کلتور او هنر

فلمي لوبغاړې کنګنا رناوټ؛ ائټم سانګز د فحاشۍ لامل کیږي، باید بندې شي

لیکنه: ابوبکر علیزی

کنګنا رناوت وایي چې په فلمونو کې دې پر ائټم سانګز(هغه شوخو او مسته سندرو چې د فلم د هیرو نه غیر نورې مشهورې اداکاراني ورته ډانس کوی) پرې بندیز ولګیږي.

د باليوډ ستوري کنګا رناوټ هغه فلمي لوبغاړي ده چې په لومړیو کې یې په فلم نړۍ کې د دوستانو په لوبولو او د دغه دګر د میراثي کولو په تړاوو غږ پورته کړی و.

خو دا ځل یې نوې ټکي ته پام کړی، وایې فلمونو څخه دی ائټم سانګز(سندرې) وایستل شي او پرځای دې داسې څه چې ټولنې او خلکو ته نیک پیغام ولري ځایه شي.

کنګنا رناوټ تر دې وړاندې هندوستان کې په فلمي نړۍ کې د خپلوانو په لوبو اعتراض کړی او ویلي ول چې نورو هغه خلکو ته دې هم چانس ورکړل شي چې استعداد یې ولري.

په بالیوډ د خپلولۍ په سر لوبغاړو ته ځای ورکولو موضوع په هند کې ډیرې لانجې راپورته کړې ځينو یې ملاتړ کاوه او ځینو یې رد، خو دغه فلمي ستورې تر اخره په خپل دریځ ولاړه پاتي شوه او نورو یې ملتیا وکړه.

په وروستیو کې هم کرینا کپور او خور یې کرشما کپور د کنګنا رناوت خبرو ته په اشارې ویلي ول څوک چې استعداد لري نو مخکې به ځي.

هغوی ویلي وی، دوی چې د خپلولۍ په اساس فلمي نړۍ ته راغلي خو استعداد یې نه لري نو مخکې تګ یې نه دی کړ او بېرته شاته شوي.

خو دا ځل کنګنا رناوټ په فلمونو کې په ائټم سانګز(سندرو) باندې د بندیز لګولو غوښتنه کړې ده.

هندۍ رسنۍ وایي، رناوټ په یوه مرکه کې دغه غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې هیڅکله په فلمونو کې د ائټم سانګ(سندرې) طرفداره نه ده.

دا نظر لري چې دا سندرې یوازې او یوازې د فحاشۍ د خپرولو لامل کیږي او ټولنو لپاره یې له تفریح او ګټې زیان ډېر دی.

نوموړې وایې هیڅکله به داسې کوم څه ونکړي چې د ټولنې او ماشومانو لپاره یې زیان وي ولې چې نه غواړي سبا ماشومان له دې داسې څه زده کړي چې دا یې نه غواړي.

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ابوبکر عليزی