ژوند او ژواک

له کاري محیط سره ځان همغږی کړئ!!

بدلون تل سخت وي، په ځانګړي ډول کله، چې ستاسې د عایداتو د لارو چارو په اړه وي. ډېرو کسانو ته له کاري محیط سره همغږي او سمون ننګوونکی دی. معمولا په تازه کاره کسانو کې د هغوی زاړه فکرونه او خویونه ممکن ددې لامل شي، چې د تغییراتو مخه پکې ونیسي.

تر ټولو لومړی څیز مطالعه او تحقیق دی. که د خپل کار په چاپیریال کې مو داسې بدلون ولید، چې په منلو یې اړ اېستل کیږئ، په اړه یې مطالعه وکړئ.

هغوی، چې د دا ډول تغییراتو هیله لري، ډېری وخت یې وړاندوینه هم کوي.

د خپل کاري چاپیریال په اړه پلټنې وکړئ. په دې تړاو که څه قوانین او لارښوونې وي، هم ویې ګورئ، زده یې کړئ او ځان ورسره بلد کړئ. څومره چې ډېره څه زده کوئ، د ډېرو شیانو په اړه مو تصور او فکر بدلیږي.هرڅه ته په مثبت نظر ګورئ. که اداره درته وايي، چې د چاپیریال ساتنې په خاطر کاغذ کم استعمالوئ، په دې چاره باید غوسه نه شئ. که ډوډۍ په پلاستیک کې نه اچوي او په اخبار کې یې درته تاووي، شله ګي مه کوئ، ځکه محیط له هغوی نه همدا ډول غوښتنه کوي او تاسې یې په عملي کولو مکلف یئ.

یو څوک د اېچ ار قوانین درته توضیح کوي او تاسې یې مراعات کولو ته هڅوي، ویې منئ.مغرورانه استدلال مه کوئ. دا تغییرات ټول په دلیل ترسره کیږي او ډېری تلپاتې وي. چیغې او نارې، قهر او غوسه او دروازه وهل کار نه ور کوي. که غواړئ په دې اړه څه ووایئ، مودبانه یې ووایئ. هغوی حتما د ددغه کار پر وړاندې یو منطق لري.

تاسې ته په کار کې تر ټولو مهم څیز له محیط سره همغږي او همکاري ده.

دلته ستاسې د پلار کور نه دی، چې هرڅه مو په زړه وي، هغه کار وکړئ. دلته تاسې ته دندې در کول کیږي، د صلاحیت او کار دایرې موټاکل کیږي او ممکن په ځینو مواردو کې سلب صلاحیت شئ، واکونه در نه واخستل شي، پر کار مو نظارت ډېر شي، دا ټول د کاري محیط غوښتنې دي، چې باید په سړه سینه چلند ورسره وکړئ.

که تاسې هره ورځ ددغو تغییراتو پر وړاندې عکس العمل ښیئ، د ادارې رییس او مدیر به مو یوه ورځ لحاظ وکړي، دوه ورځې، درې، خو بالاخره هغه دې ته اړ وځي، چې پرځای مو بل څوک راولي.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */