سپورټ

له ویسټ انډیز وروسته افغانستان د هالینډ پر وړانډې بخت ازمايي !

د ۲۰۱۸ م کال د کرکټ نړیوال جام غوراوي پړاو ۵۰ اوریزه سیالۍ چې د زیمبابوې په کوربه توب سره ترسره کیږي، پکې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د ویسټ انډیز خلاف په تمریناتي سیالۍ د بریا خپلولو وروسته نن په دویمه تمریناتي سیالۍ کې د هالیڼد هېواد د کرکټ ملي لوبډلې سره د لوبې په ډګر کې مخ کیږي.

د انګلستان په کوربه توب د ۲۰۱۹ م کال د کرکټ نړیوال جام سیالیو ته د ورتګ په موخه د روان ۲۰۱۸ م کال د مارچ میاشتې په ۴ مه نېټه د راتلونکې یکشنبې په ورځ د ۱۰ لوبډلو په ګډون د کرکټ غوراوي پړاو جام سیالۍ پیل کیږي، چې د پیل څخه وړاندې یې ګډون کوونکې لوبډلې په تمریناتي سیالیو کې یو بل سره مخامخ کیږي.

د تمریناتو لوبو پیل تیره ورځ په یو شمیر سیالیو سره وشو، چې په لمړۍ لوبه کې افغانستان ویسټ انډیز ته، هالینډ هانګ کانګ ته او د نیپال لوبډلې د متحده عربي اماراتو لوبډلې ته ماتې ورکړه، خو د زیمبابوې او ایرلینډ ترمنځ سیالي د باران له کبله لغوه اعلان شوه.

همدا راز د سبا ورځې په تمریناتي لوبو کې به افغانستان د هالینډ سره، ویسټ انډیز د متحده عربي اماراتو سره، زیمبابوې د پي این جي سره او هانګ کانګ د نیپال لوبډلې سره د سیالۍ ډګر ته ځي.
د ۸ لوبډلو ترمنځ څلور واړه ترسره کیدونکې سیالۍ به د افغانستان پر وخت د غرمې په ۱۲ بجو سره پیل شي.

افغان لوبډله داسې مهال د کرکټ د غوراوي پړاو جام سیالیو کې ګډون کوي، چې د ملي لوبډلې رسمي لوبډلمشر اضغر ستانکزی د اپنډیکس عملیات د ترسره کیدو له کبله د ناروغۍ بر بستر پروت دی او په نشتون کې یې مرستیال لوبډلمشر راشد خان د لوبډلمشرۍ دنده پر غاړه لري.

افغان کرکټ ملي لوبډلې په لمړۍ تمریناتي سیالۍ کې ویسټ انډیزۍ لوبډلې ته د کریس ګیل، مارلیون سیمیولز، کارلوس بریټ ویټ، یون لیویس او نورو پیاوړو لوبغاړو په شتون کې د افغان تیز بالر دولت ځدران د هیټریک په ترسره کولو سره دویم ځل ستره تاریخي ماتې ورکړه.

د ۲۰۱۸ م کال د کرکټ نړیوال جام غوراوي پړاو سیالیو کې ټولې ۱۰ لوبډلې په دوه ګروپونو ویشل شوې دي، چې په لمړي ګروپ کې ویسټ انډیز، ایرلینډ، هالینډ، متحده عربي امارات، پي ان جي او په دویم ګروپ کې افغانستان سره زیمبابوې، سکاټلینډ، هانګ کانګ او د نیپال لوبډله ځای لري.

د معلوماتو له مخې افغان لوبډله به په خپلې رسمي لمړۍ سیالۍ کې د مارچ په ۴ مه د سکاټلینډ، د مارچ په ۶ مه د زیمبابوې، د مارچ په ۸ مه د هالینډ او د مارچ په ۱۰ مه نېټه د نیپال لوبډلې سره په سیالۍ کې مخامخ شي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

احسان الله ساپی