روغه سټه ژوند او ژواک کرنه او طبیعت

«لوړ غږ» څومره زموږ چاپیریال ککړوي؟

په ښار کې روان وې، ناڅاپه د موټر هارن د سړي ټول حواس ګډوډ کړي.
سهار، چې ښار ته لاړ شى، په هره لار، څلورلار، واټ او کوڅه کې د موټرو غیر ضروري هارنونونه اورى. د ماشینونو، جنراتورونو، د کسټ پلورنځیو د سندرو، څټک، ارې، ویلډنګکارۍ او …په زرګونو داسې غږونه اورﺉ، چې پر غوږونو ښه نه لګیږي.

ترافیک د اشاروي نظام د تطبیق پرځای، په لوډسپیکرونو کې چیغې وهي: (( سراچه سرخ، حرکت کن!، بایسکل، کرولای سفید او…)). د ښار دغه غیرمنظم ترافیک، د ښار چاپیریال په غزیږې الوده ګۍ ککړ کړی دی.

معمولا ټول هغه غږونه، چې د انسان پر غوږ ښه نه لګیږي او پر اعصابو بد اغیز پرېباسي، غږیزه ککړتیا ګڼل کیږي. که تاسې په میرویس میدان کې پر سړک او لارو تېریږﺉ، څو ډوله غږونه اورﺉ. د پلورونکو او ریړۍ چلوونکې چیغې، د کلینرانو چیغې، چې سورلۍ خپلو موټرو ته را بولي، د موټرو هارنونه، د ترافیکو د لوډسپیکر او په هوټل کې د سندرغاړي بوږنوونکی غږ، لږ که ورتېر شى، د بخارۍ جوړونې په کوڅه کې به د څټک او وسپنو ټک او ټوک اورﺉ او داسې نور. دا هر غږ، چې له طبیعي حالت نه اوړي، د انسان پر غوږونو او اعصابو ښه نه لګیږي او بالاخره انسان ته په لسګونو ناروغۍ پیدا کوي.

د غږ شدت د ډسيبل په نامه واحد سره کچل کیږي، چې له صفره تر ۱۳۰ پورې کچل کیږي.

په منځني ډول هر غږ، چې له ۸۵ ډسيبل نه زیات شي، د انسان غوږونو ته زیان رسوي. د خره غږ د هرچا پر غوږ بد لګیږي، ځکه خورا لوړ دی، خو د طوطي او مرغیو چڼار پر چا بد نه لګیږي.

که ستاسې پر غوږونو تر دوو دقیقو له ۱۰۹ ډسیبل لوړ غږ ولګیږي، په لنډمهالې توګه کڼیږﺉ او که تر اتو ساعتونو ډېر له ۷۰ ډسیبل لوړ غوږ پر وړاندې پاتې شي، د وینې فشار مو لوړیږي. څېړنې ښيي هغه کسان، چې تر ۱۲۵ ډسيبل پورې غږ زغمي، کله، چې د شپې کورونو ته ستنیږي ګوتې یې لومړی شنې او بیا سپین رنګ خپلوي، چې دا د وازوسپاسټیک یا رینل ناروغۍ نښې دي.

په کابل کې شپه او ورځ الوتکې ښکته او پورته کیږي او د بهرنیو ځواکونو چورلکې په دومره ټیټه فاصله الوتنې کوي، چې د انسان پر غوږونو او اورېدنګ سیسټم خورا فشار راولي. د هوايي ډګر په شاوخوا کې عام خلک پراته دي، په داسې حال کې، چې د اصولو له مخې د هوايي ډګر او استوګنې د سیمو ترمنځ باید ټاکلې فاصله موجوده وي.

ډېر داسې کسان دي، چې په خپلو موبایلونو کې خورا ځوروونکي درانده اوازونه ږدي، چې په ناڅاپي غږېدن سره پر انسان بد اغېز پرېباسي. یو وخت کې یوه سندره راوتلې وه، چې (( بي بي شیرینې زیړې ګلې))، دا سندره په موبایلونو، په تېره سامسونګ پخوانیو انتن لرونکو سیټونو کې هومره په لوړ غږ راتلله، چې د سړي د غوږ پردې یې شلولې. څومره، چې موږ نرم شی انتخابوو، هومره له خپل چاپیریال سره مرسته کوو. د هغه کس، چې په خپل موبایل کې ځوروونکي زنګونه اچوي او هغه ترمنځ، چې د کور کثافات د سړک په منځ کې اچوي، هیڅ توپیر نشته. یو خپل چاپیریال په کثافاتو چټلوي او بل یې په لوړ غږ ککړوي.

زموږ په دفتر کې یو تن هره اوونۍ په انګړ کې شین چمن په برېښنايي ماشین ریبي. غږ یې دومره ځوروونکی دی، چې کړکۍ بندوم، خو بیا مې هم غوږونو ته لاره کوي.

د غږنو څپو د انرژۍ تراکم د غږ په خپرېدو سره کمیږي. که د غږ سرچینه له استوګنې سیمې په ډېره فاصله کې وي، منفي اغیزې یې کمې وي. څومره، چې ماشینري او غږ تولیدوونکي څیزونه له ښاره لرې وي، خلک به د غږیزې ککړتیا له بدو پایلو په امن کې وي.

په نوره نړۍ کې د غږونو د کنټرول لپاره ځانګړې وسیلې کاریږي او له مشخص حده لوړ غږ نه پریږدي، چې خپور شي. په ودانیو کې داسې توکي کاروي، چې د غږ ضد وي، یا له بهره غږ پکې نفوذ نه کوي. غټ موټر بند دي او فابریکې او هغه کسبونه، چې غږ او شور تولیدوي، له ښار او استوګنې سیمو لرې تنظیمیږي.

که چېرې زموږ د چاپیریال ساتنې اداره سر له اوسه، د غږیزې ککړتیا پر مخنیوي کار ونه کړي، په راتلونکي کې به یې کنټرولول ستونزمن وي. همدا اوس زموږ هوايي ډګرونه تر ټولو په ناوړه سیمو کې دي، ځکه هره شیبه یې الوتنې د ښار فضا، محیط او هوا ککړوي.

 

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */