ټولنیز ژوند رسنۍ

له یوه همکار نه بل همکار ته شکایت کول ولې ناوړه کار دی؟

لیکنه: مو کریک
ژباړه: احمد فرهاد توتاخیل

د بیلګې په ډول، په کاري ساحه کې ته د یوه همکار له ټنبلۍ او بې دسپلینو کارونو په تنګ راځې او ناهیلی کیږې. ته سم دلاسه ځې بل همکار ته او د هغه بل د بې دسپلینو کړنو او ټنبلۍ په اړه ترې شکایت کوې او خپل زړه دې ورته خالي کوې.
نو په دې کار سره ته په غیر عمدي توګه هغه اور ته لمن وهې، چې کولی شي ستا او د هغه ټنبل همکار ترمنځ اړیکې لا خرابې کړي او له هغه همکار سره دې اړیکې ورغوي چې تا ورته ترې شکایت کړی اوسي. همدا شکایت کول کولی شي چې د ټول کاري ټیم د افرادو ترمنځ شته باور او اړیکې له منځه یوسي، خو په حقیقت کې به ستا مطلب دا نه اوسي، چې ګوندې ستونزې راولاړې کړې او ښايي ته به غواړې چې یوازې د خپل د زړه حال او نا ارامي له بل همکار سره شریکه کړې.

لاندې هغه درې علتونه او حل لارې دي، چې په کاري ساحه کې له یوه همکار څخه بل همکار ته شکایت کول ولې هیڅ وخت ښه کار نه دی:

۱. ځينې وخت زړه تشول انسان ته ارامتیا وربښي، خو کله چې خبره د بل په اړه د بیځایه خبرو کولو اوسي، نو بیا نیش وهونکی کار دی
یوه لاره دا ده چې زړه دې باید داسې چاته تش کړې، چې کاري ساحې پورې دې اړوند نه اوسي او یاهم په ټیم کې دې نه اوسي. دغه کار کولی شي چې ستا زړه هم له خبرو تش کړي او هم ښايي ملګري دې داسې لارې چارې دروښيي چې څنګه له ټنبل او بې دسپلینه کس سره چلند وکړې او لارې ته یې سم کړې. خو په کاري ساحه او یاهم په کاري ټيم کې، دغه کار کولی شي چې د انګازو (بې اساسه شایعاتو) په څیر تمام شي او په بشپړه توګه داسې وبریښي لکه، ته چې له هغه ټنبل او بې دسپلینه شخص سره خیانت کوې.
د فیډبک (Feedback) نه ورکولو په ترڅ کې، ښايي همدغه ټنبل او بې دسپلینه کس داسې احساس وکړي چې ګوندې دی له پامه غورځول شوی، تهمت ورپسې تړل شوی او ښه چلند ورسره نه دی شوی.

حل لاره یې:
له کاري ساحې نه بهر ملګرو سره دې زړه خواله وکړه، د خپلو ننګونو په اړه دې ترې سلا مشوره وغواړه او بیا وروسته په همدغو راغونډ شویو نظریاتو فکر وکړه او په اړه یې پریکړه وکړه. وروستی ګام ترټولو مهم دی او هغه ګواښوونکی مثلث له منځه وړي، چې انګازې (بې اساسه شایعې) یې رامنځته کوي.

۲. هغه بیچاره همکار ته چې ته له هغه بل ټنبل او بې دسپلینه همکار څخه شکایت کوې، له تاسره مرسته نه شي کولی، بلکې یوازې ستا پر وړوکي لید اغیزمن کیږي
همدغه همکار دې چې تا ورته له هغه بل همکار څخه شکایت کړی وي، ښايي پخوا دواړو به ښې اړیکې او ملګرتیا درلوده ، خو دا چې اوس ته ترې غږیدلی یې او شکایت دې ترې کړی اوسي، نو په دې کار سره به تا د دواړو ترمنځ زهر شیندلي وي. ښايي له دې وروسته همدغه همکار دې هغه بل همکار ته په مثبته سترګه ونه ګوري او د هغو ستونزو تمه ترې وکړي چې تا یې یادونه کړې. ښايي چې دوی دواړو به له دې مخکې رښتینې ملګرتیا درلودله، خو تا به په غیر عمدي ډول هرڅه له منځه وړي وي. همداراز ښايي چې همدغه همکار دې له دې وروسته خپل د زړه راز هغه بل ټنبل او بې دسپلین همکار ته دې ونه وايي، ځکه چې تا یې په اړه هرڅه ویلي او منفي ټکي دې ورته افشا کړي.

حل لاره یې:
د شکایت کولو پرځای، که چیرې جدي اړتیا وي ورته، نو هڅه وکړه چې په ډيره ښه او خوږه توګه مخامخ همدغه کس ته تیروتنې یې ور په ګوته کړې او لارښوونه ورته وکړې ترڅو په خپل ځان کې بدلون او اصلاحات راولي. دا تا پورې تړاو لري، نه بل چا پورې چې څنګه ځان ډاډمن کړې ترڅو مقابل لوری پوه شي چې ستا مطلب د ستونزو له منځه وړل دي، نه کوم بل شی.

۳. د ښې ملګرتیا پر لور لومړنی ګام باور دی او د یوه چا په غیاب کې هغه پسې غږیدل باور له منځه وړي
د دې لپاره چې پر نورو باور وکړو، نو باید د خپلو تیروتنو منونکي واوسو. کاری ساحه د تیروتنو د منلو په مانا ده او دا ښيي چې یا باید دا ومنو چې موږ پرڅه پوهیږو نه او یاهم له نورو مرسته وغواړو. د فیډبک ترلاسه کول د تیروتنو منلو په مانا دی او موږ کولی شو چې له همدغه فیډبک څخه په ښو ملګرتیاوو کې یو څه زده کړو او پرمختګ وکړو. خو که چیرې یو چاته دغه فیډبک د درېیمګړي له لورې ورکړل شي، نو هغه باور له منځه وړي چې د یوه ټیم د کارکوونکو ترمنځ اړین دی.

حل لاره یې:
هڅه وکړه چې لومړی فکر وکړې او بیا هغه ټنبل او بې دسپلینه همکار ته چې ته ترې سر ټکوې داسې فیډبک برابر کړې، چې هم زړه خپه کوونکی نه اوسي، هم لنډ اوسي او هم روښانه. د داسې فیډبک ورکولو په پایله کې، ترمنځ مو باور زیاتیږي او کولی شئ چې په صداقت سره یو بل ته هرڅه ووایئ، ستونزو ته حل لارې پیدا کړئ او د نوښت او بدلون په اړه خپل افکار تبادله کړئ. هماغه ټنبل او یاهم بې دسپلینه کارکوونکی به په دې کار سره هیڅ وخت خپه نه شي او ښايي چې لږ تر لږه په خپل ځان کې پر بدلون راوستلو پیل وکړي. خو هغه څه چې مهم دي، هغه ستا خواخوږي، شفافیت، ترحم او مخامخ ویل دي. ستا موخه دا ده چې هغه کس باید ښه کار کول زده کړي، نه دا چې د هغه د بدلون لپاره په شګو کې د کرښې ایستل وي.

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

احمد فرهاد توتاخیل