ټولنیز ژوند ژوند بڼه ګټه وټه

له ځان سره مینه کول څه ګټه لري؟ ۴ لارښوونو کې یې ولولئ

ژباړه: محمد عزيز پردېس

ارواه پوه کارلا ماري منلي، په دې باور دی چې خپل ځان سره مينه لرل د سالمې اړيکې يو حياتي جز دی. هغه وايي: ( که يو څوک خپل ځان ته دومره توجه ونکړي او ټول پام يې نورو ته وي، نو دغه نامساوي تعادل به ورته ډېر ګران تمام شي او کله چې له ځان سره واقعي مینه وکړئ، نو دغه مينه به ستاسو د متعادلو او سالمو اړيکو تکيه شي).

دا لاندې څلور لارښوونې به تاسو سره مرسته وکړي چې خپل ځان سره مينه ولرئ او په کمه اندازه ځان باندي سختي راول:

۱- ځان سره مو د يو کم سنه ماشوم په څېر چلند وکړئ
کارلا منلي لارښوونه کوي، هغه څه چې يو کم سنه ماشوم يې په يو نارامه موقعيت کې غواړي يا اړ وي؛ توجه ورته وکړئ. کولی شئ ځان مو د يو ماشوم په څېر تصور کړئ. که څه هم ډېری د زيات عمر خاوندان پخپل ځان رحم نه کوي، خو معمولا په دې پوهېږي کله چې يو ماشوم غومبسه چيچي او يا هم په ځمکه راغورځي او پښه يې ټپي کېږي، بايد هغه په غېږ کې ونيول شي. کولی شئ، ځان سره مو يو د ماشوم په څېر ( چې څومره مينې ته اړتيا لري )؛ له هغې هم ډېره مينه وکړئ. د يو ښه ملګري سره چې څومره ښه چلند کوئ، هغومره له ځان سره هم وکړئ.

۲- خپل ځان ډېر مه رټئ
کله مو چې په ځان نيوکې کوئ، معمولا سبب يې دا دی چې منفي داستانونه تاسو ځان سره وړي ياست او په اغلب ډول داسې جملې مو په ذهن کې تکرارېږي: ( ته هر وخت احمقانه خبرې کوې )، ( نپوهېږې چې څه وايې )، ( همدا ده چې هېڅوک درسره مينه نه لري ) او داسې نور… دا پروسه په يو دروني انتقاد يا نيوکې پای مومي او معمولا تل به د خپل ځان په اړه ناسم قضاوت کوئ. تل هڅه وکړئ چې د ځان په اړه په منصفانه قضاوت وکړئ او هغه څه چې حقيقت وي، په سړه سينه يې ومنئ.

۳- دا مو په ياد وي چې تاسو يوازې نه ياست
ډېری خلک داسې فکر کوي چې ماته يې خوړلې او مغشوشه دي، خو په حقيقت کې موږ ټول دا لاره په پټو سترګو منو. پروفيسور ډنېل وايي: ( خپل ځان سره مينه يانې دا چې بايد په خپل ځان مهربانه واوسو او په دې پوه شو چې انسان يو نيمګړی موجود دی او دغه خنډونه بايد زموږ د يوځای کېدو سبب شي؛ نه دا چې موږ له يو او بل څخه بېل کړي ). مطلب، دا يوازې تاسو نه ياست چې د ستونزو سره لاس او ګرېوان يئ. هېڅوک بشپړ او پوره نه دی.

۴- د ځان لپاره مشاور يا لارښود وټاکئ
پوهېږو چې مغز مو دا وړتيا لري چې خپل ځان سره مينه وکړي، خو د نويو فکري او رفتاري الګوګانو روزنه هڅې او کوښښ ته اړتيا لري. په سختۍ سره کولی شئ چې خپل ځان سره مينه کول زده کړئ. د ځان لپاره يو پوه مشاور يا لارښود د الګو په بڼه وټاکئ، کېدای شي لارښود مو د کورنۍ غړی، د ژوند شريکه/ شريک او يا هم کوم نږدې ملګری وي.
په پای کې دا لنډې لارښوونې د خپل ورځيني ژوند سرمشق وګرځوئ:

– افکارو او احساساتو ته مو متوجه واوسئ.
– د خپل ځان او د نورو په اړه رښتينی ليدلوری ولرئ.
– په خپل ځان ورحمېږئ او شفقت ولرئ.

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

محمد عزیز پردیس

محمد عزیز پردېس منځنۍ زده کړې د کندز په حضرت علي لېسه کې او لوړې زده کړې يې د کندز پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي په پښتو ځانګه کې کړي دي.
نوموړی دمګړی له يو خصوصي انستيتوت سره د ژباړې په برخه کې بوخت دی.
د ياران وېبسايټ څخه يې هر اړخيزې ليکنې او ژباړې لوستلی شئ.
په یاران کې د عزیز پردیس د خپرو شویو لیکنو د بیا خپراوي حق یوازې له یاران سره خوندي دی