طبیعت له نړۍ

قبا، د حضرت محمد ص په مبارکو لاسونو لومړنی جوړ شوی جومات

لیکنه: ياران

ژباړه: حمیدالله حمیدي

د (قبا) مسجد د اسلامي نړۍ لومړنی مسجد دی، چې د مدنې منورې له ښاره شپږ کیلومتره لرې د قبا په کلي کې جوړ شوی دی.

د دې مسجد د بنسټ ډبره د حضرت محمد (ص) په لاس اېښودل شوې ده. د هجرت په لومړي کال کله چې حضرت محمد (ص) د مدینې منورې ښار ته ننوت، د خلکو په غوښتنه یې د دې مسجد د بنسټ ډبره کېښوده او په خپلو مبارکو لاسونو یې د دې مسجد په دېوالونو کې خښتې ولګولې. له هغه وروسته د دې مسجد د پراخوالي لپاره د حضرت عثمان (ض) په وخت کې خلک لاس په کار شول او د مسجد ډېری برخې یې ورغولې او پراخې یې کړې.

په ۱۴۰۵هجري قمري کال کې د مسجد ګنبدې او منارې ورغول شوې. د (قبا) مسجد څلور منارې او شپږ لویې ګنبدې لري.

د منارو لوړوالی یې تر ۴۸ مترو پورې او د ګنبدو قطر یې تر ۱۲ مترو مربع پورې رسېږي. د توبې سورت په ۱۰۸ آیت کې د (قبا) د مسجد د عظمت یادونه هم شوې ده.

حضرت محمد (ص) فرمایي هر څوک چې په خپل کور کې اودس وکړي او له هغه ورسته په قبا مسجد کې لمونځ ادا کړي د یوې عمرې ثواب یې ګټلی دی.

جوماتونه د مسلمانانو لپاره تر ټولو پاک، مقدس او احترام وړ ځایونه دي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران