سیاست له نړۍ

له ټرمپ سره د اروپا سفر کې ملګرې یې میرمن میلانیا ټرمپ او که د هغې همشکله ده؟

لیکنه: ياران

لویدیځې رسنۍ د امریکا له ولسمشر ټرمپ سره چندانې جوړې نه ښکاري. په دې اړه چې د ولسمشر ټرمپ سره په ځینو محافلو او سفرونو کې دده د میرمنې میلانیا ټرمپ پر ځای د هغې هم شکله څرګندیږي، د تیر یو کال راهېسې اوازې تودې دې. خو اوس بروکسل ته د سفر پر مهال د ټرمپ سره د میلانیا ټرمپ نویو عکسونو دا اوازې نورې هم تودې کړي دي. د ټولنیزو رسنیو ډیر کارونکې د ټرمپ او دده د میرمنې نویو عکسونو ته په شک ګوري او وايي ګومان کوي چې له ټرمپ سره د اروپا په سفر کې ملګرې ښځه خپله میلانیا ټرمپ نه بلکې د هغې همشکله ده.

اصلا دا اوازې هغه مهال پیل شوې چې په تکزاس کې د امریکا لومړۍ میرمن له نسبتا لویو عینکو سره څرګنده شوه.

پر دې اوازو هغه وخت نور هم تیل واچول شول چې ولسمشر ټرمپ د تیر سیپټمپر میاشت کې ایرما توفان پر مهال ژغورونکو ډلو سره خبرې کولې. نوموړې وویل” زه له ټولو هغو چې بیړنۍ مرستو ته یې دانګلي مننه کووم، د خپل ځان او مرستیال ولسمشر په استازیتوب. “ او بیا یې زیاته کړه ” میلانیا هم له زړه غوښتل چې موږ سره نن و اوسي.“

خو په دې خبره کې یوه وړه ستونزه وه او هغه دا چې کله چې ټرمپ دا خبره کوله نو میلانیا ټرمپ یې په خوا کې د لویو عینکو سره ولاړه وه.

خو اوس چې ټرمپ او میرمن یې ددې اونۍ په پیل کې د ناټو د مشرانو په غونډه کې د ګډون لپاره بروکسل ته ورسیدل نو رسنیو بیا د ټرمپ د میرمنې د عکسونو په اړه شکونه پورته کړل. که څه هم په عکسونو کې له ټرمپ سره میلانیا روانه ښکاري، خو د ټولنیزو رسنیو کارونکې ددې عکسونو سره پرلپسې لیکي:

” میلانیا ټرمپ چیرې ده؟“

په دې معنی چې دوی ته له ټرمپ سره ملګرې ښځه میلانیا نه ښکاري.

هغوی چې د کانسپریسي تیوریو شوقیان دی ګومان کوي چې له ټرمپ سره ملګرې ښځه د ټرمپ له اصلي میرمنې میلانیا ټرمپ سره توپیر لري او له دې سره دوی ادعا کوي چې ښايي میلانیا ټرمپ کومه همشکله ولري چې له ټرمپ سره په محفلونو کې څرګندیږي.

د میلانیا د همشکلې په اړه په لویدیځو رسنیو کې دا نوې اوازې چې د باور وړ نه ښکاري، په داسې حال کې خپریږي چې یوه میاشت مخکې میلانیا ټرمپ له عامه نظرونو پرلپسې نادرکه وه او وروسته وویل شول چې نوموړې د پښتورګي د عملیاتو لپاره روغتون کې وه.

د یادونې وړ ده چې ولسمشر ټرمپ تر اوسه پورې پرلپسې د لویدیځو رسنیو د داسې اوازو خیال نه دی ساتلی او هماغه څه کوي چې زړه یې غواړي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران