رسنۍ کلتور او هنر

فیسبوک او ټویټر څنګه په خپله ګټه کارولی شئ؟

یاران اپ په ګوګل پلی سټور کې یاران په ګوګل پلی سټور کې

یاران اپ په ایفون اپ سټور کې  یاران په ایفون اپ سټور کې 

ليکنه: محمد عزيز پردېس

مونږ به په دې مقاله کې تاسو ته په ټولنيزو رسنيو، په ځانګړي ډول په ټوېټر او فېسبوک کې ستاسو د مشهورتيا لپاره څو لارښوونې درسره شريکې کړو چې په پلي کولو سره به يې د شهرت، ثروت او نومياليتوب دروازې ستاسو پر مخ پرانېستل شي.

۱- ټوېټر Twitter

ټوېټر د ليکوالانو، ژباړونکو، هنرمندانو، سياسي مشرانو، خبريالانو او د ټولنې د نور برخو لپاره د لنډو د ليکلو خپرولو ترټولو لنډه لار ده، که فکر کوئ چې تاسو په خپل ځان کې د ليکوالۍ او ژباړې وړتياوې لرئ، نو ټوېټر کولی شي تاسو سره په دې برخه کې مرسته وکړي، ترڅو خپل هنر او وړتياوې نورو سره شريکې کړئ.

که څه هم ټوېټر د ۱۴۰ – ۲۸۰ تورو د ليکلو لپاره محدود دی، خو بيا هم کولئ شئ چې خپل ليکنې په لنډو لنډو برخو ووېشئ او په زماني واټن سره يې خپرې کړئ. که په رښتيني ډول تاسو کې د ليکوالۍ وړتياوې شتون ولري، نو ټوېټر کولی شي ستاسو لپاره ډېر مخاطبین راجلب کړي او په اسانۍ سره کولی شئ چې په ډېره لږه موده کې د شهرت لوړو څوکو ته ورسېږئ.

خپل فالورانو ( تعقيب کوونکي ) سره مو اړيکې غښتلې کړئ، د ښو او زړه راښکونکو خبرونو په خپرولو کې هڅه وکړئ او همداسې نور…

په ټوېټر کې د خپلو شخصي ژوند په اړه ډېر څه مه خپروئ، ځکه دا يو رسمي ادرس دی.

جالبه لا دا ده چې په امريکې متحده ايالاتونو کې د نومتو کسانو د ټوېټونو د ثبتولو او خوندي کولو لپاره ځانګړې اداره جوړه شوې او په دې برخه کې کار کوي.

۲- فېسبوک Facebook

د ښاغلي مارک زبرګ فېسبوک مو پرته د کوم محدوديت څخه په جوپړ کې دی.

که مو کتابونه ليکلي وي خو چېرته نه ليدل کېږي، که هنرمند ياست خو چېرته مو اثار نه ليدل کېږي او يا هم که شاعر ياست، خو اثار مو دومره نه دي خپاره شوي او تر چا نه وي رسېدلي؛ کولی شئ چې فېسبوک وازمايئ. په یقين سره چې فېسبوک ستاسو د اثارو د مشهورتيا لپاره په اوسني عصر کې ترټولو ښه وسيله ده. کولی شئ چې د خپلو اثارو د غوره بېلګو برخې د ورځې په اوږدو کې پوست يا خپرې کړئ.

فېسبوک نه يواځې دا چې د ليکوالانو او اېډېټرانو لپاره يې په ټولنيزو رسنيو کې ځانګړی چاپېريال رامنځ ته کړی دی، بلکې هغه څوک چې غواړي له دې لارې يو درامد هم ولري، ممکنه ده.

په فېسبوک کې د د نوښتيزو، لنډو، زړه راښکونکو او تازه ليکنو هرکلی ډېر کېږي.

تاسو کولی شې د بازار موندنې په برخه کې، له دې لارې عايد هم ولرئ. ډېر داسې شرکتونه او ادارې شتون لري چې ستاسو غوندې کسانو ته اړتيا لري، ترڅو وشي کولی د ټولنيزو رسنيو له لارې د ننني عصر په چټک او ماهرانه رقابتي بازار کې تر چا کم نه وي.

که انګليسي مو ښه وي، نو بيا خو هېڅ ستونز نشته، يوازې يو کمپيوټر او قوي انټرنېټ ته اړتيا لرئ، په سلهاوو شرکتونه او ادارې دي، چې د داسې کسانو په لټه کې دي. ښايي لومړيو کې به څه ناڅه ستونزې وي، خو ورو ورو بيا خپله لاره مومئ.

په ټوېټر او فېسبوک کې د ليکنو د پوست کولو لپاره تر ټولو مناسب وخت د شپې د ۷ څخه تر ۹ بجو پورې دی، ځکه ډېری خلک د ورځې په اوږدو کې په خپلو کارونو بوخت وي، کله چې يې کارونه ختم شي، نو هرو مرو د ماښام او د شپې لخوا ټولنيزو رسنيو ته سر ښکاره کوي.

هو، دا خبره مه هېروئ او داسې هم مه انګېرئ، چې ستاسو پوستونه به څوک نه ګوري، هرڅوک ځان ته ځانګړي مينه وال لري.

هڅه وکړئ چې په سیاسي،ټولنيزو، رواني، ورزشي، هنري او نورو مهمو برخو کې ګټور خبرونه او مالومات ډېر خپاره کړئ، ځکه هره برخه ځان ته مينوال لري.

پيغامونه بې ځوابه مه پرېږدئ، که د پيغامونو لپاره وخت نه لرئ، اقلا يو لنډ ځواب پرېږدئ، خو په هېڅ صورت څوک مه زړه ماتې کوئ.

د بېلګې په ډول، که تاسو د استادۍ سپېڅلې دنده پرمخ وړئ، نو هرو مرو به ستاسو زده کوونکي او مينوال ځيني پيغامونه درته پرېږدي، هڅه وکړئ چې مناسب ځوابونه ورته پرېږدئ، چې دا ستاسو په ټولنيز شخصيت ژور اغېز لري.

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

محمد عزیز پردیس

محمد عزیز پردېس منځنۍ زده کړې د کندز په حضرت علي لېسه کې او لوړې زده کړې يې د کندز پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي په پښتو ځانګه کې کړي دي.
نوموړی دمګړی له يو خصوصي انستيتوت سره د ژباړې په برخه کې بوخت دی.
د ياران وېبسايټ څخه يې هر اړخيزې ليکنې او ژباړې لوستلی شئ.
په یاران کې د عزیز پردیس د خپرو شویو لیکنو د بیا خپراوي حق یوازې له یاران سره خوندي دی