روغه سټه ژوند بڼه

له تشویش، ژورې اندېښنې، اضطراب او خپګان سره مخ یې؟ دا لیکنه ستا لپاره ده

راټولونه: شمیم اتل

رواني ناروغۍ په ځانګړې توګه وسواس، ژوره اندېښنه او اضطراب هغه څه دي چې موږ ځوروي، زموږ څخه د ژوند ټول خواږه اخلي او نړۍ مو په سترګو تیاره کوي خو موږ یې په اړه کمې خبرې کوي. دا داسې څه دي چې که پرې خبرې وکړو او د چارې په لټه شو موږ ترې رغیدلی شو او د ژوند له دې تاریکۍ وتلی شو.

په دې لیکنه کې هم پرې خبرې کوو او هم یې چارې درښييو .

عصبي تشویش، وسواس یا اضطراب څه شی دی؟

په انګریزې کې ورته انګزایټي ( Anxiety) وايي، په پښتو یې موږ په تشویش، شدید وسواس، اندېښنې او اضطراب ژباړو، ځکه دقیق نوم ورته نه شته. خو ددې لپاره چې په دې لیکنه کې ددې کلمو له تکرار خلاص شو وسواس او اندېښنه به ورته ووايوو.

وسواس او اندېښنه داسې یو څه دي چې هر څوک یې په خپل ژوند کې تجربه کوي.

عادي اندېښنه زموږ سره د ژوند په چارو کې مرسته کوي او موږ متوجې کوي چې په ژوند کې له شتو خطرونو، ګواښونو او زیانونو څخه ځان وساتو او په وړاندې یې د مقابلې لپاره اقدامات وکړو. خو دا عادي وسواس یا اندېښنه ده.

کله چې وسواس او اندېښنه له حده څخه واوړي بیا په یوې سختې عصبې ناروغۍ بدلیږي چې نه یوازې زموږ د ورځني ژوند چارې سختې اغیزمنې کوي بلکې د ګڼو فزیکي ناروغیو د پیدا کیدو او فزیکې نښو علامو د څرګندید سبب کیږي. نو دلته موږ په غیرې عادي وسواس او اندېښنه خبرې کوو.

راځئ داسې به یې تشریح کړو:

زموږ په وجود کې د خبرداري یو سیستم دی. دا سیستم داسې کار کوي چې کله موږ ته خطر متوجې وي نو د خبرداري او خطر زنګونه وهي او موږ متوجې کوي چې زموږ ژوند، روزګار یا زموږ ګټې یا په موږ پورې تړلې بل کوم مورد له خطر سره مخ دی.

همدا موږ ته اندېښنه پیدا کوي او دا اندېښنه ددې سبب کیږي چې موږ د پېښ خطر په وړاندې د ژغورنې او خوندیتوب لپاره اقدامات وکړو. دا عادي، نورمال او ضروري تشویش دی چې انسان ته پکار دی او ضروري دي.

خو کله چې تشویش د انګزایټۍ( اضطراب) او شدیدې اندېښنې بڼه خپله کړي، هغه بیا داسې وي لکه زموږ د وجود د عصبي خبرداری سیستم چې ګډوډ شوی وي لکه ساعت چې بې ټیمه شوی وي. پرته له دې چې کوم خطر موږ ته یا زموږ ګټو ته متوجې وي، زموږ د وجود د خبرداري سیستم پرلپسې بې ځایه د خطر زنګونه وهي او همدا هغه څه دي چې زموږ په وجود کې د شدید وسواس، اضطراب او ژورې اندېښنې سبب کیږي.

دا د خبرداري زنګونه کله ناکله څلور ویشت ساعته دوام لري چې دا یو ډول رواني اختلال یا ناروغي ده. ډیر کله دا وسواس او اندېښنه یوازې یو احساس نه وي، بلکې دوام یې په وجود کې ګڼې فزیکي، نښې علامې پیدا کوي چې سړی ګومان کوي په بله کومه ناروغۍ اخته دی.

