سپورټ

لاهور قلندرز د «PSL» لوبو لړۍ کې ۵ پرلپسې ماتې وخوړې

د پاکستان د کورني کرکټ «پي اس ایل» ۲۰ اوریزه تجارتي سیالیو دریم پړاو سیالۍ په متحده عربي اماراتو کې پیل شوې دي، چې پکې لاهور قلندرز د نیوزیلینډي برینډن مکلم په لوبډلمشرۍ کې په ۵ پرلپسې لوبو کې ماتې وخوړې.

په متحده عربي اماراتو کې د پاکستان د دریم پړاو ۲۰ اوریزه کرکټ تجارتي سیالۍ د تیرې فیبرورۍ میاشتې په ۲۲ مه نېټه پیل شوې دې، چې تر دې مهاله پکې د ۱۴ لوبو لړۍ پای ته رسیدلې ده.

په ترسره کړیو سیالیو کې کراچۍ کینګز لمړی، ملتان سلطانز دویم، پیښور زلمي دریم، کویېټه ګلیډ ایټرز څلورم، اسلام اباد یونایټیډ پنځم او د لاهور قلندرز لوبډله په وروستي شپږم مقام کې ځای لري.

د «PSL» یاد پاکستان سوپر لیګ کرکټ تجارتي سیالیو کې دا ځل ۶ لوبډلې لوبیږي، چې ملتان سلطانز لوبډلې پکې د لمړي ځل لپاره ګډون کړی دی.
د دې لیګ سیالیو په لمړي راونډ کې به شپږ واړه لوبډلې دوه ځلې یو بل سره مخامخ شي، چې د ډیرو لوبو او امتیازونو ګټونکې څلور لوبډلې به دویم پړاو ته لار پیدا کړي.

د پاکستان د کورني کرکټ «پي اس ایل» دا ۲۰ اوریزه سیالۍ په پاکستان کې د امنیتي ستونزو له کبله د پاکستان پر ځای په متحده عربي اماراتو کې ترسره کیږي، خو د تیر دویم پړاو راهیسې د پاکستان کرکټ بورډ چارواکي او حکومت هڅه کوي، چې د دې لیګ وروستۍ سیالۍ په پاکستان کې ترسره کړي.

د معلوماتو له مخې، د دې لیګ د تیر دویم پړاو وروستۍ لوبه د پاکستان په لاهور کې ترسره شوه، خو دا ځل ویل کیږي، چې د ټورنمنټ وروستۍ ۳ مهمې لوبې به د پاکستان په لاهور او کراچۍ کې ترسره شي.
تر دې مهاله په ترسره شویو دوه پړاونو کې د لمړي ځل لپاره د اسلام اباد یونایټیډ او د دویم ځل لپاره د پیښور زلمي لوبډلې د اتلولۍ جام خپل کړی دی.

د یادونې وړ ده، چې د پاکستان سوپر لیګ د دریم پړاو سیالۍ به د مارچ میاشتې تر ۲۵ مې نېټې پورې دوام وکړي.

 

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

احسان الله ساپی