لوبې

له ډیرو هڅو سره سره بیا هم ځینو بهرنیو لوبغاړو پاکستان ته له ورتګ انکار وکړ!

د پاکستان د کورني کرکټ پاکستان سوپر لیګ یا «PSL» ۲۰ اوریزه کرکټ تجارتي سیالیو دریم پړاو په متحده عربي اماراتو کې پیل شوی دی، چې پکې ۴ لوبډلې دویم پړاو ته رسیدلې دي.

د «پي اس ایل» په نامه د کرکټ دغه لیګ سیالۍ پاکستان کې د امنیتي ستونزو له کبله په متحده عربي اماراتو کې ترسره کیږي. خو د تیر دویم پړاو راهیسې د پاکستان کرکټ بورډ چارواکي او حکومت هڅه کوي، چې د دې لیګ وروستۍ سیالۍ په پاکستان کې ترسره کړي.

د تیر دویم پړاو وروستۍ لوبه د پاکستان په لاهور کې ترسره شوه، خو دا ځل ویل کیږي، چې د ټورنمنټ وروستۍ ۳ مهمې لوبې به د پاکستان په لاهور او کراچۍ کې ترسره شي.

دغه لیګ چې وروستي پړاو ته نږدې شوی دی او د هرې لوبډلې سره د کورنیو لوبغاړو ترڅنګ بهرني لوبغاړي هم لوبیږي؛ اوس ویل کیږي، چې یو شمیر بهرنیو لوبغاړو پاکستان د ورتګ څخه انکار کړی دی.

د پاکستاني رسنیو د معلوماتو له مخې، د انګلستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړو الیکس هیلز، سام بیلنګز، جیسن روي او ایون مورګن لا له وړاندې خپل دریځ روښانه کړی دی، چې پاکستان کې په ترسره کیدونکو سیالیو کې ګډون نه کوي، خو یو شمیر نورو لوبغاړو لا تر اوسه پاکستان ته د ورتګ په اړه پریکړه نه ده کړې.

لاهور-قذافي سټډیوم

په تیر دویم پړاو کې هم یو شمیر بهرنیو لوبغاړو د دغه لیګ وروستۍ لوبې لپاره پاکستان ته ورتګ څخه انکار وکړ، چې پکې انګلستانی کیون پیټرسن او لوکي رایټ شامل ول.

د پاکستان کرکټ بورډ خبر ورکړی و، چې دا ځل به هر بهرني لوبغاړي ته د یوې لوبې پر سر ۱۰ لکه پاکستانۍ کالدارې ورکوي، په دې شرط چې په وروستیو ۳ لوبو کې چې پاکستان کې ترسره کیږي، په هغې کې به ګډون کوي.
خو اوس داسې ښکاري، چې بهرنیو لوبغاړو ته د زیاتو پیسو څخه خپل ژوند بهتر دی، نو ځکه خو د پیسو په لالچ کې نه دي او دغه هېواد ته د ورتګ څخه انکار کوي.

په ۲۰۰۹ م کال کې پاکستان کې د سریلنکا د کرکټ ملي لوبډلې پر لوبغاړو ځان وژونکی برید وشو او د هماغه وخت راهیسې اوس هیڅ کومه بهرنۍ لوبډله او لوبغاړي دغه هېواد ته د ورتګ زړه نه ښه کوي.

پاکستان په دې وروستیو کې هڅه کوي، چې نړیوال کرکټ بیرته پاکستان ته راوړي، چې ډیر کله یو شمیر لوبډلو ته د ډیرو پیسو څخه ورتیریږي، خو یوازې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله بیا پرته له کوم شرط پاکستان ته د سیالیو د ترسره کیدو لپاره ورغلې ده.

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

احسان الله ساپی