کورنی ژوند

له ماشومانو سره څرنګه چلند وکړو چې ذهین او نیک عمله اوسي، ۶ لارې چارې

لیکنه: حشمت الله رحمتي

د اولاد روزنه یو دروند مسولیت دی او که چیرې والدین د خپلو اولادونو پر وړاندې خپل مسولیت کاملآ درک کړي، نو نه یواځې دا چې دا کار د یوې کورنۍ لپاره غوره دی، بلکې د ټولې ټولنې لپاره ددغه ډول افرادو او اشخاصو روزنه بلا اهمیت لري، نو راشئ چې د ټولنې په وړاندې خپل مسولیت درک کړو او داسې افراد ټولنې ته وړاندې کړو چې د نورو د اوږو بار نه وي، بلکې ددې پرځای د ټولنې ټولو مشکلاتو ته اوږه ورکړي او د ټولنې افرادو ته د یو پل حیثت ولري.

شخصیت له کوره پیلیږي، لکه چې وايي د مور غیږه لومړی ښوونځی دی، او دا ښوونځی د هغه ښوونځی په نسبت چې ماشومان پکې د خپل علمي ژوند لومړي قدمونه ږدي ډیر مهم دی.

که د کور ماشوم ته ښه ذهنیت ورکړل شي او د شخصیت یې احترام وشي نو بیا دغه ماشومان د کوره بهر هم ښه احساس کوي. وايي چې ماشوم د سپین کاغذ مثال لري هر څه چې پرې ولیکې هماغه به بیرته ولولې، بله دا چې پښتو کې یو متل دی چې څه کرې هغه به ریبې، مطلب دا چې ماشوم له خپل کوره رنګ اخلي، که په کور کې ورته هر قسم تربیه ورکړل شوه، نو بیا چې کله همدا ماشوم لوی شي لومړی عکس العمل د خپلې کورنۍ په وړاندې ښيي.

کوم ماشومان چې ستغ او سپور اخلاق لري یا د خبرو کولو ډیره تیزه لهجه لري د ارواپوهانو له نظره تر ټولو غټ سبب یې د ماشوم د مور او پلار ترمنځ اړیکه ده یعنې که په کور کې د ښځې او خاوند ترمنځ اړیکې دوستانه او له نزاکته څخه ډکې وي، نو ددغه قسم کورنۍ اولادونه هم د ډیرې ښې او ارامه لهجې تر څنګ نرم خویه هم وي، او تل د نورو خلکو سره په نیکۍ چال چلند کوي، ځکه د ښځې او خاوند ترمنځ روابط د ماشوم لپاره تر ټولو لومړی ارزښتمند کتاب دی، نو راځئ چې خپلو اولادونو ته یو ښه او مناسب کتاب په لاس کې ورکړو.

د لوبو پر مهال به مو ډیر لیدلي او اوریدلی وي چې بعضې ماشومان وايي چې څوک له ماسره دي او بعضې بیا وايي چې زه د چا سره یم، دې دوه ډوله ماشومانو کې لومړی ډله ماشومان د کور د مشر لخوا په لوړه روحیه روزل شوي او د رهبر خصوصیات هم لري، ددې ترڅنګ هغه ماشومان چې د لوبې د شروع نه مخکې وايي چې زه د چا سره یم دغه قسم ماشومان د کورنۍ د مشر لخوا همیشه رټل کیږي او نظر ته یې کوم احترام نه کیږي او په کور کې ورته د یو شخصیت په سترګه نه کتل کیږي.

نو که غواړئ چې خپل اولادونه په ښه توګه وروزئ باید لاندې لارښونې په پام کې ونیسئ:

۱. په اولادونو مو هیڅکه مه په غوصه کیږي، که کوم ناخوښ عمل یې اجرآ کړ نو ډير یې مه توهینوئ او بیا بیا ځل یې ورته ما یادوئ، اولادونو سره مو داسې چلند وکړئ لکه په یوه اداره کې چې کارمندان یو د بل سره کوي.

۲. ماشوم ته مو د کمترۍ احساس مه ورکوئ، بلکې داسې احساس ورکړئ چې د هغوی شتون د ټولې ټولنې لپاره مهم دی، او دا هم ورته له غوږه تیره کړئ چې همدوی دي چې ددې ټولنې شته مشکلاتو ته به اوږه ورکوي او د ټولې ټولنې رهبري به په غاړه لري.

۳. کوشش وکړئ چې د ماشومانو څخه مو د هغوی د ذوق په اړه وپوښتئ، او ډیر کله ورته دا چانس ورکړئ چې له تاسې سره د یوې موضوع په اړه بحث وکړي.

۴. په اولادونو مو باور ولري همدارنګه ورته د ښو ماشومانو بیلګې ډيرې ورکوئ، تر څو دوی هم تشویق شي او د هماغوی په شان رویه خپله کړي، لکه ورته وه وایي چې ( د احمد کاکا زوی، علي په خپل پلار ډير ګران دی او یو ډیر هوښیار هلک دی، همیشه د مشرانو احترام کوي او په هر ځای کې خلک ښه یادوي.) ددغسې جملو په ویلو سره به دی هم فکر وکړي تر څو د علي په شان عادات ځان کې پیدا کړي.

۵. ماشومان مو په مثبت فکر سره لوی کړئ. داسې روزنه ورکړئ چې تل شیان په ښه فال ونیسي او د راتلونکي په اړه ډير خوشبین وي، انګریزان وايي چې
(what you think will come true) مطلب دا چې څنګه فکر کوي همداسې به وشي، نو راشئ چې خپله هم مثبت فکر وکړو او خپلو اولادونو ته هم د مثبت فکر کولو روحیه ورکړو.

۶. هیڅکله د خپلو مشکلاتو په اړه خپلو اولادونو ته څه مه وايئ، ځکه پدې سره به ستاسې ماشومان ځان د نورو په نسبت کمتر احساس کړي چې بیا هیڅکله هم د نوښت په اړه فکر نه شي کولی بلکې همیشه په تیرو پلونو قدم ږدي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

حشمت الله رحمتي