ټولنیز ژوند سیاست

له کراچۍ خطرناک ښار

لیکنه: نعمان دوست

د شپې له لسو بجو خبره اوښتې وه. خو د رڼاګانو د ښار ( کراچۍ) بازارونه جم او جوش کې و. خرید او فروش روان و او پر هر واټ د موټرو لیکې جوړې وې.

موږ د پردیسو افغانانو له دیرې راووتلو. دیره څه وه؛ بس پر وچه زمکه یې پلاستیکي فرش غوړولی و او هر چا د شپې د تن کالي دسمال کې تړل او سر لاندې یې ایښودل. دا هغه ستړي افغانان وو چې وطن کې له بیکارۍ او جګړې تښتیدلي وو. دا هغه کلونه وو چې تنظیمونو د واک پر سر خونړۍ سیالۍ پیل کړې وې او ښایسته کابل شیبه په شیبه لمبو په غیږ کې نیوه.

موږ هغه بس ته وختلو چې صدر ته روان و. څو تمځایه وروسته یوه څلور کسیزه ډله موټر ته راپورته شوه. د هغوی چنګ چنګ ويښتان و. لاسونو کې یې تور بنګړي او زنځیرونه اچولي و. یو موټروان څخه ودرید. بل دروازه کې او دوو همداسې سورلۍ ته کتلې.

یو ملګری مې له ما مخکې سیټ کې ناست و. ورو یې مخ راوګرځاوه. کله به یې پر جیب لاس ایښوده او کله پر ساعت. ژر مې ذهن کار وکړ، د تیرې شپې کیسه رایاده شوه. ملګري ویل چې لاره کې کله ناکله غله موټر ته راوخیژي، برچې او تمانچې ور سره وي او سورلۍ لوټي. د لاس ساعت او د جیب پیسې مې ورو په بډه ووهلې. خو ګڼه ګوڼه زیاته وه، غلو موقع پیدا نکړه. بل تمځای کې ښکته شول.

حیران شوم. دا هر څه په داسې وخت کې کیدل چې ښار له خلکو ډک و. څلور لارو کې پولیس ولاړ وو او پر واټونو هم یو نیم ځای پولیس ګرځيدل.

کراچۍ لوی ښار دی، داسې ښار چې له یوې برخې یې بلې برخې ته له ساعته ډیر د موټر مزل دی. کراچۍ ګڼ میشتی ښار دی، داسې ښار چې زموږ د څو ولایتونو د نفوسو په اندازه وګړي لري.

له کراچۍ مې زړه بد شو. د کراچۍ پولیس راته مفسد او تمبل ښکاره شول. ما ویل دا څنګه امکان لري چې د پولیسو په شتون کې دې څوک داسې زړوره غلا وکړي.

خو، زموږ کوچنی ښار جلال اباد د کراچۍ له ستر ښاره ډیر خطرناک دی. دلته په شمار واټونه دي، خو هغه هم له کنټروله وتلي دي. دلته په رڼا ورځ په منځ سړک کې خلک لوټل کیږي او لوټماران سرې سترګې ځي.

د لوټ تازه پیښه وړمه ورځ عیدګاه جومات ته څیرمه د شیشم باغ په سیمه کې رامنځ ته شوه. موټر سپرو غلو بل موټر ودراوه او د ټولنیزو رسنیو د خبرونو په حواله دوه میلیونه افغانۍ یې ترې ویوړې.

دا لومړۍ پیښه نه ده. له دې وړاندې هم څو ځلې په دې کوچني ښار کې، چې په هرواټ یې له پولیس سره مخ کیږې، دغه شان پیښې شوي دي. د موبایلونو لوټل خو بیخي په غلا کې نه حسابیږي.

د خلکو اندیښنې
ښاریان اندیښمن دي. عام باور دا دی چې دغه شان لوټماران ممکن په بانکونو او صرافیو کې کسان ولري. کنه د لوټمارانو سترګو کې خو سکنر ماشین نشته چې معلومه کړي کوم موټر کې پیسې انتقالیږي.

له دې خطرناکه بله اندیښنه ده. څو ځلې مې اوریدلي چې ممکن له دغه شان لوټمارانو سره ځینې مفسد پولیس اړیکې ولري او همدې اړیکو هغوی دومره زړور کړي چې په رڼا ورځ منځ ښار کې لوټ کوي.

په هرصورت، دا اندیښنې به دقیقې وي یا نه؛ خو زورور شک شته او د دغه شان پیښو تکرار شک د یقین مرحلې ته رسوي.

جنايي مسوولین باید په ټول ځواک دغه ډلې کشف او ګرفتارې کړي. دا ممکن د یوه ستر بانډ واړه ګروپونه وي او په نیولو به یې نورې کړۍ هم رسوا شي.

متضررینو ته باید اعلان وشي چې راشي، خپل شکایتونه ثبت کړي او له نیول شویو کسانو څخه یې تاوان جبران شي.

عدلي ارګانونه دې له خدایه وډار شي او دغه شان مجرمینو ته دې د قانوني سزا په ورکولو کې هیڅ د زر او زور فشار ته نه تسلمیږي. دا تسلیمي ټول ښار سره خیانت دی او بیشکه چې دا ستر خیانت دی.

محمد نعمان دوست
د غبرګولي ۱۲مه، ۱۳۹۷

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

نعمان دوست

نعمان دوست تکړه افغان لیکوال، ژورنالیست او ټولنیز فعال دی. دا لیکنه یې په ځانګړې توګه د یاران لپاره ده.