سیاست

له وردګو تر کونړه؛ بدلون یا زوال، ستاسې انتخاب

دلته د ټلوېزیون ښیښې او د اخبار رنګه مخ ته بوڅ بوڅ ناست يوو او فکر کوو هر څه همدا دي چې دلته یې لولو. دا په ښارونو کې د وطن د روانې وضعې او ورځنیو پېښو یو نسبي تصویر دی چې تر سلو سانسوري چینلونو او اختناقي دروازو راتېرېږي او موږ بوږنوي، اما د کلي او محلي حکومتداري، د خلکو د غربت له اصلي داستان، ظلم زیاتي، فساد او تعلیم او اقتصاد له ټکني وضعیته کله هم دقيق خبر نه‌شوو.

په افغانستان کې چې د کوم بحران انځورګري په کلي کې کېدای شي، په ښار کې یې سلمه برخه ګورو. د تشویش ټکی دا دی چې په کلیو کې حکومت نه‌شته او مافیا د خلکو په هډوکيو شخوند وهي. که دولت او حکومتداري اصلاح شي، د طالب ورکه او د مافیا زوال حتمي دی، اما ایا داسې کومه اراده او د فشار ګروپ شته چې د بدلون او اصلاح له‌پاره مټې بډ وهي؟ ایا داسې کوم ځواک شته چې بې‌غرضه، بې‌شخصي تقاضاوو د خلکو د ژوند دې کړاو ته د پای ټکی کښېږدي؟ ایا داسې یو حکومت لرو چې حکومت اصلاح کړي؟ ایا په دولت کې د نېکو خلکو شمیر ډېر دی، که د زهرخورو؟

ځوانان په افغانستان غوندې یوه ټولنه کې د بحرانونو د مهارولو اصلي قوه ده، دوی ته د خلکو وخت ضایع شوی، دوی ته ملت انتظار کړی، پر دوی لګښت راغلی او دوی لکه د کونډې یوازېنی زوی د وطن له‌پاره د ملت د امید سترګې دي.
څه چې نن د وردګ ژغورنې او کنړ ژغورنې، کانونو ژغورنې او ځنګلونو ژغورنې، لوګر ژغورنې، ولس ژغورنې په نوم د څو ځوانانو له خوا اورئ، دا د یو بحران په تل کې د ډوبېدونکي ولس اخېري چیغه ده. سمه ده وطن به وي، دا غرونه به څوک په شا نه کړي، سمه ده، د افغانستان په نوم به کومه وړه یا لویه جغرافیه وي، کېدای شي، دلته د انسانانو ژوند هم دوام وکړي، خو هغه به داسې وخت وي چې د ملت خطاب کول او د سمون فرصتونه به کنګل وي.

افغان ځوانان د تصمیم په بحران کې خپل خوبونه وهي، شکایت وکړي، کړاو درک کړي، مجبورۍ ویني، د افغانستان توره اینده لکه د ماښام تیاره تر نظر ورځي، خو چې د بدلون هیله ځنې وشي، بیا داسې فکر کوي چې د دې خلکو مخاطب کوم بل څوک دي. کله له روسه شکایت، کله له امریکا، کله له انګریزه، کله له پاکستان و ایرانه شکایت، اما هیچا فکر و نه کړ چې مرض هغه وخت د انسان بدن لاندې کوي چې دفاعي ځواک یې ختم شي. نن چې پاکستان غوندې یو وړوکی او بې‌سابقې جعلي هېواد افغانستان غوندې یو عظیم تاریخي طاقت لاندې کوي، علت یې زموږ خپله بې‌تفاوتي او خاموشي ده، له حالاتو زموږ خپل غلط تحلیل یې علت دی.

بم په بل ملک کې جوړېږي، خو په سړک یې افغان ږدي، ټوپک او کارتوس له بل وطنه راځي، خو ماشه افغان کشوي. دلته تر کار مخکې مزاحمت شروع شوی نه دی، دلته اول مزاحمت پیل شوی بیا د کار کولو مکلفیت دی. که د کنړ والي خپله د ځنګلونو په چور تالان کې ښکیل نه وای؛ نو ځنګلونه به څنګه رېبل کېدل، که د میدان‌وردګ د والي جېب ته د ګچو له درکه پیسې نه ورتلای، ده به اجازه ورکړې وای چې تر قرارداد سل چنده په لوړه اندازه ګچ استخراج شي؟

که ولسوال په خپل دفتر کې له سهاره تر مازدیګره کښېني، رشوت وا نه‌خلي، د خلکو غږ واوري، د خلکو عرایض ملاحظه کړي، که ولسوال د خلکو په منځ کې ناست وي، که ولسوال خپله خلکو ته د متوجه خطراتو په اوله کرښه کې ولاړ وي، هلته به طالب څنګه ددولت غیرطبيعي بدیل شي، خو ولسوال نه‌شته چې طالب حاکم شو. که د معارف رهبري له هرې سیمې پر وخت راپور ولري او ځان مطمین کړي، که د معارف ريیس، امر او مدير په تشکیلاتو، تنخواوو او دښوونځیو په تعمیر جوړونه کې درغلۍ و نه‌کړي، ښوونځی به څنګه بند شي؟ ایا سرکار کله هم داسې کومه برنامه کارولې چې خلک د خپل ملي جایداد ساتنې ته وهڅوي؟ د هیڅ کلیوال بېلګه نه‌شئ لرلای چې د ښوونځي مخالف دې وي، خو چې په تعلیمي چاپېریال کې فساد، درغلي، تقلب او بې‌کیفیتي ویني، عقده‌يي نه‌شي؛ نو څه شي؟ طرف واقع نه‌شي نو څه شي، د دښمن په سترګه درته و نه ګوري نو څه وکړي؟

د افغانستان اکثره خلک د دې دولت د عملونو قهرجن عکس العمل دی. که غواړو د ملت دايره پراخه او بیا ترمیم کړو، باید دولتداري او فاسده حاکمه طبقه ورته اصلاح کړو. د دې اصلاح یوازېنۍ کيلي د ځوانانو په لاس کې ده. د مافیا او زورواکي زور یوه هیولا ده، یو پېریاني غږ دی، که ځوانان راپاڅي د مافیا ټول مقاومت تر یوې میاشتې نه اوړي. که ځوانان د فشار په یو فعال ګروپ بدل شي، لس فاسد او ظالم چارواکي رسوا کړي، له بدرنګو مخونو یې طلایي نقابونه وغورځوي، سل نور مفسدان او ظالمان به اصلاح شي.

اوس یو تصادفي او منظم حرکت پیل شوی، د ژغورنې! افغانستان وژغورئ، هر سړی په خپل کلي کې په خپل ولایت کې راپاڅئ. پر تاسې حاکم ظالم اصلاح کړئ، طالب خپله تجریدېږي. دا اخېري چانس دی، که دا مبارزه ناکامه شوه، یا ستومانه شوئ، باور ولرئ چې میراثي ډیکټاټوره او ظالمه طبقه به د بري خیال وکړي، بیا به ابداً له دې اقتداره راټیټ نه‌شي، بیا یې دا دولت میراث شو او د یوې تورې ایندې په تمه اوسئ. دا تجربه مه ناکاموئ، د فکري او مبارزو ځوانانو لښکرې منظمې کړئ، له معاصرو ابزارو استفاده وکړئ، یو نسبي ریسک ومنئ او دا د تقلبي زور تابو رانسکور کړئ. ګنې تاسې به یو یو د همدې مافیا او ظالمې طبقې د تکبر او حاکمیت په سبب یو یو نسکور شئ.
#سرخط ورځپاڼه

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */