کلتور او هنر

مادهوري دکشت وايي، له سنجي دت سره یوځای کار کوم، خو اول باید دا شرط ومنل شي !

د بالیوډ مشهوره او پخوانۍ اداکاره مادهوري دکشت سنجي دت سره فلم کې د یوځای کار کولو لپاره شرط وړاندې کړی.

مادهوري وایي چې د سنجی دت سره په فلم کې یوځای کار کولو لپاره شرط لري او که یې شرط ونه منل شي، نو د دواړو یوځای راتلل به ښایي ونشي.

څو ورځې وړاندې داسي راپورونه خپاره شول چې مادهوري دکشت د سنجي دت سره په یوه فلم کې وروسته د ۲۵ کلونو کې جوړه راځي، ښایي د خپلو پخوانیو مینوالو هغه تنده ماته کړي چې له کلونو راهیسې یې لرله.

دوی د تېر کامیاب جوړه وه چې په خپل وخت کې ډېر شمېر کامیاب فلمونو هم بازار ته وړاندې کړي ول.

په هغه وخت کې یوازې دا نه چې دوی به د فلمونو کامیابه جوړه وه، بلکې د دوی د مینې کیسې به یې هم د مینوالو تر منځ خوله په خوله کېدلې.

خو د یوه نا معلومه سبب له امله دواړو سره لاره تر دې اندازې بېله کړه چې تر ۲۵ کلونو په یو فلم کې یوځای کار ونکړه، خو دا چې اوس ورته په یوه فلم کې د یوځای کار کولو موقع په لاس ورغلې، نو مادهوري دکشت ورته شرط ایښي، تر څو شرط یې ومنل شي او له هغې وروسته به بیا دواړه په یوه فلم کې راښکاره شي.

مادهوري دکش وایي سنجي دت سره په هغه وخت کې په یوه فلم کې کار کوي چې په فلم کې به د دوی تر منځ رومانټیکې صحنې هېڅ شتون ونه لري.

تمه ده دواړوه سنجی دت او مادهوري دکشت به د کرن جوهر په یوه فلم (ګلنک) کې جوړه راښکاره شي.

رسنۍ وایي، په دغه (ګلنک) فلم کې د سنجي دت سره د یوځای کار کولو لپاره وتلې اداکاره سرې دېوې انتخاب شوې وه، خو دا چې هغه تر دې فلمه راونه رسېدله او مړه شوه، نو پر ځای يې مادهوري دکشت ته وړاندیز شوی.

د تیر وخت کامیابې جوړې د فلم په سکرپټ کې تر تغیراتو وروسته د خپل شتون یقیني کېدل منلي دی.

مادهوري ویلي په هغه صورت کې به د سنجي دت سره په یوه فلم کې جوړه راښکاره شي چې په فلم کې رومانتیکي صحنې لرې شي.

د یادولو ده چې په ګلنک فلم کې د مادهوري دکشت او سنجي دت سربېره سوناکشي سنها،عالیه بهټ، ورون دهون، او ادتیه رائی کپور هم د مرکزي رول ادا کولو لپاره انتخاب شوي دي.

سره له دې چې مادهوري دکشت اوس د سنجی دت سره په یوه فلم کې د کار کولو لپاره شرطونه وړاندې کوي، خو په تېر کې یې ډېر شمېر کامیاب فلمونه هم لرل:
کهال نائیک، خطرو کی کهلاړی، قانون اپنا اپنا، ساجن او سائبان د دوی کامیاب فلمونه ول، خو دا فلمونه یې له اوس نه ۲۵ کاله مخکې ډک کړي ول.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ابوبکر عليزی