خواړه روغه سټه

لیمو؛ د مرضونو ارزانه او اسانه درمل

لیکنه: مریم محمدي

ژباړه: مریم محمدي

لیمو د باکتریا ضد، د ویروسونو ضد، د بدن د پیاوړتیا، او د وزن کموالي سربیره بې شمیره ګټې لري.

په لیمو کې د نور ګټورو موادو ترڅنګ په پریمانه اندازه ویټامین سي، کلسیم او مګنیزیم شته چې بدن ته قوت ورکوي او له مکروبونو سره مبارزه کوي.

ممکن تاسو به د لیمو له ګټو ډير یا کمو ګټو خبریاست خو دلته درته په ځینو په اړه معلومات درکوو:

۱- لیمو د ځوانو دانو مخنیوی کوي
په لیمو کې شته اسیدونه د ځواني دانو په درملنه کې مرسته کوي. د ويټامین موجودیت په لیمو کې د مخ د پوستکي په تازه ساتلو کې مهم رول لري، همدارنګه هر سهار له یو ګیلاس ګرمو اوبو سرد لیمو شربت څښل د پوستکي لپاره ګټه لري.

۲- له لیمو سره د ځواني دانو څنګه درملنه وکړو؟
– هغه کسان چې له ځوانو دانو ځوریږي درې قاشوغې د لیمو اوبه د پنبې یا ترم دستمال په وسیله د شپې له خوا په مخ ووهي، بیا دې سهار په یخو اوبو مخ ووینځي، دا کار ممکن لږ سوځونکی وي، ځکه د مخ پوستکی سوځوي، خو د ځوانکو په درملنه کې اغیزه لري.

– دوه قاشوغې د لیمو اوبه او یوه قاشوغه د ګلابو اوبه له یو قاشوغې شاتو سره یو ځای کړئ، بیا دا جوړ شوي مواد مو په مخ ووهئ وروسته له نیم ساعت یې ووینځئ، د ځوانکو د ښه والي تر څنګه د مخ پوستکی صفا او تازه کوي.

۳- لیمو ستړیا له منځه وړي
څیړنو موندلې چې لیمو د سر درد ښه کوي، بدن ته ارامیتا ورکوي، استرس له منځه وړي او له وجود نه ستړیا ختموي.

څیړونکي وايي که چیرې ورځني کارونه مو ډير وي او د زر ستړیا احساس کوئ، نو په کاري محیط کې مو د لیمو له عطرو استفاده وکړئ، چې د لیمو خوش بوی تاسو ته د خوښۍ احساس درکوي.

۴- لیمو د ستونې خارښ زر ښه کوي
د ستونې درد په وخت کې کولای شئ چې په ورځ کې درې ځلي د لیمو د اوبو غړغړه وکړئ، دا چې لیمو د مکروبونو او ویروسونو ضد خواص لري، د ستونې د درملنې لپاره هم ګټه لري.

۵- لیمو تبه کموي
تبه امکان لري چې نور علتونه ولري، خو لیمو د یو ښه درمل په توګه د تبې په کموالي کې رول لري. د تبې په وخت کې یو ګیلاس د لیمو اوبه له درې قاشوغې شاتو سره یو ځای وخورئ، د وجود تبه به مو ښه شي.

۶- لیمو د خولې بد بوی له منځه وړي
لیمو د خولې بد بوی چې د درملو له خوړولو، د سګرټ څښلو او یاهم د نور لاملونو له کبله پيدا کیږي له منځه وړي.

د خولې د بدبويي د له منځه وړلو او خوش بوی کولو لپاره کولای شئ په نیم ګرمه اوبو کې ۵ قاشوغې د لیمو اوبه واچوئ او غړغړه پرې وکړئ، همدارنګه د خوړو په وخت کې هم له لیمونه ګټه اخیستل د خولې بد بوی ښه کوي.

۷- لیمو د وینې فشار ته ګټه لري
په خوړو کې له پیاز، هوږه او لیمو نه دوامداره استفاده کول، د وینې فشار په نورمال ساتلو کې مرسته کوي.

۸- لیمو د هاضمې سیستم تقویه کوي
هر ورځ له دودۍ خوړلو وروسته کچیرې یو ګیلاس د لیمو شربت وڅښل شي، نو د معدې تیزاب ښه کوي، همداراز د معدې او عضلاتو په فعالیت کې ښه اغیزه لري.

۹ – لیمو د زړه لپاره ګټور دی
په لیمو کې د ویټامین سي شتون د دې سبب کیږي چې په بدن کې د کلسترول اندازه ټیټه کړي، چې د زړه ناروغۍ لپاره ګټه لري.

منبع: بخش خدمات صحت سایت

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

مریم محمدي