کارونو او چارو په مقابل کې له تاثیر او اغیز سره مخ کیږئ.

که له نورو میندو په خاص ډول هغو مورګانو سره کیښنئ چې فشارونه او ستونزې ورته تجربه شوي وي، ممکن ښې مشورې او لارې چارې درته وښيي. دا د انسان طبعیت دی چې کله له نورو سره یوځای وي، له تشویشونو او فشارونو یو څه خلاص وي، ځکه پام یې بدل وي.

۳- لږه وارخطايي، ډیر ترسره کول.
ددې پر ځای چې د اولادونو او کارونو په اړه مو تر فشار لاندې راشئ، هڅه وکړئ چې په حل لارو یې غور وکړئ. مثلاً که اولاد مو ناروغ وي، ددې پرځای چې ورته خفه شئ، ددې غم وکړئ چې څه باید وکړئ څو روغ شي، ډاکټر ته یې یوسئ، راتلونکې کې باید څه وکړئ چې بیا ناروغ نه شي… که یوه مور ویښه اوسي او په ښه پلان او طریقې سره د خپل ځان، اولاد او کارونو پاملرنه وکړي، هیڅ ستونزه به ونه لري. خو که بې غوري وکړئ، کارونو ته مو ژر پام ونه کړئ او د اولاد او ستونزو د تشویش له امله خاموش شئ، لا ډیر تر ژور فشار لاندې راتلی شئ.

۴- سپورت.
سپورټ نه یوازې د میندو، بلکې د هر چا لپاره ضرور او ګټور دی. ګڼو څیړنو ښودلې چې فزیکي ورزش د فشار د کمولو لپاره خورا مفید تمامیږي.

اکثره میندې په خپلو کورونو کې کار کوي او ځیني بیا چې کارونو ته ځي، په لاره تګ یې هم ورزش دی، خو کیدای شي چې په خپل کور کې د ګرځیدو او تګ راتګ په ډول هم ورزش وکړی شي.

۵- خوب.
میندې له دې امله چې کارونه یې زیات او د اولادونو پالل یې هم دنده وي، ډیر وخت نه لري چې کافي خوب وکړي. کله چې ماشوم ناروغ وي، بیا په نیمه شپه او هر وخت که راویښ شو، مور به یې ښایسته خوب پریږدي، خو هغه به غلی کوي، دغسې مهال چې څوک بشپړ خوب ونه کړي، د نورو ستونزو تر څنګ له سختو فشارونو سره مخ وي.

که چیرته ممکنه وي، مور باید د ورځې په غرمې وخت کې هم خوب وکړي، څو ذهني پاملرنه بدله او ارام ترلاسه کړي.

۶- اولادونو ته ښه خویونه زده کول.
په ښه ډول د اولاد روزونه یا ښه عادتونه ورزده کول تل او هر وخت مهم او ګټور وي. کله چې مو اولاد ښه خویونه ولري، بیا مو ډیر نه تنګوي.

ښه دی چې په ښه ورزش، خپل وخت خوب، تعلیم او هغو لوبو یې عادت کړئ چې هم زده کړه وکړي او هم ساعت تیر کړي. څو تاسې ترې څو شیبې خلاص اوسئ.

۷- د اولادونو ترمنځ مینه او دوستي.
که اولادونه خپل منځي بغض او کینه سره ولري، ډاډه اوسئ چې تاسې به ترې قرار نه شئ. که یو ځل مو اولادونو ترمنځ د کینې تخم وکره، د وخت په تیریدو او د هغوی په لویدو سره به هم ځان، هم تاسې او هم ټولې ټولنې ته سردردی جوړ کړي. ځکه نو تر منځ یې فضا جوړه او خبرې وکړئ چې یو بل ته درناوی او سره مینه وکړي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

غازي عابد