ټولنیز ژوند زده کړې

له دغو ۴ سبوتاژ کوونکو او بدو خویونو باید ډډه وکړو

لیکنه: کریما مریمه
ژباړه: احمد فرهاد توتاخیل

وړاندې له دې چې ځان سبوتاژ کړې، په ځان کې دې نغښتي خویونه یو ځل له نظره تیر کړه.

راځئ چې رښتیني واوسو. ځیني وخت موږ پخپله د خپل ځان ترټولو سرسخت دښمنان یوو. ډیری وخت خو بیا په خپل لاس جوړ کړي دام کې لویږو. ځینې تیروتنې حتمي الوقوع دي، نو اړینه نه ده چې موږ خپل څومره وخت او فکر په یوه پلان کې تیروو.

بل خوا، د ځینو احمقانه تیروتنو مور لټي، بې پروايي، د ژوند له شرایطو سره نابرابري او غرور دی. په غلطۍ سره ترسره شوې تیروتنې ښايي زړه تنګوونکې اوسي، خو حساب پرې کیدای شي، خو قصداً ترسره شوې تیروتنې بیا زړه ځوروونکې دي. نو په همدې اساس، ته هغه وخت د ښه فکر او ژوند خاوند کیدلی شې، چې په دې پوه شې چې څنګه په ناسم مسیر له تلو ډډه وکړې او خپل شته ځان او ژوند سبوتاژ کوونکو خویونو ته د پای ټکی کیږدې.

کله چې پلانونه کار ورنکړي، نو هغه وخت بیا بې اعتباره کسان نورو ته د انتقاد ګوتې نیسي. د ښه فکر لرونکی کس که څه هم تیروتنه ترسره کوي، خو هڅه کوي چې درس ترې واخلي، ترڅو په راتلونکي کې له بیا پیښیدو یې ډډه وکړي، چې دا کار ډیری وخت د خپلو عملونو او فکرونو ژورې کتنې او ستاینې ته اړتیا لري. په همدې اساس، وړاندې له دې چې د فکر بیلګه دې په بد خوي بدله شي، کولی شې چې په ګوته او بدل یې کړې.

که غواړې په خپل ځان کې اصلاحات راولې او خپل ځان سبوتاژ کوونکي خویونه بدل کړې، نو د لاندې عام خوي خرابوونکو ټکو پر وړاندې کوټلي او جدي ګامونه اوچت کړه:

۱. ځان له نورو سره پرتله کول
موږ او تاسې په یوې خورا اوچتې ځان پرتله کوونکې ټولنه کې ژوند کوو چې ان ترټولو روغ نفسونه هم ځان ته کش کاږي، خو ژوند ویجاړیدنه هغه وخت بدتره کیږي، چې موږ په دوامداره توګه ځان د نورو خلکو له معیارونو سره پرتله کړو. کله چې غواړو په دې پوهیدل زده کړو چې ځان پرتله کول له نورو سره موږ ته څه تاوان رسوي، نو په دې پوهیدل هم اړین دي چې په نورو خلکو زیات تمرکز کول هم زموږ سوداګرۍ او هم زموږ په ځان باور ته زیانمن کار دی. په همدې اساس، که غواړې چې د بریاوو کچه دې لوړه کړې، نو هڅه وکړه چې په خپل پرمختګ زیات تمرکز وکړې، ترڅو یو سالم او بریالی شخص درڅخه جوړ شي.

همداراز، که چیرې خپل ځان ته د خپل سیال په سترګه وګورې، او یا هم که چیرې هڅه وکړې چې د خپل د پرون ورځې لید ته ماتې ورکړې، نو په دې کار سره به دا زده کړې چې څنګه کولی شې یوه ړنده سترګه او کوڼ غوږ په لیدو او اوریدو راولې.

۲. خطرونه په ځان نه منل او په دوامداره توګه ځان نه ننګول
یعنې څه؟ له بریاوو ترلاسه کولو څخه وروسته اسانه ده چې ځان ته د ارامتیا زون غوره کړې، خو ډیری وخت بیا دا د ارامتیا زون د محدود وخت لپاره وي. ترټولو ډیری بریالي کسان تل هڅه کوي چې محدودیتونه په شا وتمبوي او کرښو ته یې پراختیا ورکړي.

تیرې بریاوې د راتلونکي لپاره ښې دي او تجربه یې کولی شي چې اوسنۍ موخې ته دې هم ورسوي، خو که ستا فکر تل د تیرو بریاوو په جال کې راګیر وي، نو دا په دې مانا چې ته نن ورځ په کافي کچه ځان نه ننګوې. ځینې وخت خطرونه منل په دې مانا دي چې ته غواړې سفر وکړې او په مخ ولویږې، خو همدا په مخ لویدل کولی شي چې ستا د ځان او سفر په اړه ډیر څه درزده کړي. په همدې اساس، هڅه وکړه چې د خپلو ناکامو شویو پروژو خوبونه له ذهن څخه وباسې او له سره جوړولو لپاره یې له خپل شته او سخت زده کړل شوې پوهې څخه کار واخلې.

۳. حواس اړوونکو- ټولنیزو رسنیو ته تسلیمیدل
ټیلفون د انسانانو د نوښت او له یو بل سره په اتصال کې یوه ښه وسیله ده، خو په وخت یې د تبر دروند ګوزار هم دی. ټولنیزې رسنۍ، ویروسي ویډوګانې او وخت ویجاړوونکي اپلکیشنونه د ورځې هر ساعت، هره دقیقه او هره ثانیه په دې هڅه کې دي چې څنګه زموږ او ستاسې پام ځان ته واړوي. نو په همدې اساس، مه پریږده چې ګرانبیه وخت دې درڅخه غلا کړي. هره ورځ په یو څو دقیقو ځانګړو کولو سره کولی شې چې له هغو حواس اړوونکو-ټولنیزو رسنیو څخه ځان وژغورې. په پای کې، هڅه وکړه چې ډیری وخت د ورځې په اوږدو کې ټیلفون دې له ځان څخه لرې کړې او ویې نه کاروې.

۴. په ماضي تیروتنو سترګې پټول
د موخو پر لور ګام اخیستو کې پر ځان زیات فشار هم مه راوړه. ځکه، که هرڅومره هم غښتلی واوسې او ځان ته ځان ووایې، بیا هم د موخو په مسیر کې تیروتنې ترسره کول حتمي دي. خو د تیرو تیروتنو په زده کړې او په راتلونکي کې یې په مخنیوي کولو ته کولی شې چې د قدر وړ پرمختګ وکړې. له ماضي تیروتنو درس واخله او د خپل غوره والي لپاره ځان وننګوه.

په پای کې، که چیرې له پورتنیو څلورو عامو ځان ویجاړوونکو خویونو څخه ډډه وکړئ، نو کولی شئ په ژوند کې هغه څه ترلاسه کړئ چې غوښتونکي یې یۍ او راتلونکی به مو روښانه وي. د زړو عادتونو او خویونو بدلول یقیناً چې زیات وخت او تمرین ته اړتیا لري، خو مکافات یې تل د هڅې ارزښت لري.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

احمد فرهاد توتاخیل