ټولنیز ژوند زده کړې

له تیروتنو زده کړه؛ هغه ۸ لارې چارې چې د ماتو له تکراریدو مو ساتي

لیکنه: ياران

ژباړه: بختي جان مراد

په ژوند کې موږ او تاسې له ډیرو تیروتنو سره مخ کیږو، دا ځکه چې انسان نیمګړی دی او تیروتنې او اشتبهات تري ترسره کیدی شی.

خو پیاوړی او بریالی شخص هغه دی، چې خپلو تیروتنې ومنې پام ورته وکړي او په بیا بیا یې تکراریدو مخه ونېسې.

راځئ په دې مطلب کې به دا وګورئ چې څنګه له ماتو خوړولو وروسته بریاوې ترلاسه کړو او په خپلو پښو ودریږو.

۱ – تېروتنې ما ته دا را زده کوي، چې څه غواړم او څنګه ژوند ترسره کړم؟
په اصل کې د (تېروتنې) مانا او مفهوم د هغه څه پرتله کول دي، چې تاسو یې غواړئ او یا هم ورته د بریالېتو په سترګه ګورئ.

تېروتنو ته پاملرنه کول له تاسو سره مرسته کوي، چې څنګه خپلو موخو ته ورسیږئ، څنګه په هغه لارو چارو عمل وکړو او د کوم فکر په اساس موږ کولي شو خپل ټاکلی هدف ترلاسه کړو؟

تېروتنې انسان ویښوي، هغه وړتیا چې انسان یې په خپل باطن کې لري رابرسیره کوي او هغه موقف او مکان چې دی یې د ترلاسه کولو په لټه کې وي پیدا کوي.

په اکثریت وختونو کې همدا تېروتنې دي، چې په ژوند کې یو ځل تکرار شي، بیا څوک نه غواړي چې د تېر په څیر یې یو ځل بیا د کار پر وړاندې خنډ رامنځته کړي، کوښښ کوي پر وړاندې یې له لازمو لارو چارو کار واخلي هغه چې مخنیوی یې پري شونی وي.

۲ – تېروتنې موږ سره د خپلو اهدافو په لاسته راوړلو کې مرسته کوي.
هر کله چې د خپلو تیروتنه په تړاو خبرې کوو، باید په پوره ډاډه د هغې قدردانی وکړو، دا ځکه چې له دې ورسته به له دې څو چنده سخت کارکوو، تر څو بریالیتوب زموږ په برخه شي.

یو شمیر اشخاص چې په ټولنه کې لوی لوی کاروبارونه لري، که له هغوی پوښتنه وکړئ، نو یوه اوږده کېسه به درته وکړي، تاسو ته به خپله معلومات وشي چې څومره تېروتنې یې، په خپل ژوند او کاروبار کې ترسره کړي، په مستقآ توګه یا بیدون له ستونزو تر دی ځایه ندې را رسېدلي، ستونزې، تېروتنې او اشتبهات یې ترسره کړې بیا دلته رارسېدلي.

۳ – تېروتنې تاسو ته دا زده کوي، چې څنګه خپلې غلطیانې په نښه کړئ او له خطرونو ځان وساتئ.
زیاتره وخت تاسو د یو کار په لټه کې یاست خو په ځلونو ځلونو مو ماتې پکې خوړلې وي، کومې ځانګړې پایلې ته پکې نه یۍ رسېدلي.
خو که بیا هم ورسره مخ کیږئ دا ځل اقرار وکړئ چې، اوس بند راغلم په دې وخت کې ستاسو زړه یو ټکان خوري او د وېرې احساس به درته وشي.
په دغه وخت کې داسې فرض کړئ چې دوباره هڅه کوم تر څو تېروتنه پیدا کړم او له ستونزو ځان وژغورم، نو په دغه وخت کې تاسو بریا ترلاسه کولی شئ.

۴ – تېروتنې تاسو ته دا زده کوي، چې څنګه خپلې تېروتنې نورو ته بیان کړئ؟
زموږ په ټولنه کې ډیری داسې اشخاص شته چې تېروتنې کوي او په کراتو کراتو یې، تکراروي.

د دوی یوازېنی لامل دا دی چې نه یې خپله حل کولی شي او نه یې له نورو سره شریک وي، ترڅو ورسره مرسته وکړي او تېروتنه ورته په ګوته کړي.

