Advertisements
رسنۍ سپورټ نړیوال کرکټ

لس هغه کرکټ لوبغاړي، چې غوره اخلاق یې لرل

ليکنه: سميع الله درانی

د کرکټ په نړۍ کې داسې لوبغاړي هم شته، چې په خپلو بدو اخلاقو یې د خلکو زړونه مات کړي دي؛ خو د دوی اپوټه ( برعکس) داسې لوبغاړي هم شته، چې په ښو اخلاقو یې خلک د ځانونو په ستاینه اخته کړي دي.

دلته لس هغه لوبغاړي درپېژنو چې د کرکټ په معصر تاریخ کې یې غوره اخلاق درلودل او یا یې اوس هم لري.

راهول ډراوېډ

د هندوستان غوره توپ وهونکی و، دی د ښې لوبې کولو ترڅنګ د ښو اخلاق څښتن لوبغاړی هم و، نوموړی په آې پي ایل کې د راجستان لوبډلې لوبډلمشر هم پاتې شوی او له ډوني وړاندې د هندۍ لوبډلې لوبډلمشر هم و؛ په خپله لوبډلمشرۍ کې یې له لوبغاړو او لوبڅارانو سره هیڅ زشت چلند نه دی کړی.

نوموړی یو له هغو لوبغاړو دی، چې د غوره ورزشکارانو په نوملړ کې شامل دی.

ایم ایس ډوني

د ایم ایس ډوني د نوم په اخېستلو سره د هغه عاجزه څېره د خلکو ذهنونو کې انځورېږي، ډوني چې د هندۍ لوبډلې هيټر توپ وهونکی دی او له ۲۰۰۷ م کال څخه د نوموړې لوبډلې لوبډلمشر هم و؛ په لوبغاړو کې د غوره اخلاقو څښتن و.

د سپورټس کیډا په نامه وېب پاڼه وایي، د هغه ټول تصمیمونه معقول وو، له لوبغاړو او لوبڅارانو سره یې د خپل کرکټ په دنده کې هیڅ ډول لانجه نه ده راغلې.

کله چې یې له لوبغاړو لوبه کاواکه شي، یواځې سترګې رپوي او بس.

کومار سېنګاکارا

د سریلانکا کیڼ لاسی توپ وهونکی او لوبډلمشر و، د غوره لوبغاړي ترڅنګ د غوره اخلاقو څښتن هم و؛ هغه خورا ارام لوبغاړی و او د هیڅ لوبغاړي پر وړاندې یې ناسم چلند نه کاوه.

مایکل هسي

د اسټرالیا کیڼ لاسی توپ وهونکی و، ده ته یې یو وخت کې د کرکټ په نړۍ کې د چېسېنګ یا د منډو د پوره کولو ماشین وایه، ده د اسټرالیا لپاره په منځنۍ برخه کې توپ وهنه کوله او ډېری وختونه به یې د لوړو اړتیا منډو په پوره کولو کې مثبت رول لوباوه، ده ته د کرکټ ماسټر ویل کېده او علاقه مند اخلاقي لوبغاړي باندې هم مشهور و.

انډریو فلېن ټاف

ډېری خلک ښایي دا ونه مني، چې انګلستانی انډریو فلېن ټاف دې، د غوره اخلاقو لوبغاړی وي، د سپورټس کيډا وېب پاڼه وایي، هغه خورا مهربانه لوبغاړی و.

موتیاه مورالي تارن

د سریلانکا ډېر خطرناک سپېن توپ اچوونکی و، که څه هغه ځېنې وختونه تېروتنې کړي دي، خو په ډېری ټولنیزو مسئلو کې یې ګډون د دې لامل شو، چې هغه د خواخوږو او غوره اخلاقو لرونکو لوبغاړو په قطار کې راولي.

اجېنکیا رهانی

اجېنکیا رهانی د هندۍ لوبډلې ټاپ ارډر توپ وهونکی دی، هغه د ارام طبیعت څښتن دی، سینه یې پراخه او حوصله یې ستره ده، په هر حالت کې ترې لوبغاړي بده خاطره نه لري.

اوسمهال په آې پي ایل سیالیو کې د راجستان لوبډلې لوبډلمشر دی.

سورېش رېنا

سورېش رېنا د هندۍ لوبډلې کیڼ لاسی توپ وهونکی و، په ډېری لوبو کې یې د هند لپاره د هیټر رول لوباوه او د ښې توپ وهنې ترڅنګ د مناسبو اخلاقو څښتن لوبغاړی هم دی.

ډانیئل وېټوري

ډانیئلل وېټوري د نیوزلېنډ کیڼ لاسی توپ وهونکی، سپېن بالر او پخوانی لوبډلمشر دی، د ده د اخلاقو په اړه همدومره کافي دي، چې دوه ځلې یې د غوره اخلاقو کرکټ لوبغاړي جایزه ترلاسه کړې ده.

سچېن ټېنډولکر

د سلو سلیزو پاچا ټېنډولکر د هندۍ لوبډلې ټاپ ارډر توپ وهونکی و، هغه له ښوونځي دورې نیولې تر کرکټ پورې له چا سره بده رویه نه ده کړې او تل یې له نرمۍ کار اخېسته.

Advertisements

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سمیع الله درانی