سپورټ نړیوال کرکټ

له سکاټلینډ څخه د انګلستان غچ پاکستان واخیست

د پاکستان د کرکټ ملي لوبډله په سکاټلینډ کې د انګلستانۍ لوبډلې وروسته د سکاټلینډ لوبډلې خلاف په ۲۰ اوریزه سیالۍ کې مخ شوه، چې پکې پاکستانۍ لوبډلې د سکاټلینډ څخه زور وویست.

 د دواړو کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د سکاټلینډ په ایدن ګارډن کې لمړنۍ ۲۰ اوریزه سیالي ترسره شوه، چې پکې پاکستانۍ لوبډلې د خپلو ۴ لوبغاړو په سوځیدو د لوبډلمشر سرفراز احمد د ۸۹ چټکو برید کوونکو منډو پرمټ د لوبې په ټاکلو ۲۰ اورونو کې ۲۰۴ منډې جوړې کړې.

 سکاټلینډۍ لوبډلې د پاکستان لخوا د ۲۰۵ منډو ستر هدف ته د رسیدو لپاره د کپتان کایل کویټزر او جورج مانزي  لخوا برید کونکی پیل وکړ، خو تر وروستیو یې دوام ونکړ.

 سکاټلینډ د لوبې تر پایه د ۶ لوبغاړو په سوځیدو ۱۵۶ منډې جوړې کړې او په سیالۍ کې یې د ۴۸ منډو په توپیر سره ماتې وخوړه.

د سکاټلینډ لپاره په توپ وهنه کې میچل لیسک ۳۸ او کایل کویټزر ۳۱ منډې جوړې کړې، خو په توپ اچونه کې الاس ډایر ایوانس ۳ پاکستاني لوبغاړي وسوځول.

 د دواړو کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ دویمه ۲۰ اوریزه سیالي د روانې جون میاشتې په ۱۳ مه نیټه نن ترسره کیږي.

 د یادونې وړ ده، چې د روانې جون میاشتې په ۱۰ مه نیټه د تیرې یکشنبې په ورځ همدا کوربه سکاټلینډۍ لوبډله د انګلستان د کرکټ ملي لوبډلې سره په ایدن برګ کې په ۵۰ اوریزه سیالۍ کې مخ شوه، چې پکې سکاټلینډ د انګلستان خلاف لوړې ۳۷۱ منډې جوړې او انګلینډۍ لوبډلې پکې د ۶ منډو په توپیر سکاټلینډ ته تاریخي ماتې وخوړه.

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

احسان الله ساپی