په ماتو خوړلو کې له ریښتېنولۍ کار واخلئ، کوښښ مه کوئ چې پټ یې وساتئ، ځکه ځېنې ستونزي ددې لامل کیږي چې په بار بار مو له ماتو سره مخ کړي، خو که له نورو ملګرو، دوستان، مشرانو او پوهو خلکو سره شریک کړئ، ډیر امکان شته ستاسو تېروتنې درته اصلاح کړي او ترڅنګ یې خپل پټ ظرفیت ته ورسیږئ.

۵ – له تېروتنو دا زده کړه کولی شئ، چې کوم کار سم دی او کوم کار ناسم دی.
هر کله چې د تېروتنو تکرار سره مخ شوي، نو په دې به وپوهیږئ، چې کوم کار ستاسو په خیر دی او کوم کار مو په زیان دی.

د سم او ناسم کار پریکړه هغه وخت کولی شې، چې تېروتنې در نه ترسره شي او د اصلاح په موخه یې کوټلي ګامو نه پورته کړئ.

کوښښ وکړئ په تېروتنو او اشتبهاتو مو بیا بیا فکر وکړئ، څه چې کوئ، څه چې اورئ او څه چې وایئ، په ټول فکر او سوچ ترسره کوئ نو؛ تاسو به کامیابۍ ته رسېږئ.

د تېروتنو پرمهال دا څو پوښتنې له ځانه وکړئ:

څنګه کولی شم له تېروتنو استفاده وکړم؟
څنګه وکولی شم مخه یې ونیسم تر څو بیا یې تکرار نکړم؟
څنګه وکولی شم په راتلونکي ترینه ځان وساتم؟
دا پوښتنې کولی شي، ستاسو ‌‌‌ذهن ته د حل لارې چارې پیدا کړي.

۶ – تېروتنې تاسو ته دا در زده کوي ترڅو مسؤلیت منونکي اوسئ.
په ځېنو وختونو کې یو کس دا فکر کوي، چې ورسپارل شوی کار ددې مربوط ندی، خو کله چې کومه تېروتنه پکې ترسره کړي، بیا ورته دا معلومه شي، چې اوس ددې کار مسؤلېت زما دی او له دې ورسته باید ددې کار په ترسره کولو کې ناغیړې ونه کړم، نو له دې ځایه ویلی شو، چې د مسؤلیتونو د منلو لپاره تېروتنې له تاسو سره ډیره مرسته کولی شي.

۷ – تېروتنې تاسو په سمه توګه د کار او زیار د ترسره کیدو لارې چارې در په ګوته کوي.
تیروتنې او اشتباهات معمولآ هغه مهال ترسره کیږي، چې کله مسؤلیت ونه مني او د هغې په اړه معلومات درسره موجود نه وې.

عمومآ لویې تېروتنې له وړو وړو خطاګانو څخه شروع کیږي. خو د وخت په تیریدو سره بیا له دغو کوچنیو کوچنیو خطاګانو لوی لوی مصیبتونه راټوکیدای شي.

کوښښ وکړئ چې هرڅومره وړه تېروتنه ترسره کوئ، هغه په کمه کچه له ځانه سره مه نېسئ، ځکه بیا درته د راتلونکو کارونو پر وړاندې همدا وړې وړې خطا ګانې، ستر ستر خنډونه برابرولی شي.

۷ – تېروتنې تاسو ته دا زده کوي چې، څنګه یو ښه ژوند درلودونکي اوسئ.
په یاد ولرئ په ژوند کې هیڅکله دا سوچ ا وفکر مه کوئ، چې تیر شوی ژوند دې، ستاسو راتلونکی ژوند انتخاب کړي.
مطلب دا چې زیاتره خلک چې په ژوند کې د تېروتنو له امله ماتې وخورې بیا نور فعالیت نه ترسره کوي او ځای پرځاي کېښني، خو تاسو باید په ژوند کې د مثال په توګه وکاروئ او داسې فرض کړئ چې د همدې په واسطه به زه له ټولو خطرونو تیریږم او ځان به تر خپلې ټاکلې موخې ورسوم.

که چیرته غواړئ په ژوند کې له تېروتنو څه زده کړئ او یا هم له اشتبهاتو او تېروتنو ځان خوندې وساتئ دا ۸ ټکي په پام کې ونېسئ.

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران