کلتور او هنر

فلمې اداکارې ماهره خان بیا سګرټ څکولي چې خلکو پرې توندې نیوکې کړي

لیکنه: ابوبکر علیزی

پاکستانۍ اداکاره ماهره خان یو ځل بیا د سګریټ څکولو له امله د ټولنیزې میډیا د کارکوونکو موضوع وګرځېدله.

په سوشل میډیا کې په ماهره خان باندې سخت انتقادونه د دې له امله وشول چې په یوه محفل کې سګریټ په لاس لیدل شوې او د ماهرې خان همدغه عمل د دوهم ځل لپاره د خلکو د سختو نېوکو سره مخ شوی.

په ټولنېزو رسنیو کې یوه ویډیو خپره شوې او اوس د خلکو ترمنځ اوس لاس په لاس کیږي، چې پکې ښکاري ماهره خان په رنګین ماحول کې د یوې بلې میرمنې سره نژدې ناسته ده او د سګریټو په لوګو ساعت تیروي.

ویډیو؛

یو ځل وړاندې هم د لنډو جامو له امله په ماهره خان باندې ټولنیزې رسنیو کاروونکو سخت انتقادونه کړي ول.

یو ځل مخکې هم ماهره خان د رنبیر کپور سره د سګریټ د څکولو پر مهال لیدل شوې وه چې د خلکو له توندو غبرګونونو سره مخ شوې وه.

هغه وخت یې له خلکو بخښنه وغوښته. هغې د بخښنې د غوښتلو پر مهال ویلي ول چې له دې یې زیات څه زده کړه.

خو بیا هم دا دي په یوه محفل کې ښه په ارام سره د سګریټ څکولو په حال کې ښکاري، په ویډیو کې ماهره خان د یوې بلې مېرمنې سره نژدې ناسته ده، چې مېرمن ورته د سګريټ څکولو ست کوي او دا یې هم قبلوي چې د ژر ژر سګریټ څکولو وروسته دواړه سګریټ بندوي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ابوبکر عليزی