ټولنیز ژوند

له نورو هغه ۱۰ تمې چې زموږ عیب دی او خفه کوي مو هم!

ژباړه: احمد فرهاد توتاخیل

زموږ له سترو عیبونو څخه یو عیب دا دی، چې له نورو خلکو څخه زیاته تمه کوو او همدا تمه کول د احساساتي چلند او ذهني بې نظمۍ ستره سرچینه ده. ان دا چې څیړنې ښيي، چې له نورو خلکو بې ځایه تمې کول پخپله د اضطراب، ژور خپګان او رواني ناروغیو لامل ګرځي. دا ځکه چې نورو ته ډير ارزښت ورکول او ډیرې تمې کول پخپله مایوسۍ ته لار هواروي. په پای کې، که چیرې هغوی ستا تمې پوره نکړي، نو ستا او د هغوی ترمنځ واټن رامنځ ته کیږي او په شدیده توګه ستا او د هغوی ترمنځ اړیکې له منځه وړي. لاندې هغه ټکي دي، چې باید له نورو یې تمه ونکړئ:

۱- له نورو خلکو د دې تمه مه کوه چې باید تل یو کار سم وکړي.
ټول انسانان یوشان نه دي. زموږ په وجود کې د (DNA) د ترکیب نه تر فرهنګي او ټولنیزو عقایدو پورې ټول سره توپیر لري. له نورو خلکو څخه د یوه کار سم ترسره کولو تمه څه ناڅه غیر واقعي ده. ځکه هغه کار چې تاته سم بریښي، ښايي چې د هغوی په نظر سم نه وي. په هغه چاپیریال کې چې ته لوی شوی یې، ښايي چې د بل چاپیریال له خلکو سره یې فرهنګي او اروايي مسایل مختلف وي. هغه کار چې تاته سم نه بریښي، له بل ملګري دې هم تمه یې مه کوه. هڅه وکړه چې په خپلو باورونو او اخلاقي ارزښتونو تمرکز وکړې.

۲- له هرچا د دې تمه مه کوه چې باید له تاسره موافق واوسي.
کله چې له موږ نه راچاپیر خلک زموږ له افکارو او اعمالو سره موافق وي، نو موږ د ارامۍ احساس کوو، خو تل داسې نه وي. کله چې له تا راچاپیر خلک او یاهم ستا همکاران ستا له نظریو او افکارو سره موافق نه وي، نو په غوسه کیږه مه، ځکه چې همدا غوسه هم بې مانا ده او هم له خطره ډکه.

۳- له نورو خلکو د دې تمه مه کوه چې باید بشپړ واوسي.
هیڅ انسان بشپړ نه دی او له نورو څخه د بشپړوالي تمه کول د ناهیلۍ لامل ګرځي. که کوم وخت دې له کوم چا دا تمه وکړه چې باید ورسپارل شوی کار سم ترسره کړي او په پایله کې یې هغسې ترسره نه شي کړای چې تا غوښته، نو هڅه وکړه په دې ځان پوه کړې، چې هغه هم یو انسان دی او خپله پوره هڅه یې هم کړې. سر بیره پر دې، ښايي له هغه کار سره، چې هغه ترسره کړی، د ارامۍ احساس یې کړی وي او هماغه کار ورته سم مالوم شوی وي.

۴- له نورو خلکو د دې تمه مه کوه چې باید ستا له خبرو هرو مرو مطلب واخلي.
ښایي ځینې وخت دې چورت خراب وي او یاهم ذهني یا احساساتي بې نظمي ولرې، نو په دې صورت کې هڅه وکړه چې خبرو ته دې پام وکړې، ځکه انسانان د دې وړتیا نه لري چې باید تل د مقابل لوري له خبرو مطلب واخلي. په یاد ولره چې د خبرو اترو ناکامي د اړیکو له منځه وړلو ستر فکتور دی.

۵- له نورو خلکو د دې تمه مه کوه چې باید تا له هرې لویدنې بیرته پورته کړي.
هرڅوک خپلې ستونزې لري او دا چې یو څوک نه شي کولای ستا له اوږو بار کم کړي، په دې مانا نه ده چې ستا پروا نه ساتي. ښايي چې هغه به له تاهم زیاتې او سترې ستونزې لري.

۶- له نورو خلکو د دې تمه مه کوه چې باید تل تا درک کړي.
هڅه مه کوه چې نورو خلکو ته د ځان په اړه ډیرڅه ووایې د دې په پار چې تا درک کړي. تر کومه بریده چې ته خپل ځان پیژنې او درک کوې، ښايي چې نورو ته مهم ونه اوسې. دا چې ستا ملګري او یا هم نور خلک تا نه شي درک کولای، په دې مانا نه ده چې ګوندې تا نه به کوم څه کم شي.

۷- له نورو د دې تمه مه کوه چې باید هغسې چلند درسره وکړي، کوم ډول چې ته یې ورسره کوې.
زموږ د ټولو له عیب نه خالي نړۍ خوښیږي، خو داسې نه ده. ښايي چې له ځینو خلکو سره به ته ښه چلند او خواخوږي کوې، خو په مقابل کې به هغوی په خپل چلند او خواخوږي کې درته پاتې راځي. نو هڅه وکړه چې خواخوږی اوسې او په دې پوه شه، چې ښايي هغوی به ان له خپل ځان سره هم خواخوږي نه وي.

۸- له نورو خلکو د دې تمه مه کوه چې باید وار له واره خپل چلند بدل کړي.
ته نه شې کولای چې خلک بدل کړې او په دې ځان ژر پوه کړې، چې ګوندې د خلکو بدلول به ستا لپاره اسانه وي. په ځینو مختلفو لارو د نورو خلکو د چلند او معیار بدلول ډیری وخت تُند غبرګون او جدایي ته لمن وهي. خلک چې څه رقم دي، په هماغه رقم یې قبول کړه، خو په اړه یې ته خپل لید بدل کړه.

۹- له نورو خلکو د دې تمه مه کوه چې باید هغسې واوسي چې یو کال مخکې وو.
پرمختګ تدریجي دی او جګړې هره ورځ هم ګټل کیږي او هم بایلل کیږي. خلکو ته د انسانانو په سترګه ګوره او مینه ورسره کوه او ان که ستا په معیار برابر هم نه وي، خو بیا هم خپل ملګرتیا ورسره پاله.

۱۰- له ملګرو دې تل دا تمه مه کوه چې باید تل سره یوځای واوسئ.
ځینې وخت شرایط دومره سختیږي، چې هرڅوک یې په عین شکل نه شي کابو کولی. له ملګرو دې دا تمه مه کوه چې باید تل سره یوځای واوسئ؛ هڅه وکړه چې ځان ته دا ډاډ ورکړې چې هغوی هم خپله هڅه کوي څ باید یو ځای ښې شیبې سره ولرئ. خواخوږی اوسه او له ملګرو سره دې د اړیکو په پیاوړو کولو خواري وکړه.

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

احمد فرهاد توتاخیل