د وسواس او اندېښنې نښې او علامې

وسواس، اندېښنه او یا په انګریزې اصطلاح یې ( anxiety) روانپوهانو په بېلابیلو ډولونو ویشلې چې وروسته به پرې خبرې وکړو. خو په عمومي توګه هغوی چې د شدیدې اندېښنې له عصبې بې نظمۍ سره مخ دي، د ویرې، خپګان، خواشینۍ، منفي فکرونو او عصبي تشویش سربېره په خپلو وجود کې ګڼې فزیکې نښې علامې هم تجربه کوي چې ډیر کله پرې هم خپله او هم ډاکتران د نورو ناروغیو ګومان کوي. د وسواس بیلابیل ډولونه بیلابېلې نښې او علامې رامنځ ته کولی شي.

ځینې عامې او شریکې نښې او علامې یې په دې توګه دي:

• خوب به مو ګډوډ وي ( یا به په اسانۍ ویده کیدلی نه شئ او یا به په اسانۍ ویښیدلی نه شئ.
• د ناڅرګندې ویرې احساس به کوئ
• پنیک( وارخطايۍ) حملې ښايي تجربه کړئ.
• لاسونه او پښې به مو خوله کیږي، پر دې سربیره د ټول وجود په خوله کیدو کې هم زیاتوالی راځي.
• هاضمې سیستم مو ګډوډ کیږي. د معدې سوزش، د نس ګډوډ او ګرځنده دردونه، قبضیت او یا اسهال د شدید تشویش څخه پیدا کیدلی شي.
• ناارمو او منفي فکرونه کې ښکلتیا؛ او داسې ښکلتیا چې ترې وتل ستونزمن وي. د بېلګې په توګه په شدید وسواس کې یو څوک کولی شي چې په خپل فکر کې خپله یا د یو عزیز مړینه داسې تصور کړي چې لکه ريښتیا چې یې په ویر ناست وي. په داسې حال کې چې خپله به هم جوړ وي او عزیز به یې هم جوړ وي خو دا به داسې ویرجن وي لکه په ريښتیا چې مړینه پېښه شوې وي.

• په مخ او لاسونه کې د تودو څپو او څړیکو احساس هم ممکن ځینې خلک تجربه کړي.
• د خولې وچیدل چې کله ناکله د ژبې د سوزش او شونډو د پتري کیدو سبب هم شي.
• د شیانو او کارونو بیا بیا کتل، چک کول، باوري کول.
• د زړه د ضربان زیاتیدل.
• د وجود په ځینو برخو کې د بې حسۍ احساس البته د موقت وخت لپاره.
• د پښو لاسونو لړزیدل هم ښايي په ځینو شدیدو مواردو کې څرګند شي.
• نفس تنګي
• زړه بدیدل
• سر ګرځیدل، او ګنګسیت
• تمرکز او تصمیم نیولو کې ستونزې
• د عضلاتو تنش یا راښکل کیدل او درد
• د ورمیږ، اوږو، ملا، غاړې، مټو ناڅرګند او ګرځنده دردونه.
• سر درد
• کله ناکله شدید وسواس پر جلد هم اغیز کوي او پر پوستکې یې هم ځینې نښې علامې څرګندیږي. لکه د پوستکي سوزیدل، په پوستکې د برقي شارټ یا ستنو په څیر احساس لرل او نور..
• تشناب ته بیا بیا تګ
• په غوږونو ناڅرګند اوازونه احساسول
• په پښو او لاسونو کې د کمزورۍ احساس

ضرور نه ده چې هر پر شدید وسواس اخته کس دې دا ټولې نښې ولري، کیدای شي له دې یو یا دوه ولري یا تر یادو هغو ډیرې مختلفې نښې علامې ولري. ځکه په لسګونو نورې فزیکي او رواني نښې علامې شته چې شدید وسواس یې د انسان په وجود او عصابو کې رامنځ ته کولی شي. مختلف خلک د شدید وسواس په وړاندې مختلف عکس العملونه ښيي. دا نښې یوازې د عمومي معلومات په موخه دي.

یادونه: دا نښې علامې د ځینو نورو شدیدو ناروغیو سره هم تړلې دي. نو ضروري ده چې د پورته نښو علامو د شدت په صورت کې له ډاکتر سره مشوره وشي. ځکه نورې فزیکي ناروغۍ شته چې هغه هم ورته نښې علامې رامنځ ته کولی شي.

