ټولنیز ژوند خواړه

له زړه درزیدو سره د قهوې تړاو؛ جنوبي کوریا یې په څښلو بندیز ولګاوه

د جنوبي کوریا حکومت د دغه هېواد په ښوونځیو کې پر قهوه پلورنې بندیز لګولی.

د دې پریکړې دلیل دا ښودل شوی، چې قهوه څښل د زده کړې پر وخت د زده کوونکو د زړه درزیدل زیاتوي او روغتیا ته یې تاوان رسوي.

تر څېړنو ورروسته پریکړه
د دغه هېواد د خوراکي او روغتیایي چارو سازمان اعلان کړی، چې د سپتمبر له ۱۴ مې وروسته دې په یوه ښوونځي کې هم د قهوې پلورلو څانګه فعاله نه وي.

دغه سازمان زیاته کړې، چې په وروستیو کې یې د زده کوونکو د زړه د ضربان زیاتیدل موندلي.

سرچینه وایي، چې د دې ستونزې په څېړلو کې ورمعلومه شوې، چې د نویو ځوانانو په خوراکي رژیم کې له کالرۍ او کافینو څخه ډک مواد زیات دي.

د دوی په وینا د دې ستونزې د حل لپاره یوه ښه لاره همدا وه، چې په ښوونځیو کې د قهوې پلورل بند او په دې ډول زده کوونکي په ښه ډول د قهوې په زیانونو وپوهول شي.

زده کوونکي ولې قهوه ډېره څښي؟
د جنوبي کوریا په تعلیمي نظام کې د زده کوونکو ترمنځ سیالي په اوج کې ده. دوی د دې لپاره چې ډېروخت ویښ پاتې شي او ذهن یې ارامه وي، زیاته قهوه څښي.

د یورومانیتور په نوم د بازار د مطالعې یوه شرکت اعلان کړی، چې په جنوبي کوریا کې خلک په منځنۍ کچه هر کال ۱۸۱ ګیلاسه قهوه څښي.

د قهوې څښلو دغه کچه، چې جنوبي کوریا یې لري د اسیایي هېوادونو په منځ کې ترټولو لوړه کچه ده.

د څېړنو له مخې په برتانیه کې بیا هرکال په منځنۍ کچه خلک ۱۵۱ او په امریکا کې هرکال یو کس په منځنۍ کچه ۲۶۶ ګیلاسه قهوه څښي.

په جنوبي کوریا کې د قهوې څښلو دود دغه هېواد ته د امریکایي وګړو له ورتلو سره پيل شوی.

په وروستیو کلونو کې دا هېواد د قهوې پلورنې ډېرمرکزونه لري.

موندنې ښيي، چې د جنوبي کوریا پلازمېنې په ۲۰۱۶ کې تر ۱۸ زرو ډېرقهوه پلورنځي لرل.

جنوبي کوریا د زده کوونکو روغتیا ته یې یوازې د قهوې څښلو له کبله اندیښمن نه دی؛ هلته ۱۷ سلنه زده کوونکي له چاغښته هم رنځیږي. جنوبي کوریا د دې دلایلو له مخې ډېرتمرکز په دې کوي، چې څنګه د زده کوونکو روغتیايي ستونزې په عاجل ډول حل کړي؟

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

بريښنا ارغند