سپورټ

لغمان به کې د روان کال تر پایه د کرکټ لوبغالي جوړیدو چارې بشپړې شي

د کرکټ بورډ چارواکو ختیځ زون ته سفر په ترڅ کې نن د لغمان ولایت کې د کرکټ لوبغالي د رغونې چارو لېدنه وکړه.

د کرکټ بورډ مشر عاطف مشعل د بورډ د یو شمېر نورو غړو سره یوځای ختیځ ته سفر کړی چې یې ننګرهار او کونړ ته له سفر وروسته دا ځل لغمان هم ولیده.

لغمان کې یې د کرکټ د لوبغالي د رغنیزو چارو لیدنه کړې او ژمنه یې کړې چې دغه لوبغالی به د روان کال تر پایه بشپړ شي.

د کرکټ د دغه لوبغالي د جوړولو د بنسټ ډبره په ۲۰۱۶ کال کې د جون په ۲۲ کېښودل شوه او هلته هم ژمنه شوې وه چې لومړي کارونه به یې په شپږو میاشتو کې بشپړ شي، خو لا تر اوسه د دغه لوبغالي د چارو په جوړولو نږدې دوه کاله تېریږي او لا یې کارونه نه دي بشپړ شوي.

د کرکټ د دغه لوبغالي د بنسټ ډبره د بورډ د پخواني مشر نسیم الله دانش په وخت کې کېښودل شوې وه.

د کرکټ بورډ مشر ختیځ ته په خپل سفر کې ننګرهار او کونړ ته هم سفرونه وکړه.

نوموړي ننګرهار ته په راتګ سره د ختیځ زون کرکټ بورډ لپاره نوی مسؤل وټاکه.

مخکې د ختیځ زون د کرکټ بورډ مسؤل بختیار ساحل وو، چې اوس یې د بورډ لخوا ځای ناستی روح الله ترخیل نومول شوی او معرفي شوی دی.

تر دې وروسته عاطف مشعل بیا کونړ ته هم سفر کړی وو، چې په هغه ځای کې د کونړ والي سره لیدنې سربېره یې د کونړ له لوبغالي هم لیدنه کړي.

کرکټ بورډ په خپله رسمي فیسبوک پاڼه لیکلي چې د بورډ مشر په دغه سفر کې د روانو احمد شاه ابدالي د څلور ورځینو سیالو ننداره هم وکړه.

د کرکټ بورډ مشر وروسته له هغې ختیځ ته سفر وکړ چې په کرکټ بورډ یو شمیر بدلونونه هم راوستل شوه.

په دې بدلونونو کې د هیواد د کرکټ ختیځ زون مشر لرې او پر ځای یې روح الله ترخیل وټاکل شو، د کورني کرکټ لپاره بیا هستي ګل عابد غوره شوی، په دولت احمدزی بیا د ۱۹ کلنو د ځوانانو د روزنۍ د مسؤلیت باور شوی او خالقداد نوري د امو زون د مسؤل په حیث مقرر شوی دی.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ابوبکر عليزی