د شدید وسواس او اندېښنې (anxiety ) ډولونه:

شدید وسواس او اندېښنه بیلابېلې بڼې لري. روانپوهانو یې بیلابېلې بڼې د هغو د ځانګړتیاوو سره په ګوته کړې دلته یې څو ډیرې عامې بڼې راخلو:

عمومي وسواس او اندېښنه (Generalised anxiety disorder ): دا له حده زیات، له کنټروله وتلي ځورونکي فکرونه دي. کیدای شي ستاسو د ژوند سره د تړلو بیلابېلو مسلو په اړه ویره، تشویش، اندېښنه و اوسي.

وقفه يي پنیک( وارخطايي) حملې (Panic disorder ) : دا داسې څه دي چې ډیره کله یې خلک د زړه له حملې سره توپیر نه شي کولی. سینه درد کوي. سا اخیستل زیات شي. د زړه درزا زیاتیږي. ښايي یو څوک د پنک یا د (وارخطايئ) د حملې پر مهال د ستونې د بندیدو احساس وکړي. خولې کیږي. لاسونه او پښې او کله ټول وجود ریږدي او لړزیږي. دا ډول حملې له شدید وسواس سره تړلي او له څو دقیقو تر څو ساعتونو پورې دوام کولی شي. او په وقفه يي توګه راځي. دا حملې کله شدیدې وي خو کله بیا خفیفې وي.

فکري عملي وسواس ( او.سي .ډي ) (Obsessive-Compulsive Disorder (OCD) ) : دا د انسان سره داسې ویره یا ویرې دي چې هغه عمل کولو ته هڅوي. د بیلګې په توګه ګومان کوي لاسونه یې خیرن دي، بیا بیا لاسونه وینځي، یا بیا بیا کور پاکوي، یا بیا بیا د اوبو نل ګوري چې پرانیستي خو نه دی پاتې. شیان بیا بیا چک کوي په داسې حال کې چې څوځل یې چک کړې وي. ښايي د شپې له خوا د خپل کور دروازه لسګونه ځلې وګوري چې بنده ده کنه. په (او سي ډي) چې ډیره عام ذهني اختلال دي اخته کسان خپلې ځانګړې ویرې لري او ددې ویرو په نتیجه کې اړ کیږي چې عمل وکړي او څومره چې د ویرې د لرې کولو لپاره عمل کوي هومره یې ویره زیاتیږي.

د اټکلي څیړنې له مخې په افغانستان کې له هرو درې کسانو یو یې په خفیف یا شدید وسواس او اضطراب اخته دی. ځینې باور لري چې ښايي شمیر یې تر دې زیات وي.

ټولنیزه ویره او وسواس(Social anxiety disorder ): دا د ویرې او وسواس داسې یوه بڼه ده چې پرې اخته کس له ټولنیزو حالتونو ویریږي. په ګڼه ګوڼه کې، په محفلونو کې او د خلکو د راټولیدو په ځایونو کې ګډون نه کوي او هڅه کوي له ټولنیزو ناستو ولاړو لرې واوسي.

له صدمې وروسته فکري ګډوډي( (Post-Traumatic Stress Disorder (PTSD ) : دا په ژوند کې د ناوړه پېښو له تجربې او لیدو وروسته د ستریس یو ډول دی چې خلک پرې د ژوند د صدمو وروسته له صدمو څخه په ذهن کې د پاتې یادښتونو له کبله اخته کیږي.

ځانګړې ویرې: پر یادو هغو سربیره د وسواس او ویرې ګڼ نور ډولونه هم شته . ځینې خلک ځانګړې ویرې او وسواس لري. د بیلګې په توګه ځینې خلک له اوبو، ځینې له خزنده وو، ځینې له لوړې ، ځینې خلک له ځانګړو ناروغیو او ځینې له نورو ځانګړو مواردو او څیزونو ویرې لري.

ولې ځینې خلک په شدید وسواس، اندېښنې او اضطراب اخته کیږي؟

د اټکلي څیړنې له مخې په افغانستان کې له هرو درې کسانو یو یې په خفیف یا شدید وسواس او اضطراب اخته دی. ځینې باور لري چې ښايي شمیر یې تر دې زیات وي.

په دې اړه تراوسه پورې کوم دقیق شواهد نه شته چې ولې ځینې خلک په وسواس اخته کیږي او ځینې نور بیا د ستونزو په وړاندې پیاوړي وي. خو په عمومي توګه ځینې څیړنې ښيي چې په ژوند کې شدید ستریس او ذهني فشار ددې سبب کیږي چې مغز کې د هغو کیماوي موادو توازن چې زموږ رواني وضیعت په ځانګړې توګه ویره، وسواس او اندېښنه کنټرولوي ګډوډ شي.

همدارنګه وسواس او شدیده اندېښنه ښايي ارثي هم وواوسي او په کورنۍ کې له یو نسل بل ته انتقال شي.

سخت، ستونزمن او له وهلو ټکولو سره تیر کړی ماشومتوب هم ځینې روانپوهان په وروسته عمر کې د وسواس د پیدا کیدو سبب بولي.

همدارنګه په ژوند کې ځینې سختې صدمې هم ښايي تاسو د وسواس او شدیدې اندېښنې لپاره په راتلونکې په ښه هدف وګرځوي.

د ژوند د چاپیریال ناوړه شرایط لکه جنګ جګړې هم په دې برخه کې اغیز لري.

په ژوند کې بې نظمې ، بې خوبې او کم خوبې، بې وخته خوراک ، الکول او نورې نشې، یوازیتوب، حسد، او ځینې نور شخصي بې نظمۍ هم د وسواس او خپګان سبب کیږي.

درملنه، ځان سره مرسته او ځان ساتنه

مهمه داده چې په وسواس اخته کس لومړی خپله ناروغي ومني او په دې پوه شي چې لیونی نه دی، خو په عصبي ګډوډۍ اخته دی، داسې چې درملنه یې کیدای شي. په وسواس او شدیدې اندېښنې اخته کس باید دا ومني چې کوم ژوند چې دا یې کوي کیفیت یې تر دې ښه کیدای شي. زموږ په ټولنه کې له دې مسلې د شرم او ننګ په نوم روایتي ناسم ذهنیت چاپیر دي. خلک د خپلې اندېښې او ژور خپګان یا نورو عصبي ستونزو په اړه خبرې نه کوي. خو که غواړئ باکیفیته ژوند وکړئ دا اړینه ده چې که نورو ته د خپل وضیعت په اړه معلومات نه ورکوئ لږ تر لږه له ځان سره یې ومنئ او د درملنې او رغیدو په لټه شئ. ځکه ژوند له ټولو بدرنګیو او ستونزو سربیره تر هغې ډیر ښکلی دی چې په وسواس یو اخته کس یې تجربه کوي. نو کله چې د درملنې نیت وکړي، بیا دوه لارې دي. یوه طبي مرسته، بله هم له ځان سره مرسته. زما په شخصي باور له ځان سره مرسته تر طبي مرستې مهمه ده. خو دلته یې له طبي مرستې پیلوو.

طبي درملنه

که چیرې تاسو د شدیدې ویرې او وسواس داسې نښې علامې لرئ چې ستاسو ورځنی ژوند یې له ستونزو سره مخ کړی وي نو ښه داده چې په لومړي قدم کې له یو عمومي ډاکتر سره سلا مشوره وکړئ.

هغوی به معلومه کړي چې ستاسو د وسواس اندازه تر کومه بریده ده. همدارنګه عمومي ډاکتر به دا هم معلومه کړي چې ایا کومه بله فزیکي ناروغي خو نه لرئ چې ستاسو ددې نښو او علامو سبب شي. که چیرې مو وسواس شدید او زیات وي ښايي د عصبي ناروغیو متخصص یا روانشناس ته مو معرفي کړي.

ډاکتر ښايي له تاسو ستاسو د علامو او نښو پوښتنه وکړي، ستاسو د عمومي روغتیا په اړه به معلومات ترلاسه کړي. که څه هم د انګزایټي یا شدید وسواس د تشخیص لپاره کوم ځانګړی معاینه نه شته خو ښايي ستاسو ډاکتر د ځینو نورو هغو فزیکي ناروغیو معاینات وکړي چې د شدید وسواس او اضطراب په څیر علایم پیدا کوي د بیلګې په توګه ستاسو د تایرود د غدې فعالیت ښايي د وینې د معاینې له لارې وګوري چې تیز یا ورو خو نه دی، ځکه تایرود غدې ناسم فعالیت هم وسواس ته ورته نښې علامې پیدا کوي. همدارنګه ځینې نورې ناروغۍ هم شته چې

د شدید وسواس او اندېښنې لپاره کومې طبي درملنې موجودي دي؟

درملنه تر ډیره په دې پورې اړه لري چې تاسو د وسواس له کوم ډول سره مخ یئ. خو عموما عصبي ډاکتران او روانشناسان لاندې د درملنې لارې چارې کله یوه له دې او کله دواړه کاروي:

رواني سلا مشورې: دا عموما روانشناسان وي چې ناروغانو ته رواني مشورې ورکوي چې څنګه له خپلې ویرې سره چلن وکړي؟ ویرې یې څومره پر ځای دي؟ څنګه له منفي فکرونو ځان ژغورلی شي؟ او څنګه له اوسني وضیعت وتلی شي؟ عموما یو له هغو لارو چې دوی کاروي هغه ادراکي – سلوکي درملنه ( cognitive-behavioural therapy (CBT) ) چې په کې روانشناسان هڅه کوي چې ناروغ له هغه څه سره چې نوموړې ترې ویره لري مخ کړي. او په دې توګه د هغه فکر او چلن ورغوي.

درمل: د شدید وسواس او اندېښنې لپاره د ستریس او خپګان ضد درمل هم ډاکتران تجویز کوي. دا درمل د وسواس نښې کموي او په ډیر مواردو کې مؤثر دي. خو ځینې له دې درملو څخه جانبي عوارض هم لري.

هغوی چې درمل ورته تجویز کیږي باید په کمه اندازه یې پیل کړي او جانبي عوارض یې له ډاکتر سره په مشورې وڅاري. عموما په لومړیو ورځو کې یې جانبي عوارض زیات وي وروسته کمیږي او په ځینو مواردو کې بیخي له منځه ځي.

حد اقل یوه میاشت باید درمل وخوړل شي څو یې په درملنه کې اغیز احساس شي.

ډاکتران عموما ناروغانو ته سپارښتنه کوي چې د څو میاشتو لپاره درملو ته دوام ورکړي او پرلپسې یې د نتیجې په اړه ډاکتر سره خبرې وکړي. د عصابو لپاره ورکول کیدونکي درمل باید ورو ورو د ډاکتر په لارښونه او سپارښتنه پرېښودل شي.

د عصابو هر ډول درمل باید د ډاکتر په مشوره او سپارښتنه په ټاکلي اندازه پیل شي او ډاکتر په سپارښتنه پرېښودل شي. په خپل سر خوړل یې نه جبرانیدونکي زیانونه لري او درملتونونو ته اجازه نه شته چې د ډاکتر له نسخې پرته دا ډول درمل وپلوري. هغوی چې په خپل سر د عصابو درمل کاروي له خپل ژوند سره لوبې کوي.

ځان سره مرسته او ژوند بڼه کې بدلون

کله چې درته ثابته شوه چې په شدید وسواس، تشویش او اضطراب اخته یې، نو دا هغه وخت چې باید خپله پریکړه وکړې. ډاکتر او درمل تر یوه حده مرسته کولی شي. خو له دې وضیعت څخه د وتلو لپاره د ناروغ تصمیم او پریکړه شرط ده.

په ژوند بڼه کې باید مهم بدلونونه راولي. لاندې چارې باید ناروغ خپله ترسره کړي څو له شته وضیعت څخه ووځي:

پوره خوب

بې خوبې یا کم خوبې د تشویش یو هم سبب دی. نو که غواړې له بې ځایه وسواس او تشویش څخه ووځې باید خوب پوره کړې. دا سمه ده چې ډیر کله د هغوی لپاره چې په وسواس اخته وي خوب کول یا تر ډیره ویده پاتې کیدل سخت وي. خو باید د خوب لپاره د ځانګړو لارو چارو په غوره کولو خپل خوب منظم کړې او ښه خوب ته دوام ورکړې څو بالاخره ستا د ذهني سلامتۍ سبب شي.

منظم خواړه

منظم خوړو نه موخه دانه ده چې هره ورځ دې غوښې او پلاوونه وخوري. بلکې په وخت د صحي خوړو خوراک اړین دی. سهار باید سبانارۍ قضا نه کړې، غرمه پر وخت ډوډۍ وخورې او د شپې تر ویده کیدو څو ساعته مخکې باید ډوډۍ وخورئ. باید بیلابیل شیان وخورئ په ځانګړې توګه سبزي او حبوبات چې په وجود کې مو د ځینو موادو کمی پوره شي.

منظم ورزش

هغوی چې منظم ورزش کوي ډیر کم په ژور وسواس یا ژوره اندېښنه اخته کیږي. نو که تاسو پخوا دا کار نه وي کړی اوس یې پیل کړئ د ورځې نیم ساعت فزیکي فعالیت په منظمه توګه ستاسو رواني سلامتي بیرته درکولی شي. همدا نن یې پیل کړئ او د ښه خوب او ښو او پر وخت خوړو سره ورزش ته هم مخه کړئ.

دعا او عبادت

د نړۍ ټول روانپوهان په دې یوه خوله دي چې دعا او عبادت ستاسو منفي فکرونه کمولی شي او له تاسو سره د سکون په ترلاسه کولو مرسته کوي. نو د وسواس د ختمولو لپاره دعا او عبادت له یاده مه باسئ.

ټولنیزې اړیکې

په شدید وسواس عموما هغه کسان ډير اخته کیږي چې په ژوند کې سستې ټولنیزې اړیکې ولري. نژدې دوستان یې کم وي او د کورنۍ له غړیو سره یې هم روابط ګډوډ وي.

لږ تر لږه په ژوند کې باید پنځه ډیر نژدې دوستان یا پنځه اړیکې داسې ولرئ چې تاسو پرې حساب کولی شئ. او د زړه راز ورسره شریکولی شئ. په دې پنځو اړیکو کې ښايي ستاسو مور، ورو، خور، کاکا، ماما او یا له کورنۍ بهر ځینې ښه دوستان شامل وي. چې ورسره ناسته ولاړه وکړئ، خبرې ورسره وکړئ او خپلې ستونزې ورسره شریکې کړئ.

که داسې کسان ولرئ تر ډيره کولی شئ په اسانۍ له شدید وسواس او اندېښنې راووځئ ځکه ښه دوستان د زړه تر ټولو لوی ډاډ دی.

سفر وکړئ

دا اسانه نه ده. خو کله ښه دی چې خپل ځای بدل کړئ. له یو ښار څخه بل ته تګ او هلته له دوستانو سره څو خوږې شپې ورځې تیرول یا یو بل هیواد ته د تفریح لپاره تلل، یا لږ تر لږه یو داسې ځای ته ورتګ چې ښکلی طبیعت ولري د وسواس او ژور خپګان په کمولو کې ډیره مرسته کوي.

پر دې سربیره تاسو په خپل ورځني ژوند کې ګڼ نور

څنکه له ژور خپګان ځان وساتئ:

که تاسو جوړ یئ نو ددې لپاره چې رواني سلامتي مو وساتئ او په داسې یو وضیعت اخته نه شئ چې په ژوند کې مو هر څه پیکه او بې خونده شي نو پورتني یاد شوي کارونه مخکې له هغې وکړئ چې په وسواس اخته شئ. که پر وخت او ټاکلي خوب وکړئ، منظم خواړه وخورئ، مونځ او عبادت وکړئ، منظم ورزش وکړئ، ښه دوستان ولرئ او په ټولنیزو ناستو ولاړو کې برخه واخلئ. د خلکو په وړاندې ښه نیت ولرئ. مثبت فکر وکړئ نو هیڅکله شدید وسواس یا اندېښنه نه شي کولی چې ستاسو ذهن ګډ وډ کړي.

نوټ: دا لیکنه مو چې ولوسته، موږ ددې معلوماتو په راټولولو او پښتو کولو کافي زحمت ګاللی نو تاسو هم یو زحمت وګالئ.

دا لیکنه له نورو سره شریکه کړئ.
او ددې لپاره چې په شدید وسواس زموږ ټولنه کې څوک خبرې نه کوي هر سړی ترې پټ ځوریږي، نو خپل نظر مو ولیکئ. څو پر موضوع بحث راپورته شي او خلک پر هغه څه چې زموږ ژوند او خوښې یې اخیستي خبرې وکړې او د حل لارې ورته راووځي. مننه

________________________________________
سرچینې:

“Anxiety & Panic Disorders Health Center,” WebMD.com, http://www.webmd.com/anxiety-panic/guide/mental-health-anxiety-disorders
“Anxiety disorders,” National Institute of Mental Health, http://www.nimh.nih.gov/health/publications/anxiety-disorders/index.shtml
“Anxiety disorders,” Mayoclinic.com, Mayo Clinic Staff, http://www.mayoclinic.org/anxiety-disorders/types.html
image source: lavanyaayurveda

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */