ټولنیز ژوند خواړه ژوند بڼه

 له میرمنو سره د نارینه وو بد چلند؛ روژه دواړه نیسي، خو غوسه په ښځه کوي

لیکنه: ياران

لیکنه: مریم محمدي

اسلام د انسان جوړونې دین دی تل یې مسلمانانو ته په خپل مینځي اړیکو ښه والي ټینګار کړی.

روژه د ازمایښت او ثوابونو میاشت ده، د صبر او حوصلې میاشت ده، خو په دغه میاشت کې ځیني روژه لرونکي سړي چې د روژې لوږې او تندې په عذاب کړي یا هم کوم نشه یي عمل ولري، نو د خپل زړه بړاس په ښځو باسي.

د ښځو روژې او کارونو ته لږ پام وکړئ؛
روژه د عبادت میاشت ده، زموږ ټولنه کې چې بې وزلي ډیره ده، کله چې روژه راشي نو له یوې خوا اقتصادي ستونزې، له بلې خوا روژه وي چې په دې کې د کور د سړیو قار او غوسه ورسره شي، نو ښځه به څنکه په روژه کې په عبادت پوهه شي؟

په روژه کې د نورو مياشتو په پرتله د ميرمنو د کور کارونه لا زيات وي. پېشلمی تیارول، سهار او غرمه ماشومانو ته په وخت خواړه ورکول او تر ټولو یې لا مهمه دا ده، چې د ماښام روژه ماتی په وخت چمتو کولو سره سره د کور پاکول او ډیر نو اضافي کارونه دي چې یوه روژه لرونکي ښځه یې کوي.

په ځینو کورونو کې د پخلي پوره اسانتياوې نه وي موجودې خو بیا هم یوه ښځه دا کوښښ کوي چې خپل خاوند او د کورنۍ غړو ته داسې ډوډۍ پخه کړي چې نه سوي وي او نه بې خونده.

یوه ښځه یا مور په نيمه شپه د څراغ په رڼا کې پخلی کوي، د ورځې زموږ ډیری میرمنې په سره ګرمۍ کې په تناره کې ډوډۍ پخوي، په نغري دیګ کوي، د ماسښتن له لمانځ وروسته د کور سړي ویده کیږي، خو میرمنې د پشلمي لپاره چمتوالی نیسي. لا یې خوب سمه نه وي پوره چې د پشلمي لپاره له ټولو مخکې پورته کیږي، د دسترخوان له تیارولو وروسته په نیمه شپه په خاوند او د کور په نورو غړو پسې خونه په خونه ګرځي چې پورته شئ، پيشلمی دی. زياتره ځوانانو بچو پسې خو مور څو څو واره ورځي په ډیر ناز يې ويښوي.

د روژې په مياشت کې دا سلسله دوام لري. د دې سره سره زموږ د ټولنې د بې ځایه رواجونو له امله په روژه کې بيا هم میرمنې تر سړو وروسته دسترخوان ته کښيني او ډوډۍ خوري.

دلته به د یاران ځیني لوستونکي له ځان سره دا وايي، دا خو د ښځو کار دی چې دوی پخه کړئ او نارینه یې وخورئ.

خو دا تر هیر وي هغه میرمن چې ټوله ورځ یې ستا په څیر روژه نیولې وي، نو که خواړه لږ وځنډېږي د کور نارینه یې ډېر په غوسه کېږي، دیګي ورته نسکوروي او ان خبره تر وهلو رسیږي.

د روژه ماتې په وخت که په دسترخوان د نارينوو کوم خوراک خوښ نه وي د خراب پخلي تور هم په ميرمنې پورې کوي. که يا مالګه لږ کمه يا زياته وي، نو بيا خو د دنيا تر ټولو لويه ګناه ښځې کړې، چې د ډوډۍ په وخت کې هم د دوی له زشتې رویې نه خلاصیږي.

د ځینو نارینه وو دا هم هېره وي چې خواړه په توره شپه تیار شوي، خير که یوه ورځ خرابه وخوړل شول.

روژه کې بریالی هغه څوک دی چې د نورو خلکو سره سره د خپلې کورنۍ له غړو سره هم ښه سلوک ولري.

ګډ ژوند کې د ښځې او نارینه تر منځ د همکارۍ او مهرباني تر ټولو مهم خبره ده. له ښځو سره بد چلند او تاوتریخوالی هر وخت خو په تېره روژه کې د اسلامي اخلاقو خلاف عمل دي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران