کرنه او طبیعت

د فیلانو ( هاتیانو) په اړه ۱۳ په زړه پورې ټکي

فیلان په نړۍ کې د ورکیدو له خطر سره مخ دي. دا مهال په افریقا او اسیا کې ددې ژوي کم شمیر نموني پاتې دي. فیلان د نورو حیواناتو په مقایسه اوښیار او له انسانانو سره دوستانه اړیکې لري. خو د انسانانو اړیکې ورسره بیا هومره دوستانه نه دي.

د تاریخ په اوږدو کې انسانانو فیلان په هغو جګړو او تباهیو کې کارولي چې په فیلانو پورې یې هیڅ اړه نه لرله.

همدارنګه یې اوس ددې ژویو په ښکار پسې راخیستې چې د مځکې له سره د فیلانو د نسل د ورکیدو خطر رامنځ ته کړی.

دلته د فیلانو په اړه ۱۳ داسې ټکي درسره شریکوو چې ښايي مخکې مو په اړه نه وي اوریدلي.

1- فیلان د خپلې ګلې ( ډلې) هر غړی پیژني. دوی دا وړتیا لري چې په لیدو یا بوی تر دیرشو پورې خپل شا او خوا نور فیلان وپیژني او له یو بل یې بیل کړي.

2- فیلان کولی شي چې د خطر ځانګړې نښې په یاد وساتي او تشخیص یې کړي، او که یو ځای ته کلونه پخوا هم تللي وي په بیا ورتلو یې په ياد راځي او پیژني یې.


3- د یو فیل حافظه یوازې په خپلې ګلې( رمې ) پورې محدوده نه ده او نه یوازې په فیلانو پورې محدوده ده. په یو مورد کې د سرکس دوه فیلان چې یو ځای یې سرکس کې کار کړی وو، ۲۳ کاله وروسته په یو پُل د تیریدو پر مهال یو بل سره مخ شول چې سره یې وپیژندل او یو بل ته خوشالي وکړه. فیلان همدارنګه هغه انسانان هم لسیزې وروسته پیژني چې یو وخت ورسره دوی نژدې پاتې شوي وي.

4- فیل د مځکې پرسر د تي لرونکو حیواناتو په ډله کې تر ټولو لوی مغز لري. څیړنې وايي چې په تي لرونکو ژویو کې د دوی جسامت ته په پام فیل د خپل جسامت په مقایسه لوی مغز لري. د فیل ذکاوت د شامپانزي بیزو هومره پرمختللی دی.


5- د فیل مغز په حیرانونکې توګه تر ډیره د انسان مغز ته ورته دی چې ګڼ عصبونه او ريښې لري او یو پرمختللی عصبي سیستم تشکیلوي.

6- فیلان له انسان پرته له هغو څو حیواناتو څخه دي چې له ناوړه پېښو وروسته رواني اختلال یا ژور خپګان سره مخ کیږي.


7- د فیل لوی خرطوم له دې لوی ژوي سره مرسته کوي چې د ستونزو ښه هوارونکی اوسي او په ډیرو نویو لارو خپل خرطوم کاروي.

8- له فیلانو سره چالاکي مه کوئ. دوی په ابتدايي حساب پوهیږي. او د نسبې څومره والي اندازه لګولی او حساب ساتلی شي.


9- فیلان له بیلابیلو لارو تفاهم کوي، دوی بدنې اشارې کاروي او همدارنګه یو ډول غړمبیدلې غږونه باسي چې تر څو کیلومتره لرې ځایونو پورې اوریدل کیږي. د غږونو په اړه د دوی پوهیدل ښيي چې ښايي خپله ژبه او ګرامر ولري.

10- فیلان کولی شي د موسیقۍ دولس مختلف ټونونه له یو بله بېل کړي او نغمې یې تکرار کړي.


11- فیلان له انسانانو وروسته یوازیني حیوانات دي چې پر خپلو مړو ویر کوي، د مړو د ښخونې مراسم ترسره کوي او د خپلو مړو قبرونو ته ورځي.

12- فیلان د څو ګوتو په شمیر موجوداتو څخه دي چې په هینداره کې خپل ځان پیژندلی شي.


13- فیلان د مځکې د سر د څو هغو حیواناتو په ډله کې دي چې د انسانانو له خوا یې ظالمانه ښکار د مځکې له سر څخه د نسل د ورکیدو خطر رامنځ ته کړی دی.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */