د ګټې خبرې

لارې ورکې کړئ چې ورکې يې نکړئ !

ليکوال: سنګر منګل – بروکسل ، بیلجیم

مونږ او تاسو ټول په دې پوهېږو  چې يوه چاره بې زحمته نه ترسره کېږي ترڅو خولې تويې او ځان ستړی نکړو، په دې برخه کې له تېرو زمانو څخه متلونه او شعرونه هم را پاتې دي. د بيلګې په توګه هغه چې وايي:

بې زحمته راحت نشته زما وروره

که راحت غواړې زحمت درلره بویه

مونږ دا ځل تاسو ته په همدې اړه يو څو مشورې او لارښوونې لرو هيله ده چې د لوستلو لپاره يې لږ وخت ورکړئ. کله چې مو ذهن پر کوم څه نه خلاصېده بې له دې چې له کوم بل چا مرسته وغواړئ پرې يوازې کوښښ وکړئ ان که ستاسو دا هڅه مودې ونيسي بيا هم دوام ورکړئ تاسو به له يوې ستړې کوونکې چارې يوه له تجروبې ډکه مثبته پايله ترلاسه کړئ، باک نشته که ستړي شوئ.

که تل د نورو پر مرسته خپلې چارې پر مخ بوزئ ښايي کله مو داسې وخت په ژوند کې هم راشي چې نور نه وي بلکې يوازې تاسو اوسئ، دلته نو تاسو خپل ځان لپاره بسنه نه کوئ، ښکاره خبره ده چې تاسو به د يو ډېر ساده کار د سرته رسولو وړتيا هم خپل ځان کې نه وينئ، هلې ځلې به مو د يوې بې وزره مرغۍ د الوتو په څېر وي او هيڅ څه به مو لاس ته نه راځي.

ليکوال: سنګر منګل – بروکسل ، بیلجیم

يو داسې ښار ته يوازې لاړ شئ چې په پرمختللې او نوې ټکنالوژۍ سمبال وي، زياتې مشابه سيمې او لوړ پوړيزې ودانۍ ولري د خلکو ګڼه ګوڼه هم پکې زياته وي چې تاسو پکې لاره ورکه کړئ او له ډېرو ګرځېدو ستړي شئ تر هغې چې بېرته لاره پيدا کوئ ستاسو لاره ورکېدل او ستړيا ستاسو لپاره بشپړ پند دی بيا ځلي نه لاره ورکوئ او نه هم ستړي کېږئ، باک نشته که تکليف شوئ.

او همدارنګه پر خپل مټ مو متکي کېږئ، له خپلې وړتيا او ځواک څخه مو درته پرده هم پورته کېږي او بلاخره پوهېږئ چې تاسو څوک ياست او د څه کولو قابليت لرئ.

له دې وروسته تاسو هره سخته چاره په اسانۍ ترسره کوئ او هره ستونزه په سړه سينه حلولی شئ، تاسو باوري کېږئ چې اوس هره کړنه پرته د نورو له مرستې پر يوازې ځان ترسره کولی شم او ځواکمن يم.

له دغو يادو لارښوونو څخه وروسته تاسو د خپل ځان او کورنۍ رهبر شوئ، اما تاسو بايد نه يوازې دا چې خپلې ستونزې حل کړئ او خپل ځان رهبري کړئ بلکې خپلې تجروبې او د بريا راز مو تر نورو هم ورسوئ ترڅو ستاسو له تجروبو څخه په استفادې سره نور هم د يوې سالمې ټولنې په جوړولو کې ستاسو په شان خپل مسؤليت تر سره کړي.په درناوي.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */