کلتور او هنر

لتا منګیشکر: د فلمونو اوسنۍ موسیقۍ د پخوا په مقایسه ډیره بدله شوې

لیکنه: ياران

 

د هندوستان وتلې او نامتو ستدرغاړې لتا منګیشکر وايي، اوس موسیقي د پخوا په مقایسه ډیره بدله شوې. په ځانګړې توګه په هندي فلمونو کې اوسنۍ موسیقي هغه موسیقي نه ده چې لسیزې مخکې په فلمونو کې کاریدله.

لتا منګیشکر چې له هندوستان بهر په سیمه او نړۍ کې یې هم سندرې میلونونه مینوال لري په دې میاشت کې 88 کلنه شوه.

نوموړې په یوې ځانګړې مرکې کې ددې پوښتنې په ځواب کې چې تیر عمر ته په کوم نظر ګوري ویلي:

” ما تیر کلونه ونه شمارل، بس روانه وم او هغه کار چې قسمت راته ټاکلی و هماغه مې کاوه، اوس چې تاسو رایاد کړل نو پام مې شو چې څومره اوږده کلونه وتلي دي.“

لتا په دې مرکې کې ویلي، په تیر عمر کې ډیرې پيښمانۍ نه لري، یوازې یوه پښیماني لري چې خدای ماته هر څه راکړي و خو ما د موسیقۍ ریاضت ته هومره وخت چې پکار و ورنه کړی شو.

کله چې له لتا منګیشکر خبریال وپوښتل چې په تیرو کلونو کې موسیقي بدله شوې ایا دې دا بدلون احساس کړی؟

لتا یې په ځواب کې وايي:

” یقینا چې ما دا بدلون احساس کړی، په ځانګړې توګه په فلمونو کې موسیقي د کلونو په تیریدو ډیره بدله شوې ده. زه اوس فکر نه کوم چې موسیقي په فلم کې هماغه ځای ولري چې یو وخت یې درلود. “

د هندوستان دې نامتو سندرې غاړې د خپلې اته اتیا کلنۍ په مناسبت مرکې کې ویلي:

” زما په یاد دي چې کله زه د لومړي ځل لپاره د لوی کمپوزر ماسټر غلام حیدر سره مخ شوم ، هغه زما کار څاره. هغه ماته وښودل چې هغه کلمې چې زه یې په سندرو کې وایم څومره مهمې دي، او څنګه باید هر ټکي چې سندره کې یې وایم خپل کړم. هغه ماته رازده کړل چې کله زه د فلم لپاره د بګراونډ سندره وایم، زه باید په دې فکر وکړم چې د چا لپاره زه سندره وایم او د څه ډول یو وضیعت لپاره دا سندره ده؟ “

لتامنګیشکر وايي، باور لري چې اوس په فلمونو کې د موسیقۍ په برخه کې دومره وړو خو مهمو ټکو پسې څوک نه ګرځي. او فلمونو کې موسیقۍ ته هغه ځای چې پخوا یې درلود نه ورکول کیږي.

لتا په دې مرکه ویلي” زما پر سندرو او موسیقۍ تر ټولو ډیر اغیز د ماسټر غلام حیدر و. سمه ده چې نورو هم پر ما اغیز درلود خو له ماسټر صاحب ما د سندرو ویلو اساسات زده کړل. زه باور لرم که زه له هغه سره نه وی مخ شوی نو زه به سندرغاړې نه وم.“

لتا منګیشکر زیاته کړې چې د خپلو همزولو ښځینه سندرغاړو سره یې تل ښه دوستي پاللي او له یو بله یې زده کړه کړې ده. نوموړې ګیتا، کویتا او الکا یګنیک د خپلو ښو دوستانو په توګه یادې کړې دي. او ویلي دې له الکا سره په وټس اپ تماس لري او هغه ورته خپلې سندرې او عکسونه استوي.

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران