اقتصاد

لس عادتونه چې د یو شخص بریاوې او پرمختګ ورسره تړلی دی

لېکوال: هیري فورډ
ژباړه: غازي عابد

اکثره خلک د زیاتو ورځنیو فعالیتونو له امله د لا ډیر پرمختګ په اړه فکر کولو ته وخت نه لري، هیڅ وخت په لاس نه ورځي چې فکر او سوچ ته یې ځانګړی کړي.

خو خپلو مثبتو عادتونو ته د پرمختګ او پراخوالي په ورکړې سره کیدای شي چې د لا ډیر پرمختګ او مخکې تلنې لپاره یې هم کار وشي.

دلته ځیني ساده او واضح لارې چارې دي چې کولی شو ترې په استفادې سره پرمختګ وکړو:

۱- ورځ مو له مثبت ذهنیت سره پيل کړئ

که هر سهار له ښه ذهنیت سره پاڅیږو نو دا د ورځې لپاره یو ډول تعهد او د ذهن لپاره یو مثبت او پرځای چوکاټ بللی شو.

همداراز موږ باید ذهناً دې ته چمتو اوسو، چې کوم ډول مو نن یا سبا لپاره پلان نیولی ممکن په هغه ډول سره مخته لاړ نه شو او له ځینو ستونزو او ننګونو سره مخ شو، ځکه حتمي ده چې کله ناکله ستونزې رامنځته کیږي.

۲- تل منندویه او شکرګذاره اوسئ

باید تل شکرګذاره اوسو او د ژوند په ښو خواوو ډیر تاکېد و پام وکړو. ځیني خلک په ډیرو کوچینو او عادي کارونو او شیانو شکر اوباسي، چې بلاخره دا یې بیا وروسته د سترې خوښۍ سبب کیږي، لکه کورنۍ، ملګرو، روغ صحت او ازادۍ او نورو مهمو فرصتوو او وختونو ځیني خوند اخیستل او پرې شکر ایستل.

کله چې مو په دې شکر وویست او منندویه شو، نو له دې معلومیږي چې موږ ډیر ممنون او شکرګذاره خلک یوو.

۳- تل د نویو څه زده کولو (تازه زده کړې) په لټه کې اوسئ

د خپل ذهن د فعاله ساتلو لپاره باید تل هڅه وکړو چې له هرڅه او نویو خبرونو ځان خبر کړو.

که هرڅومره مو وس رسي، باید د یو نوي لغات او یا که لږ معلومات هم وي، ترلاسه کولو کې يې ټکني نه شو. ځکه که داسې د ځان خبرونې کوښښ وکړو تل به ځیرک او ویښ انسانان یوو.

۴- خنده وکړئ، خو پرځای

طنزونه لولۍ او ځینې وخت ټوکې هم کوۍ، څو طبعیت مو خوشحاله شي او سستي درځیني لرې شي. خندوونکی او په ورین تندي ګرځېدلو سره مو هر ډول فشار کمیږي، هر څه راته روښانه کیږي او ذهن و پام مو له غمجن حالته، خوشحاله حالت ته اوړي. خو پام وي چې باید هر څه په چوکاټ کې وشي.

۵- له نورو سره په مسکا مخامخ شئ

کله چې په اداره او یا بل کارځای کې ګرځو او راګرځو نو باید هڅه وکړو چې له خپلو همکارانو او کارکوونکو سره د مخکېدو پرمهال مسکي اوسو، ځکه دا مسکا هغوی ته یو ډاډ ورکوي چې ګواکې ترې راضي یوو، نو که دا کار مو وکړ، مقابل لوري ته به د لا ډیر کار ښه احساس ورکړي.

۶- نورو ته افرین وواييئ، مه یې پیښمانه کوئ

که مو ولیدل چې په ښوونځي یا کارځای کې یوه ملګري نوی شی اخیستی وو او ښه معلومېده او یا یې هم په ټولګي کې ښه پریزینټیشن وړاندې کړ، هغه مه پرې پيښمانه کوئ بلکې افرین او کور ودانی ورته وواییئ. ځکه هر انسان مثبته پایله او غبرګون خوښوي.

۷- خپل خاوند/ښځې، د کورنۍ غړي او ملګري ته قدردانی او ارزښت ورکړئ

کله چې موږ ته څوک ارزښت راکړي یا راته په درنه سترګه وګوري، نو موږ داسې احساس کوو چې هغه کس راته قدردانی او راسره مینه کوي، په داسې حال کې بیا موږ فکر کوو چې یو بل نه قربان او سره نیږدې یوو.

۸- نورو سره د مهربانۍ چلند وکړئ

ځیني کارونه د نورو سره د ښیګڼې او مهربانې له مخې هم کوئ، لکه یو سپین ږیری له لاسه ونیسه او په ارامه یې له لښتي پورې باسئ. که کله مو په کوم میز ډوډۍ وخوړه، له ډوډۍ خوړلو وروسته یې پاک صفا کړه، که څه هم ستا مسوولیت نه وي. د ګاونډي بچیان له ځانه سره چکر یا پارک او ښوونځي ته بوځئ، دا کار مو ترمنځ د ښګڼې او مرستې روحیه ژوندۍ ساتلی شي او ترمنځ مو د مهربانۍ چلند قوي کیږي.

۹- ښه اورېدونکي شئ
د نورو خبرې او نظریې باید واورو، که څه هم ورسره موافق نه یوو، همداراز ډیره هڅه باید وکړو چې د نورو خبرې مخکې له بشپړیدو بې ځایه قطعه نه کړو، ځکه ښه اوریدونکی باید دا کار ونه کړي، کیدای شي څه ترې زده کړي.

۱۰- له لسو تر پنځلسو دقیقو پورې خاموش پاتې شئ

هڅه وکړئ چې یو بریک یا دمه واخلئ، ځکه ضرورت لرئ چې څو بیا با انرژي او تازه شئ.

تر پنځلس مینټو پورې وقفه کول مو بیرته د کار لپاره داسې تازه او چمتو کوي چې هر څه به په حوصله سره وکولی شۍ.
نو د پورتنیو لارښوونو په عملي کولو سره کولی شو چې موږ یو ښه او کامیاب ژوند ولرو. همدرانګه که پورتنۍ ځانګړنې خپلې کړو وبه شو کولی چې بدلون راولو او خوښۍ زیاتې کړو.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */