ټولنیز ژوند زده کړې

له دې ۱۰ ډوله خلکو لېري اوسئ، کنه ژوند مو بربادوي !

ژباړه: نور احمد فضلي

زموږ په ژوند کښې حتمن سټریس زیاتوونکي لاملونه شته. ددې له پاره چې زیات ګټورتوب ولرو اړینه ده هغه خلک چې په ژوند کښې زموږ د سټریس زیاتېدو سبب کیږي؛ له خپل ژونده لېري کړو. پر لومړیتوبونو تمرکز او ددې خلکو له شر نه خلاصېدل زموږ د پرمختګ له پاره ګټور ثابيتېدای شي. خو په پیل کښې باید دغه کسان وپېژندل شي:

۱- ځان خوښه کسان
ځینې وختونه تکبر یو اخلاقي لوړوالی شمېرل کیږي. خو ستاسې متکبر کېدل ستاسې پر ځان غوښتني دلالت کوي او داسې فکر کوئ چې له نورو نه غوره یاست. دداسې کسانو په څنګ کښې اوسېدل چې ستاسې سره د درنښت چال چلند نه کوي او همېشه ستاسې د تهدید او تحقیر هڅه کوي – کولای شي چې ستاسې د شخصي پرمختګ مخه ډب کړي.

۲- متظاهر او ځان ښوونکي
دا کسان یوازې ستاسې د ښې ورځي ملګري دي. کله چې ستاسې ورته اړتیا وي؛ دوی مو یوازي پرېږدي. پر دوی باندې تکیه نه شي کېدلای. چې څومره ژر کېدلای شي په دوی کښې دا ځانګړنه تشخیص کړئ او ددې اړیکو له پاره حدود وټاکی.

۳- کستمن یا رخه ناک
دا کسان چې څومره هم تاسو له سختو او ستونزمنو شرایطو تېرېږئ؛ دوی خوشحاله وي او ستاسې بریالیتوب نه شي زغملای. دوی باور لري چې تر تاسو دوی ډېر د بریالیتوب وړ دي. شوني دي تاسې بریالیتوب ته په رسېدو کښې دوی د ځانونو ملاتړي وبولئ، خو کستمن کسان خوښوي چې ستاسې د تواضع او عقلانیت پر وړاندي د کرکې او تنفر اظهار وکړي. دا کسان باید په هر رقم له ځانو نه لېري کړئ.

۴- وروسته پاتې
دا کسان ستاسې د پرمختګ لاره ستونزمنوي او تاسې تېرو عادتونو ته ورګرځوي. دوی غواړي چې تاسې خپل مخکیني حالت ته ور وګرځئ او پرځای ولاړ اوسئ. ددې کسانو پېژندل ممکن ستونزمن وي، دوی ستاسې د ژوند نه جلا کېدونکي برخه اوسېدلي دي او شوني دي د دوی صرفنظر کول ستاسې له پاره ستونزمن وي. خو غوره ده دوی پوه کړئ او دوی ته ووایاست چې بریالیتوب ستاسې له پاره څومره مهم دی. که دوی سره له دې ټولو بیا هم نه شي کولای چې ستاسې پر لاره تګ وکړي کولای شي چې ستاسې نه خپله لاره جلا کړي.

۵- قضاوت کوونکي
د قضاوت کوونکو کسانو په نظر هیڅ وخت هیڅ شی هم ښه نه دی. دوی باور لري چې خلک تر ډېره د تشویق پر ځای باید و رټل شي او نیوکي پر وسي. حتا هغه وخت چې نیتونه ښه وي او تاسې غواړئ چې خپله اصلي انګېزه هغوی ته ور وفهموئ؛ بیا هم تاسې ته غوږ نه ږدي. دوی ګټه رسوونکي ګاونډي نه دي ځکه چې ښه اورېدونکي نه دي. له دې کسانو لېری والی په کار دی. \

۶- قید ګیره یا کنټرولوونکي
دا کسان د نورو د کنټرولولو لېوال دي. د دوی خوښیږي چې تاسې یې خبرو او امرونو ته غوږ ونیسئ. دوی کولای شي چې په مکر، چم، بدجنسي او ټګي سره تاسې اړباسي چې غوښتني یې ور پوره کړئ. ددې کسانو نه لېری والی ستاسې له پاره بهترین انتخاب دی ځکه چې تاسې دوی نه شئ قانع کولای او نه یې هم چال چلند اصلاح کولای شئ.

۷- درواغجن
سمه ده درواغ ویل متداول او جاري دي او ځیني درواغ بې زیانه دي، خو هغه کسان چې پرله پسې دروغ وايي کولای شي تاسې د زوال سره مخامخ کړي. تاسې د خپل پرمختګ له پاره باید په خپل شاوخوا کښې باوري کسان ولرئ؛ داسي کسان چې ستاسې ملاتړي اوسي او تاسې ته صادقانه او عادلانه عقاید او مفکورې درکړي.

۸- رسوا کوونکي
دا رښتیني کسان نه دي او حقایق و اطلاعات تحریفوي. دوی غواړي چې نور یې ومني او تصدیق یې وکړي پر دې اساس کوښښ کوي چې په تهمت او بهتان ویلو سره د نورو پام ځان ته ور واړوي. کله چې غواړئ د دوی په واسطه رامنځته سوي ستونزي حل کړئ غوره لاره یې دا ده چې دوی د خپل ژوند نه لېري کړئ ولي چې دوی د سرطاني تومور په شان دي.

۹- ځوروونکي
دا کسان ځکه ستاسې په ژوند کښې دي چې ستاسې نه تغذیه کوي. په ځینو ځایونو کښې، د دوی ملګري کول ګټور وي خو نه هغه وخت چې د یوه پارازیټ په وسیسله وي. ددې کسانو نیت یوازي د ځان ګټه وړل دي. دا کسان په هر رقم باید صرفنظر کړل شي.

۱۰- او هغه کسان چې ځانونه قرباني بولي
دا کسان هیڅکله مسئولیت نه مني. دوی همېشه پر نورو باندې نیوکي کوي او هیڅکله خپلي تېروتني نه مني. د دوی عکس العمل ستاسې د بریالیتوب له پاره زیان اړوونکی تمامیږي. نو غوره دا ده چې دا کسان د خپل ژوند نه لېري کړئ.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

نوراحمد فضلي