ټولنیز ژوند خوندیتوب

له داړونکي سپي سره د مخامخ کیدو پر وخت څه وکړو؟ لار چارې درته لرو

لیکنه: ياران

ژباړه: بختي جان مراد

سپي سره د مخامخ کیدو په صورت کې څه ډول برخورد وکړو؟

په دې مطلب کې به د پورته سوالونو ځوابولو ترڅنګ دا هم لولئ، چې د داړونکو سپو سره د مخامخ کيدو په صورت کې څنګه عمل وکړو، تر څو له خطر او داړلو یې ځان وساتو.

ډېری وختونه تاسو په یو شمېر ځایونو کې د چکر او سیاحت په پار ګرځئ راګرځئ، مثلآ په کوڅو، سړکونو او دیته ورته په نور ساحو کې په قدم وهلو مصروف یاست، په ناڅاپي توګه د سپې اوز اورئ او یا هم حمله درباندې کوي.

په دې وخت کې ستاسو بدن په اتومات ډول وېره نیسي، په دغه لنډ او تنګ وخت کې تاسو ته څه کول پکار دي؟

راځئ په دې مطلب کې راسره دا لارې چارې وګورئ.

له داړلو ځان ساتل

۱ – له ارامتیا کار واخلئ
په لومړیو کې چې کله له سپي سره مخامخ کیږئ، هڅه وکړئ ځان ارام او راحت ونيسئ.

حتمآ به مو له نورو ملګرو او دوستانو ډیر اوریدلي وي، چې یوازې له سپي سره د مخامخ کېدو په صورت کې نه بلکې له نورو حیواناتو سره هم ترې ژر عکس العمل ښودل کیږي، چې دا په خپل ذات کې لویه ستونزه ده، له دې ځایه تاسو ته څرګندیږي، چې څومره په خپل نفس باوري یاست.

ددې ټولو اعمالو پایله یوازې او یوازې، وېره او ترس دی، تر ټولو ښه او مناسبه حل لاره یې دا ده چې ځان ارام او راحت احساس کړئ:

۲ – سپي ته ډیر مه متوجه کیږئ، ځان نا پامه ونیسئ.
کله چې له سپو سره مخامخ کیږئ، کوښښ وکړئ په ورو ورو ترې فاصله واخلئ او د فاصلې اخیستلو په صورت کې د خپل بدن ټول غړي کنټرول کړئ، سپي ته داسې وښیئ، چې زه هیڅ تاته متوجه نه یم، خو یوازې د سترګو لاندې وڅارئ، دغه حالاتو کې سپی د حملې کولو وړتیا له لاسه ورکوي او مخه یې له تاسو ګرځي، که چیرته منډه وکړئ، چغې ووهئ او یا هم نورعکس العمل وښیئ، په دې وخت کې سپی پوهیږي چې یاد کس ډارن او وېرجن دی، ښایي په تاسو د حملې یا داړلو هڅه وکړي.

۳ – هیڅکله د تیښتې کوښښ مه کوئ.
د ژوند په هره برخه کې تېښته مه کوئ، ځکه دا ستاسې د ویرې او ترس په مانا دی.

تل په دې لټه کې اوسئ، په مشکل کارونو برلاسې اوسئ. دلته هم تېښته سپی دیته هڅوي ترڅو په تاسو حمله وکړي، ځکه په دغه حالاتو کې د حملې کولو لامل یوازې او یوازې تېښته ده.

۴- کوښښ وکړئ د سپي حالات وڅارئ.
کله چې له خطرناکو سپو سره مخامخ کیږئ، دوی تعقیب کړئ چې په کومو حرکاتو حساسیت ښيي، مثلآ تاسو په لاس کې کوم څه نیولي دي، ددې په لیدلو سپی داسې فرض کوي، چې دا ګواکې زما پروړاندې ترې استفاده کوي.

یا ستاسې د بدن د غړو په نورو حرکاتو هم غوسه او قهرجن کیږي، نو له دغه ډول حرکاتو ځان وساتئ، ترڅو سپی پر تاسو د حملې کولی زړه ښه نه کړي.

۶ – له سپي سره مقاومت کول


کله چې سپی د دې ټولو لارو چارو سره بیا هم پر تاسې د حملې کولو کوښښ کوي، بیا نو ددې وخت رارسیدلی چې د یو قوي موجود په حیث له خپله ځانه دفاع وکړئ.
مثلآ د پښې، لاس او یا هم لرګي په واسطه دفاع وکړئ.

خو کله چې په دې پوهیږئ، کنټرول یې زما له توان پوره نه دی، کولی شئ له نورو خلک مرسته وغواړئ، هغه که د چغو په واسطه وي، یا نورې وسیلې چې تاسې یې په اختیار کې لرئ ترې استفاده وکړئ.

خو یوه خبره چې ضرور ترې باید یادونه وکړم، هغه داده چې سپی باید په داسې برخه کې ووهل شي، چې سم دستي یې له تاسو مخه واوړي، داسې نه چې ستاسې ګوزار یې، د مرګ یا دایمي کړیدو سبب یې وګرځي.

۷ – د خپل بدن له وزن نه ګټه واخلئ.
د خپلو پښو، بدن او د وزن پر مټ سپی د خپل کنټرول لاندې راولئ.

سپی په لانجو او مقاومت کې ډیر پیاوړی دی، کوښښ وکړئ د خپل بدن د قوت نه په استفادې سره ترې په چل او هنر دفاع وکړئ.

د پورته لارو چارو په عملې کولو سره به تاسئ په دې بریالي شئ، چې په سمه توګه د سپو تر څنګ د نورو حیواناتو له حملو ځان وساتئ.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران