کلتور او هنر

له دوه کلن ځند وروسته ابهشیک بچن بېرته فلمي نړۍ ته راځي

لیکنه: غازي عابد

د هندۍ سینما مشهور ستوری ابهشیک بچن د فلمي نړۍ څخه د خپل لريوالي په تړاوو ویلي ډاریږي د خلکو په زړونو کې خپل پیدا کړی ځای له لاسه ورنه کړي.

ابهشیک بچن د هندۍ سینما د مشهور او قدرمن فلمي ستوري امیتابهـ بچن زوی او د ایشواریا رائی خاوند دي.

نوموړي د تېرو دوو کالو راهیسې د سینما په پرده راښکاره نشو< خو اوس د یوه فلم په شوټینګ (ډکولو) بوخت دی.

ابهشیک بچن تېره ورځ رسنیو سره د فلمي نړۍ څخه د خپل لري والي په تړاوو ویلي د هېرېدلو په سیالۍ کې یې وېره لرله چې د ځينو نورو فلمي ستورو په څېر دی هم د مینوالو له زړونو ونه وځي.

دی وایې؛ ډاريده چې په خپل ژوند کې ګټلی مقام له لاسه ورنکړي او غواړي چې خپل هغه تېر مقام بېرته وګټي.

بهشیک وايي؛ غوښتل یې چې یو ځل بیا له پوره انرژۍ سره فلمي نړۍ ته راوګرځي نو په همدې خاطر یې فلمي نړۍ څخه یو څه لريوالی غوره کړ.

نوموړی زیاتوي؛ د فلمي نړۍ څخه یې لريوالي یې یوازې د فلم جوړولو او فلمي نړۍ پوري مربوط نه و بلکې استراحت ته یې د خپل ژوند ډیر ضرورت درلود.

ابهشیک په وینا؛ که څوک چې له سترګو لري شي نو خامخا له ذهنونو هم وځي، خو دی وایي باور یې درلود چې داسې به نه کیږي، نو ځکه یې د فلمي نړۍ څخه د یوه څه لري والي پرېکړه کړې وه.

د فلمي نړۍ څخه د ابهشیک بچن د لريوالي په تړاوو یې د هندۍ سینما د ښکلا ملکه وایي ایشواریا رائي، د خپل خاوند د پرېکړې سره په لومړیو کې موافقه وه ځکه خاوند یې غوښتل چې په کار باندې مرور یا له سره نظر وکړي.

نوموړې وایي، د خپل خاوند دغه پرېکړې ته احترام لري او همدغه فیصله د ډېرې زیاتې ستاینې وړ ده ځکه چې ابهشیک په خپله غوښتل په خپلو ټولو کمزوریو باندې پوه شي او له خپلو تجربو ګټه واخلي او هماغه ډول یې وهم کړل.

ایشواریا زیاتوي؛ د یوه مسلکي کس څخه په ژوند کې همداسې تمه کیدلی شي څنګه چې یې خاوند کړي دي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

غازي عابد