کورنی ژوند

له تشویش او خفګانه د ماشوم ژغورنې لپاره دا څو ګامونه پورته کړئ

لیکنه: غازي عابد

لیکنه: شایلېن میلر
ژباړه: غازي عابد

ممکن تاسې ټول به په کوچنیوالي کې د تشویش له امله له درد، وارخطايي او فشار سره مخ شوي یاست لکه څرنګه چې ستاسې ماشوم له دغه ګډوډۍ نه ځوریږي. په داسې مهال باید یوه کورنۍ یا والدین د خپل اولاد د ژغورنې او له دې بد حالته د ساتنې لپاره تر وسه وسه هڅه وکړي.

داسې لارې چارې شته چې پرې وشي، کولی له دې بد وضعیت نه پرې خپل اولاد وباسئ، چې دلته یې څو دانې موږ درته وایو:

۱- د لارښوونو یو لیست برابر کړئ.
ځان سره داسې یو پلان برابر کړئ چې که چیرته ستاسې ماشوم له اندیښنې او مشوش حالت سره مخ شي، څه باید وکړئ، له کومو لارو چارو باید کار واخلئ، په څه مو ماشوم ډاډه کیدای شي، نور خلک کوم ډول لارو چارو نه کار اخلي، کومو کارونو نه خپل ماشومان باید وساتئ چې له داسې بد حالت سره مخ نه شي.
ځیني پوهان د تنفسي او پام اړونکو او خوښۍ ورکولو تخنیکونو وړاندیز کوي، لکه د پوکاڼو، بیلابیلو شکلونو او په رنګارنګ رنګونو ښایسته شوی کاغذ یا بل شی چې ماشومان ورسره ساعت تیر کړي او تشویش و خفګان ترې هیر شي.
نو که داسې پورته شانې کارونه له وړاندې له ځانه سره لیست کې ولرئ او د ماشوم د خفګان پر وخت یې وکاروئ ګټور به تمام شي.

۲- ماشوم ته مو لنډې دمې او چکرې ورکړئ.
کله چې پوه شوۍ ماشوم مو له فشاره په ډک وضعیت کې دی، وخت ورکړئ او لنډ شانې چکرې هم ورکړئ. مثلاً که پوهیږئ چې ستاسې ماشوم ټولنیز تشویش سره مخ دی، نو کوښښ وکړئ، د نورو ماشومانو او د خلکو له ډلې یې تر یوه وخته لرې وساتئ.
د تشویش او ګډوډۍ یو ماهر، امي فرزورسکي وايي؛ هیڅکله ماشومان د تشویش په حالت کې مه پریږدئ، تاسې په دې کې مسوول یاست چې هغه له دې بد حالت نه وژغورئ، که داسې ونه کړئ، ښایي له بدو بدتر شي.

۳- د ماشوم احساسات مو درک کړئ.
د ماشوم دومره ویرونکی ساتل چې تاسې ته خپل احساسات ددې له امله ونه وايي چې سزا به ورکړئ یا به یې نور خفه کړئ؛ پر هغه لا نور بدتر تاثیر کولی شي.
د تشویش او ګډوډۍ ماهر، ډاکټر فرزورسکي والیدینو او کورنیو ته وړاندیز کوي چې باید د خپل ماشوم حالت درک کړي او د هغه بد وضعیت باندې ځان پوه او داسې ورسره وغږیږي چې هغه فکر وکړي خواخوږي ورسره لري.
دغسې حالت به ماشوم ډیر خوشحاله شي او اصلي ستونزه به درته ووايي او ترڅنګ به یې په راتلونکې کې د خپلو هر ډول احساساتو په بیانولو کې هم په زړه ډاډه وي او ویریږي به نه.

۴- باید چمتو او نرم یا اوریدونکي اوسئ
ماهرین وايي، والدین باید کوښښ وکړي چې هر وخت د خپلو اولادونو لپاره چمتو اوسي او تر خپله وسه هڅه وکړي چې بچیانو ته هره ورځ ښه تقسیم اوقات ولري.
مثلاً باید ددې لپاره پلان ولري چې سهار یې اولاد ښوونځي ته ځي، څه څه باید ورته اوس نه چمتو کړي. دا ډول وخت د ماشومان هغه پالنې کې مرسته کوي چې بد احساس ته پاتې نه شي او روغ احساس وکړي.
همداراز والدین باید د اولادونو په مقابل کې دومره نرم اوسي چې هغوی سره هماغسې ځان کوږ کړي چې کوم ډول یې اړتیا ده.
د اکثرو ماشومانو تشویش له دې امله وي چې ښوونځي ته ځي جامې به یې څنګه شي، کتابونه به یې څنګه شي، چای ډوډۍ به یې څنګه شي…

۵- واړه کارونه یې غټ ښکاره کړئ
یو ډول حیرانتیا ورکړئ. که هغوی وړه لاسته راوړنه لري، تاسې یې ورته غټه کړئ او په دې وړوکي کار داسې احساس ورکړئ چې یو غوره او غټ کار یې کړی.
ځیني وخت کله چې ماشوم د یو څه له امله خفه وي یا ناکام شوی وي، تاسې باید د هغه تیر وریاد کړئ او په ډیر غټ څه یې حساب کړئ څو یې بیرته احساس ښه شي او ژوندی اوسي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

غازي عابد