رسنۍ ساینس او ټیکنالوژي

فیسبوک د لایف ویډیو د څارنې لپاره درې زره نوي کارکونکي ګوماري

فیسبوک وايي، پر خپلې پاڼې د لایف ویډیوګانو او د تاوتریخوالي د نورو پوسټونو د څارنې لپاره د خپلو کارکونکو شمېر نژدې دوا برابره زیاتوي.

فیسبوک وروسته له هغې د پراخو انتقادونو سره مخ شو چې په دې وروستیو میاشتو کې په دې ټولنیزه شبکه کې په ژوندۍ او یا هم ثبت شوې بڼه د تاوتریخوالۍ او خشونت ډکې ویډیوګانې خپرې شوې.

په دې کې په ژوندۍ بڼه خپریدونکې قتلونه، ځانوژنې ، ځورونې او د جنسي تیري ویډیوګانې شاملې وې.

د جنورۍ په میاشت کې په سویډن کې د دوو افغانانو یوه ویډیو خپره شوه چې په کې پر یوې ښځې د جنسي تیری ښودل شوی و او دغلته یې د خلکو غوسه راوپاروله. همدارنګه د امریکا او اروپا په شمول له نورې نړۍ هم په ژوندۍ او یا هم ثبت شوې بڼه د فیسبوک پر پاڼه له تاووتریخوالي ډکې ویډیوګانې خپرې شوې.
د فیسبوک مشر مارک ځوکربرګ نن (د چارشنبې په ورځ) د خپل فیسبوک پر پاڼه وویل ” په وروستیو څو اونیو کې موږ ګورو چې خلک په فیسبوک په ژوندۍ بڼه خپریدونکو ویډیوګانو او یا وروسته پوسټ شویو ویډیوګانو کې ځان او یا نورو ته زیان رسوي چې دا ځورونکي دي او موږ ته یې دا انګیزه پیدا کړې چې څنګه موږ خپله انلاین کمونیټي خوندي کړی شو. “

مارک ځوکربرګ زیاته کړې چې دوی به راتلونکي کال کې پر هغو څلورنیم زرو کسانو درې زره نور هم ورزیات کړي چې د فیسبوک په عملیاتي ډله کې کار کوي او دنده یې د عامو کارونکو له خوا د په ګوته شویو( راپور شویو) هغه پوسټونو زر تر زره څیړل دي چې ناسم او له تاوتریخوالي ډک مواد خپروي.

له دې سره به د فیسبوک د هغه عملیاتي ټیم د کارکونکو شمیر ۷۵۰۰ تنو ته ورسیږي چې د کارکونکو له خوا راپور شوي ناسم پوسټونه څیړي او له فیسبوک څخه یې پاکوي.

د فیسبوک مشر وايي دوی هڅه کوي چې د هغو میلونونو راپور شویو پوسټونه د څیړنې بهیر چټک کړې چې عام کارونکې یې راپور کوي.

نوموړې وايي دا به همدارنګه مرسته وکړي چې له موږ له فیسبوک څخه هغه څه هم په وخت پاک کړو چې پر فیسبوک یې د خپریدو اجازه نه ورکوو، لکه د ترهګرۍ لپاره تبلیغات، د کرکې خبرې او د ماشومانو څخه ناوړه استفاده.

د فیسبوک مشر ویلي ددوی اداره به په بیلابیلو هیوادونو کې د قانون عملي کونکو ادارو سره کار وکړي څو د هغه تاوتریخوالي مخه ونیسي چې خلک په کې فیسبوک کاروي.

فیسبوک پر دې سربېره پر ځینو داسې سافټوایرونو هم کار کوي چې په فیسبوک کې د ترهګرۍ خپریدونکې مواد په اتومات توګه ومومي او له منځه یې یوسي . همدارنګه د لوڅو او بربنډو عکسونو د خپراوي د مخنیوي لپاره د یو پروګرام په پراختیا هم کار کوي.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */