روغه سټه

ماشوم ته د مور د شیدو ورکولو ګټې؛ مور او ماشوم دواړو ته

ليکوال: ډاکټر اوز
ژباړه: ډاکټر عارف صديد

1- ماشوم ته د مور د شیدو ورکول اسانه دي. نه اندازه غواړي، نه د حرارت درجه، نه یې جوړول وخت نیسي. بلکې هر وخت مور په اسانۍ ماشوم تي ته اچولی شي.

2- اقتصادي ګټې لري. پوډرې شیدې ګرانې او قیمته دي چې رانیول یې د هر چا د وس کار نه دی. که پیسې درسره وي شیدې شته او که پیسې نه وي نو شیدې نه شته.

3- د شیدو ورکولو پر مهال ماشوم له مور سره نښتی وي. دا په خپله د مور او ماشوم تر منځ مینه او تړاو زیاتوي. کله چې ماشوم  د مور تۍ رووي، نو د مور په وجود کې د اوکسیټوسین په نوم د هورمون ترشح زیاتیږي چې د شیدو د تولید او د مور د رواني وضیعت له ښه کیدو سره مرسته کوي.

4- ماشوم ته د شیدو ورکول مور له ډیرو ناروغیو ژغوري. له دې سره د میندو لپاره د سینې او رحم د سرطانونو خطر کمیږي. ذهني فشار له کمیدو سره مرسته کوي. د حامله دارۍ پر مهال اخیستي اضافي وزن یې کموي او مور په روحي ډول سلامتي تر لاسه کوي.

5- د مور په شیدو کې شته انټي باډي د مختلفو وایروسي او بکټریاوي ناروغیو په وړاندې د ماشوم د وجود مقاومت زیاتوي. د مور شیدې په ماشوم کې د نفس تنګۍ او حساسیت  په ختمولو کې هم مرسته کوي.

6- ماشوم ته په هر ځل د شیدو په ورکولو مور ۵۰۰ کالوري سوزوي چې له دې سره د میرمنو هغه وزن چې د باردارۍ پر مهال یې اخیستی وي کمیږي .  د شیدو په ورکولو سره د اوکسیتوسین د هورومون تولید ددې سبب کیږي چې د ښځې رحم بیرته خپل اصلي حالت ته راشي. هغه وینه چې د ماشوم زیږون وروسته راځي هم د شیدو په ورکولو کمیږي. همداراز شیدې ورکول د میندو د هډوکو پیاوړتیا سبب کیږي.

7- د روغتیا نړیوال سازمان او د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق د سپارښتنو  له مخې هره مور باید خپل ماشوم ته لږ تر لږه شپږ میاشتو پورې خپلې شیدې ورکړې او تر دې پورته  تر دوو کلونو پورې دوام ورکولی شي. دا د ماشوم حق او د ماشوم او مور لپاره حیاتي ارزښت لري.

8- کله چې ماشوم د مور شیدې څښې نو پر خوړو سربیره د هغه د اوبو او مایعاتو اړتیا هم پوره کوي.  البته دا په دې معنی نه ده چې څوک دې تي خوري ماشوم ته اوبه او نور مایعات ورنه کړي.

9- همدارنګه هغه ماشومان چې د مور شیدې خوري نسبت هغو ته چې پوډري شیدي خوري لږ په نس ناستي اخته کیږي. زړه بداوی یې کم وي. کمه تبه کوي او سینې او غوږونو په التهاب هم کم اخته کیږي او د وجود مقاومت یې زیاتیږي.

10- یوه نړیواله سروې ښیي چې هرکال (1.3) میلونه هغه ماشومان خپل ژوندله لاسه ورکوي چې عمرونه یې له پنځو کلونوڅخه کم وي او په دې کې ډیر یې هغه ماشومان دي چې د مور شیدې یې نه وي رودلې.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */