ادبیات کلتور

لیکوالو، او ژباړونکو ته څو مشورې؛ چې عاید مو زیات او کتاب ته مو لاس رسي اسانه شي

طرحه: اغاملوک سهار

اوس د هارډ کتابونونه ( چاپ شویو جلدي کتابونو) مارکیټ ورځ تربلي مخ په کميدو ده او کتاب چاپ او لیږدول یې هم هر ځای ته ستونزمن دي.

تاسو زحمت کاږي نو ښه ده چې ښه عاید په مستقیم ډول تر لاسه کړي، نو د خپلو کتابو لپاره مارکیټ بدل کړئ یعنې په اپلییکشن ډول یې بازار ته وړاندي کړئ، زه یې دلته لارې او ګټې درښیم هم به مو کتاب هر ځای ته ورسيږی هم به یې عاید تاسو ته مسقتیم راسي او کله چې د کتاب لیکل له عاید سره مله شي، نو خلک د ښو کتابونو د لیکلو هڅه کوي چې په دې توګه په مجموعې توګه د کتابونو او لیکنو کیفیت لوړیږي.

تاسو به خپل کتاب د اپلیکیشن په ډول سټور ته پورته کړي، هر څوک چې یې ډانلود کړي، د فعال کولو لپاره د لیکوال یا ژباړن موبایل یا ایمیل ته د کتاب د بیې په اندازه د موبایل کریدیت کارت رالیږي، تاسو به هغه جمع کړي که درست وو نو کریډیت رالیږونکي ته به د اپلیکیشن د فعالولو یوه کلې(اکټیوشن کلې)لیږئ، هغه به اپلیکیشن فعال کړي، تاسو کتاب به ولولي، که یې بل ته بلوتوت کړي یا په هره طریقه ولیږي بیا د فعالولو لپاره اړ ده چې تاسو ته کریډیت جمع کړي تاسو به د اکټویشن کلې ورته لیږئ.

۱: دا ډول انډروید او اي او ایس اپلیکیشنونو جوړول تر چاپ اسانه ده، او مصرف یې بیخې کم دي.

۲: عاید به تاسو ته مستقیم د کریډیټ په ډول راځي ، تاسو په اسانه ډول کولای سي د موبایل کریډیټ په نغدو پیسو بدل کړئ.

۳: ستاسو کتاب ته لاسرسی به اسان او نړیوال سي،په یو کتابتون پوري به نه یې تړلي، د نړۍ په هر ګوټ کې خلګ ډانلوډ کولای سي، که د اکسپریس پی ماشین نه تاسو ته کریډیټ ولیږي، هغه سریال نمبر به د موبایل او ایمیل له لارې درته ولیږی، چې تاسو ته راغلي ده، تاسو به اکټیویشن کلې ورته ولیږئ.

۴: د کتاب بیا ځلي اډیټ اسانه ده.

۵: له نوي کتابونو به مو خلک ددي اپ له لارې زر او اسانه خبریږي.

۶: د لوستونکو فیډبک به اسانه تر لاسه کوي.

۷: لوستونکي یې زیات دي اوس په نړۍ کې تقریباّ دوه نیم میلیارده کسان سمارټ فون یا تچ موبایل استفاده کوي، چې په افغانستان کې تر اته میلیونه زیات دي او دا په چټکي په مخ روان دي.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */