سیاست

له ایران سره پر اوبو جنجال؛ څه ورسره وکړو؟

د افغانستان په اړه د بدنیتیو د دوام په لړ کې دا ځل د ایران حکومت د هلمند پر اوبو له افغان لوري سره ناندرۍ پيل کړي.

د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف د یوې مرکې پرمهال ادعا کړې، چې افغان حکومت ورته د هلمند له سینده د وربهیدونکو اوبو کچه کمه کړي.

دغه هېواد خبرداری ورکړی، چې د وربهیدونکو اوبو د زیاتیدو لپاره به پرافغان حکومت له مختلفو لارو؛ له هغې ډلې په ایران کې پر مېشتو افغان کډوالو د قیوداتو له زیاتولو سره فشارونه زیات کړي.

ایران ظاهراً دا ناندرۍ پخپله خاوره کې د وچکالۍ او د اوبو د کمښت د بې ساري زیاتوالي په غبرګون کې پیل کړې، خو واقعیت دا دی چې دا هېواد د دې ناندرۍ له ترسره کولو سره نورې څنګزنې او لوړې موخې تعقیبوي.

سیاسي فشارونه
ایران په وروستیو کې له سختو نړیوالو فشارونو سره مخ دی. امریکا متحده ایالاتو د ایران د اټومي پروګرام د دوام له کبله یو ځل بیا پر ایراني حکومت سخت اقتصادي بندیزونه لګولي، چې ایران یې سخت وارخطا کړی دی.

څه موده مخکې د ایران یوه دولتي خبري اژانس په ایران کې له یوه لوړپوړي افغان دیپلومات سره د ځانګړې مرکې پربنسټ یو جوړشوی راپور پخپلو سرټکو کې خپور کړی او هیله مندي ښودلې وه، چې افغان حکومت به د امریکا د یوه نیږدې متحد په توګه له هغه هېواد څخه پر ایران د بندیزونو د نرمولو غوښتنه وکړي.

پر افغان حکومت د فشار راوړلو له دې هڅو څخه په ډېر ګومان د ایران یوه موخه دا ده، چې افغان لوری له امریکا څخه پر ایران د فشارکمولو غوښتنه وکړي.

په ورته ډول ایراني چارواکي امریکا ته داسې ښودل هم غواړي، چې د افغانستان د یوه ګاونډي په توګه څه د اوبو د جنجال په پلمه، څه د وسله والو طالبانو د ملاتړ زیاتولو په وسیله او څه په نورو بڼو د افغانستان ـ امریکا متحده ایالاتو موخې ننګولای شي.

په همدې دلیل دغه هېواد کله له روسیې، چین او پاکستان سره په ګډه د طالبانو جدي ملاتړ کوي، كله په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ د امریکا او متحدینو حضور تر پوښتنې لاندې راولي او کله په افغان سیاست کې د خپلو نفوذي څېرو په وسیله د افغان حکومت د اقتصادي پياوړتیا او پرمختیا هڅې له ستونزو سره مخ کوي.

د افغان حکومت فرصتونه
افغان حکومت که د ایران پر وړاندې له قاطع او مدبرانه دیپلوماسۍ څخه کار واخلي، بهترین فرصتونه په لاس کې لري.

څه موده وړاندې د ترټولو لوړپوړي استخباراتي مقام په توګه د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریس معصوم ستانکزي ایران د وسله والو طالبانو په ملاتړ تورن کړ. ښاغلي ستانکزي وویل، چې له طالبانو څخه د ایران د ملاتړ اسناد هم ورسره موجود دي.

په دې برخه کې د ناټو او امریکا چارواکي هم تر ډېره له افغان حکومت سره یوه خوله دي.

سربېره پردې د امریکا مشهور افغاني الاصله سیاستوال او د افغانستان لپاره یې زر اعلانیدونکي ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد څه موده مخکې ایران تورن کړ، چې پر طالبانو سربېره د القاعدې ډلې د بیا سرپورته کولو لپاره منظم کار کوي.

ایران په افغانستان کې د ګڼو فاحشو لاسوهنو ترڅنګ په سیمه ییزه او نړیواله کچه په ګڼو سرغړونو او خپلسریو تورن دی.

که افغان حکومت غواړي، چې د دغه هېواد له شره په امان شي، لومړی خو غوره ده چې له دیپلوماتیکو هڅو کار واخلي؛ که بیا دا هڅې مطلوبه پایله نه ورکوي غوره ده، چې هم د اوبو پر سر د جنجال د حل لپاره د ملګرو ملتونو اړوندو مراجعو ته راکاږل شي او هم یې د نورو مداخلو د څېړنې او پر وړاندې یې د موضع ګیرۍ لپاره حکومت په جدیت سره لاس په کار او ایران د فشار او قوت له دریځه زموږ پر وړاندې د زیاتو کړو بدنیتیو پای ته رسولو ته مجبور کړي!

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ارشاد رغاند

ارشاد رغاند ځوان لیکوال، څیړونکی او فعال دی چې د یاران لپاره په روانو سیاسي او ټولنیزو چارو لیکنې کوي.