سپورټ کورنی کرکټ نړیوال کرکټ

لوبډلمشرانو لوبي وګټلې!

لیکنه: مدثر دعوت

ليکنه: مدثر دعوت

 

د هندوستان پریمرليګ کي ۳۶مه لوبه د ممبی انډينز او راجستان رويالز ترمنځ وه،ورپسې ۳۷مه لوبه د ډهلي کاپيټلز او کينګز ايليون پنجاب لوبډلو ترمنځ وه.

د لومړۍ لوبي پچه د راجستان نوي لوبډلمشر سټيوسميت وګټله او ممبی ته يې د توپوهني بلنه ورکړله.

ممبی په پوره شل اوورونو کي د ډيکوک په ۶۰، د سرياکمار ياداو په ۳۴ او هارديک پانډيا په ۲۳ منډو، د ۵ لوبغاړو په سوځيدو ۱۶۲ منډي هدف وټاکی.

راجستان رويالز لوبډلي پیلونکي توپوهونکي او پخواني لوبډلمشر اجينکا رهاني که څه په ۱۲ منډو وکيټه دلاسه ورکړه،خو د سنجو سامسون په ۳۵،د پرنګ په ۴۳ او نوي لوبډلمشر سټيو سميت د ۵۹ ناسوځيدلو منډو په مټ د شلم اوور په لومړي توپ يې د ممبی هدف ته ځان ورسوی او لوبه يې په ۵ وکيټو وګټله.

د ممبی لپاره بومرا يوه او چاهار ۳ وکيټي واخيستلې ،خو ملينګا،مارکنډي،هارديک پانډيا او کرونال پانډيا هيڅ وکيټي وانه خيستلې.

خو د راجستان لپاره سټوارټ بيني يوه، ارچر يوه، انادکت يوه او ګوپال ۲ وکيټي ترلاسه کړلې.

د راجستان رويالز لپاره نوي لوبډلمشر سټيو سميت په ۴۸ توپونو د ۵۹ منډو په کولو سره ۵۹ ناسوځيدلي منډي وکړلې او لوبه يې وګټله،نو ځکه يې د لوبي د غوره لوبغاړي جايزه وګټله.

پنجاب د ډهلي په وړاندي:

د هندوستان پريمرليک په ۳۷مه لوبه کي ډهلي کاپيټلز د لوبي پچه وګټله او پنجاب ته يې د توپوهني بلنه ورکړله.

پنجاب د کريس ګيل په ۶۹ منډو، د منديپ سينګ په ۳۰ منډو، او د هارپريټ برار د ۲۰ منډو په مټ، د ۷ لوبغاړو په سوځيدو ۱۶۴ منډ‌ي هدف وټاکه.

د هدف د پوره کولو لپاره که څه هم د ډهلي پيلوونکي توپوهونکي پرتوی شاو په ۱۳ منډو وکيټه دلاسه ورکړه،خو د شيکر داون په ۵۶ منډو ،د انګرام په ۱۹ منډو او د لوبډلمشر د ۵۸ منډو په مټ، ډهلي د لوبي د وروستي اوور په څلورم توپ د ۵ لوبغاړو په سوځيدو سره ياد هدف ته ځان ورسوی او لوبه يې وګټله.

د پنجاب توپ اچوونکو محمدشمي يوه وکيټه او ويلجن ۲ وکيټي ترلاسه کړلې،خو سم کرن،هارپريت برار،رويچندرن اشوين او مورګن اشوين هيڅ وکيټي ترلاسه نکړلې.

د ډهلي لپاره بيا اکسرپټيل ۲، ربادا ۲ او سنديپ لاميچن ۳ وکيټي ترلاسه کړلې.

د ډهلي لوبډلمشر شرياس اير په ۴۹ توپونو د ۵۸ منډو په کولو سره د لوبي د غوره لوبغاړي جايزه وګټله.

ترټولو جالبه داوه چي د دواړو لوبو لوبډلمشرانو شرياس اير او سټیوسميت په خپلو منډو لوبډلي بريا ته ورسولې او د لوبو د غوره لوبغاړو جايزې يې هم وګټلې.

د IPL لوبو په جدول کي ممبی په دويم، ډهلي په دريم،پنجاب په څلورم، خو راجستان بيا په اووم مقام کي ځای لري.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

مدثر دعوت

مدثر دعوت هلمند میشتی ژورنالیست دی. د یاران لپاره په سپورټي او نورو برخو کې لیکنې کوي. په یاران کې د ښاغلي دعوت د لیکنو د بیا خپراوی حق له یاران سره خوندي دی.