ژوند او ژواک

له مسکو سره یارانې ایډیال طالب جګړه‌مار حیران کړي

د جنګ په صحنه کې هغه طالبان چې د جهاد په نوم طالب مشرانو په تبلیغاتو هیجاني کړي یا سناً وړوکي دي، یا یې تجربه کمه ده او یا هغه طالبان چې د روسانو پر ضد د افغان مجاهدینو په لیکو کې جنګېدلي، دې تعامل هک حیران کړي‌ دي چې مشران یې د کوټې شورا او حقاني ډلې له مسکو سره نوې یارانې ته لاس غځولی دی.

په دې منځ کې داسې طالبان هم شته چې دوه ځله یې پر کندوز د جهاد په نوم بریدونه کړي، د امریکا ضد شعارونه یې ورکول، افغان عسکر یې د ګوډاګیانو او غلامانو په اتهام وژلي، اما اوس خبرېږي چې دوی روسي کارټوس د امریکا او هغه دولت پر ضد کارولي چې د غلامي په تور یې داڅوارلس کاله ورسره خپړې لګولې.

دغه کټګوري طالبان خورا زیات دي، دوی په یو عجیب بحران کې واقع دي، نه پوهېږي له خپلو مشرانو څه ډول سپیناوی او وضاحت وغواړي، ځکه چې طالب‌مشرانو ته د کوټې شورا ته او حتی د طالبانو مشرتابه ته یوازې څو محدود مشران لاسرسی لري، نور نو پر دوی پیریان له نامعلوم ځایه حاکمیت کوي.

د روسانو لا هم د افغانانو په ذهنونو کې خپل بایللی حیثیت ترمیم شوی نه دی، لا هغه کونډې ژوندۍ دي او پر هغو هدیرو بیرغونه رپېږي چې روسانو په خپلو بمباریو کې د خپل هجوم پر وخت په افغانستان کې شهيدان کړل. د هغه وخت د قربانیانو رشته‌داران اکثره یې ژوندي دي.

د طالبانو یو تعداد یې په همدې نیت چې بیا د روس تجربه تکرارېدونکې ده، د امریکا پر ضد راولاړ شول او د پاکستان دې تبلیغ یې اذهان مغشوش کړل، مګر دا طالبان له هلمنده تر ننګرهاره اوس بل څه ویني. په کندوز کې څنګه روسانو له موږ سره مرسته کړې؟ روسان زموږ څه دي، موږ د امریکا پر ضد د روس کومک ولې غواړو؟ موږ که امریکایان وباسو، نو بیا روسان راولو؟ ایا روسانو زموږ د ازادي او د طالباني حکومت شوق کړی، که خپله غواړي د طالب جامه واغوندي؟

دا پوښتنې ورځ تربلې په ډېرېدو دي. طالب مشران دې خبرو ته دلیل هم نه لري، دا وضعیت د جنګ پر لیکو تاثیر کولای شي.

له حکمتیار سره د سولې خبرو په لوګر او ځینو نورو ولایتونو کې د طالبانو په جنګي لیکو کې نسبي غدۍ ګډه کړه، خو لا هم ځینې داسې طالبان وو چې اصلي رشته یې له حزب سره وه، خو په وروستیو کې له طالبانو سره ملګري شوي وو، دوی غواړي بېرته پخواني جهادي حیثیت ته ستانه شي، د حکمتیار ملا ور وتړي خو دوی داسې دلیل نه درلود، داسې بهانه نه ورپیدا کېده چې له طالباني لیکو ووځي او ژوندي پاتې شي یا لږ تر لږه ملامت نه‌شي، اما له روسیې سره د طالب مشرانو معاملې دوی ته ښه دلیل په لاس ورکړ، ښايي ډېری طالبان د طالبانو له جنګي لیکو ووځي.

له بلې خوا طالبان له امریکا سره هم طرف واقع شول، داخپل دلایل لري چې ولې امریکايي ځانګړي ځواکونه او ټرینران فراه او هلمند ته لاړل. په هلمند کې د روسانو وسلې په طالبانو توزیع شوې او په فراه کې ایران د طالبانو لپاره روزنیز مرکزونه جوړ کړي دي. امریکا غواړي د دې کټګوري طالبانو ملا ورماته کړي.

نیم به بیرته له امریکا سره پخوا غوندې لاره ونیسي او نیم نور حتمي ده چې وژل کېږي.

په دې منځ کې روسان طالبانو ته هیڅ نه‌شي کولای، طالبان په یوه بده محاصره کې دي، په دې کار طالبان د افغان دولت تر شدید فشار لاندې هم راځي.

داسې اټکل کېږي چې له روسانو سره د طالبانو د اړیکو پراختیا طالبانو ته قبر کیندلو سره مترادف دي. په هلمند کې داسې جنګي طالب قوماندانان شته چې پخواني حزبیان او جمیعتیان دي د چا سترګې نه‌شته، د چا لاسونه او پښې مصنوعي دي او دا هغه شدید داغونه دي چې د روسانو له جنګونو د دوی پر وجودونو پاتې دي. مالومات په ډاګه کوي چې دوی اوس د طالبانو او مسکو نوي سازش ته په خورا بده سترګه ګوري.

دوی چې له امریکا سره هم په جګړه دي، له افغان دولت سره هم یې دښمني شدیده ده؛ نو هڅه کوي چې د روسانو له ملاتړ سره بایکاټ وکړي، حتا له هغو خپلو مشرانو سره هم بایکاټ وکړي چې د اسلام‌اباد او کریملن تر منځ يې لارې پوټی کړې. داسې اېسي چې دوی به د جنګ نوې جبهې جوړې کړي او په نویو جبهو کې به تر هغې وجنګېږي چې یا ومري او یا ونیول شي.

اوس افغان دولت ته په کار ده چې د طالبانو په لیکو کې نفوذ وکړي، د دې فکر طالبان په نښه کړي هغوی په اعتماد کې واخلي. سوله د همدا ډول تاکتیکونو مجموعه ده.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */