بریا او پرمختګ ټولنیز ژوند ګټه وټه

فقر او بې وزلي په حرکت او مبارزه ختمیدای شي، لاس په کار شئ

ژباړه: محمد عزيز پردېس

ذهن يوازينۍ وسيله ده چې انسان د هغه په مرسته کولی شي د برنامې په جوړولو او هغه ډول چې غواړي او علاقه لري ژوند وکړي. په همدې اساس اجبار ته اړتيا نشته او انسان اختياري موجود دی. په حقيقت کې موږ کولی شو د خپل دنياوي تقدير مالک واوسو. ځکه د ذهن فرمان زموږ په اختيار کې دی او کولی شو د ذهني ليدلورو د کنټرول په مرسته هغه يو ښه او د خوښې وړ مسير ته کابو کړو.

مونږ نشو کولی چې د نورو افکار يا د نورو اعمال کنټرول کړو. حتا زموږ د پيدايښت او مړينې وخت هم زموږ په اختيار کې نه دی. خو په حتمي ډول د هر هغه فکر چې زموږ په ذهن کې راګرځي، کنټرول يې زموږ په لاس کې دی. دا موضوع حقيقت لري چې ډېری خلک په فقر او بېوزلۍ کې پيدا کېږي، خو په ناچارۍ سره هغه وضيعت په ځان مني او ټول عمر په بېوزلۍ کې ژوند کوي.

معمولا ۷ اساسي وېرې پر انسان اغېز لري:

۱- د فقر او بېوزلۍ څخه وېره
۲- د نېوکې او رټنې څخه وېره
۳- د جسمي درد او ناروغۍ څخه وېره
۴- د مينې د نشتون څخه وېره
۵- د خپلواکۍ او اختيار د نه لرلو څخه وېره
۶- د بوډاتوب څخه وېره
۷- د مرګ څخه وېره

فقر او بېوزلي له دې اوو څخه ترټولو سخته او خطرناکه وېره بلل کېږي. خو ډار يوازې يو ذهني حالت دی او د منفي ذهني افکارو پايله ده چې په معمول ډول هر شخص يې د خپل ژوند په يوه پړاو کې تجربه کوي.

تاريخ له داسې کسانو څخه ډک دی چې له صفره يې پیل وکړ او د ډېرې شتمنۍ خاوندان شول او همدارنګه ډېر داسې کسان هم شته چې د پيدايښت له وخته شتمن و، خو هېڅ ځای ته ونه رسېدل. د انسان اصلي کمزوري د ثروت او شتمنۍ نشتون نه دی، بلکې له شتمنيو څخه د ګټې اخېستلو د وړتيا نه درلودل دي. تاسو کولی شئ د خپل ژوند شعار ( يو بريالي کس ته چې هېڅکله نه تسليمېږي او هغه کس ته چې تسليمېږي او هېڅکله نه بريالی کېږي ) واړوئ.

داسې هم ويلی شو چې بېوزلي د کمزوري او قوي ترمنځ د الله تعالی یوه امتحاني وسيله ده. په حقيقت کې الله تعالی د همدې وسيلې په مرسته قوي له کمزوري څخه بېلوي، ځکه هغه کسان چې په بېوزلۍ او فقر برلاسي کېږي، په معمول ډول د ژوند په هره برخه کې په خپله وړتيا تکيه کوي او هغه کسان چې بېوزلي د يو نه حل کېدونکي وضيعت په توګه مني؛ نو د ژوند په ډېرو برخو کې هم د هغوی د ناتوانۍ او کمزورۍ نښې ليدل کېږي.

د الله تعالی اراده هم دا ده چې موږ انسانان د خپل ذهن او فکر په مرسته بايد د ژوندانه د موخو لپاره نه ستړې کېدونکې هلې ځلې وکړو او هغه ځای چې مونږ ورته مناسب يوو ورسېږو. ټول انسانان د ژوند په اوږدو کې د امتحاني او ازمايښتي پړاوونو سره مخامخېږي.

ښايي فقر او بدبختي يوه هغه وسيله وي چې په مرسته يې الله تعالی انسان دې ته اړ کړي چې د عقل، هوش او وړتيا څخه لا ښه ګټه پورته کړي، انګېزه يې لوړه شي او دې ته وهڅول شي چې په داسې اقداماتو لاس پورې کړي چې په مرسته يې د شته خنډونو پر وړاندې مبارزه وکړي. شخص به دا کړنې د خپلې بقا لپاره ترسره کوي او هڅه به یې دا وي چې د خپل پايښت لپاره د ژوند تر وروستيو سلګيو مبارزه وکړي.

يا هم ښايي فقر او بې وزلي يوه داسې څه وي چې د هغه وسيله الله تعالی په خپل ماهرانه تدبير سره انسان دې ته اړ کړي چې په داسې يو وضعيت کې راشي چې په پايله کې يې خپل اصلي جوړښت او واقعيت ته لار ومومي او په دقيق ډول ځان وپېژني. بايد په دې پوه شو چې انسان خپلواک او خودمختاره دی، نو په همدې اساس هر شخص داسې ښې موکې لري چې د الله تعالی له سترې ډالۍ او نعمت ( پر ذهن کنټرول ) څخه د خپل راتلونکي د رقم وهلو لپاره ګټه پورته کړي.

د دې پرېکړې پايله دومره لویه ده چې شخص او د هغه سرنوشت په بشپړ ډول تر خپل اغېز لاندې راولي، داسې فکر به کوې چې ګواکې شخص خپل برخليک په خپله ټاکلی دی.

آيا فقر په نعمت اوړي يا بدبختۍ؟ د دې پوښتنې ځواب هغو ( نعمت او بدبختي ) سره د فرد اړيکو پورې تړاو لري. که بې وزلي د يوې کمزورۍ يا نقص په توګه په نظر کې ونيول شي، شخص پرته له تسليمېدو څخه بله لار ونلري؛ نو هغه وخت په يوې بدبختۍ اوړي. خو که د فقر او بې وزلۍ پر وړاندې مبارزه وشي او انسان پرې برلاسی شي، نو هغه وخت بيا په نعمت او حکمت اوړي. په حقيقت کې دا وضيعت د ژوند له معجزو څخه يوه معجزه ده. بې وزلي کېدای شي د پرمختګ په يو پُل واوړي چې شخص د هغه په مرسته وشي کولی د برياليتوب لوړو څوکو ته پرې لاړ شي. دا موضوع په بشپړ ډول د شخص فکري ليد او غبرګون پورې تړاو لري.

هم فقر او هم شتمني د شخص ذهني حالت پورې اړيکه لري. د فقر او بدبختۍ پورې اړوند افکار خپلې ټولګې جذبوي او د شتمنیو اړوند فکرونه خپلې ټولګې. د هماهنګۍ د جذب قانون ټول فکرونه اړوندو او ورته برخو ته اړوي. دا لوی حقيقت په ګوته کوي چې ولې ډېری خلک په خپل ټول ژوند کې غم او فقر تجربه کوي. هغوی خپل فکر ته دا اجازه ورکوي چې له غم او فقر څخه ووېرېږي او منفي افکار يې پر ذهن غلبه وکړي. د هماهنګۍ د جذب قانون دا ډول افکار اخلي او هغوی ته همغه شيان منځ ته راوړي چې دوی يې انتظار لري.

فقر يوه ناروغي ده او کله چې ومنل شي، نو په يوې نه وقايه کوونکې ناروغۍ اوړي چې ترې خلاصېدل به ډېر ستونزمن وي. په فقر کې پيدا کېدل د تاسف او ننګ خبره نه ده، خو په دايمي ډول د دې وضعيت منل او قطعي ګڼل يې د شرم او بدمرغۍ خبره ده. د ټولو هغو کسانو لپاره چې د لوړ همت لرونکي، خواري کښه دي او با غيرته دي، ډېر فرصوتنه شته. که موږ ته فرصتونه نه وي برابر، موږ بايد خپله د ځان لپاره فرصتونه رامنځ ته کړو؛ څو له دې ډول ژوند نه خلاصون ومومو.

بې وزلي او فقر شخص له پښو غورځوي، له کاره يې زړه توروي او بندي کوي يې. فقر ورو ورو د حرکت او پرمختګ ذوق له منځه وړي. بې وزلي او فقر خوند له منځ وړي، ښه ژوند کول محوه کوي او د فردي اقداماتو مخه ډب کوي. همدارنګه د شخص ذهن د ‌ډار، وېرې، ناروغۍ، نيوکې، درد او رنځ پر وړاندې شرطي کوي.

فقر ډېره لويه تجربه ده، خو هغه څه دی چې بايد تجربه يې کړو او وروسته بیا دا چې د خپلواک پاتې کېدو پر وړاندې ستاسې اراده ماته نشي؛ بايد پرې برلاسي شئ. ښايي د هغه چا په حال تاسف وکړو چې هېڅکله يې بې وزلي او فقر نه وي تجربه کړي، خو د هغه چا په حال بايد ډېر تاسف وشي چې بې وزلي يې خپل قسمت او بخت ګڼلی وي او لاس تر زنې ناست وي، ځکه داسې خلکو د تل لپاره اسارت او محکوميت په ځان منلی وي.

د بشريت په ټول تاريخ کې ډېری داسې ښځینه او نارینه تېر شوي چې د فقر او بې وزلۍ سره رالوی شوي او تجربه کړي يې دي، خو په دې هم توانېدلي چې په بې وزلۍ بيا برلاسي شي او خپل ځان له دې ستونزمن او کړکېچن حالته وژغوري، کنې پرته له دې به دوی هېڅکله د پرمختګ او شتمنيو لوړو پوړونو ته نه وی رسېدلي. هر هغه څوک چې په خپل ژوند کې يو څه د منل شوي حقيقت په توګه ومني، نو مانا دا ده چې نه غواړي د هغې له اسارت او محکوميته ځان ازاد کړي. الله تعالی د هر فرد لپاره داسې توکي او وسايل برابر کړي چې د هغې په مرسته وشي کولی خپل تقدير او برخليک په دې خاورينه نړۍ کې مشخص کړي.

ممکنه ده چې فقر يو لوی نعمت او حکمت وي او د خير چينه وګرځي. همدارنګه ممکنه ده چې د تل لپاره د بدبختۍ او بدمرغۍ سبب هم وګرځي. هغه تعينوونکی لامل چې فقر دې نعمت وي يا که بدمرغي، په حقيقت کې د فرد ذهني ليدلوري پورې تړاو لري. که فقر د يوې ستونزې پر وړاندې او يا هم د ډېرو هڅو لپاره مبارزه وګڼل شي نو نعمت دی، خو که د یوې تلپاتې بدمرغۍ په توګه ومنل شي؛ نو هغه وخت بيا په يوې دايمې ستونزې او کړاو اوړي.

په ياد ولرئ چې له فقر او بې وزلۍ څخه ډار او وېره خپله نورې مرتبطې وېرې رامنځ ته کوي، لکه: روحي او جسمي ناروغۍ. نو هيله مند واوسئ.

هيله او اميد مو راتلونکې ته مصمم پاتې کوي او د پرمختګ دريڅې درته پرانيزي.
پرته له هیلو، په تاسو ډار برلاسی کېږي. په حقيقت کې فقير او بدبخته کس هغه دی چې نشي کولی په هيله بښونکي لیدلوري سره راتلونکې ته وګوري او د خپل راتلونکي ژوند لپاره ‌ذهني انځور مجسم کړي. هيله او اميد د دې سبب ګرځي چې د انسان روح فعال واوسي او د خپلې راتلونکې لپاره کار وکړي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

محمد عزیز پردیس

محمد عزیز پردېس منځنۍ زده کړې د کندز په حضرت علي لېسه کې او لوړې زده کړې يې د کندز پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي په پښتو ځانګه کې کړي دي.
نوموړی دمګړی له يو خصوصي انستيتوت سره د ژباړې په برخه کې بوخت دی.
د ياران وېبسايټ څخه يې هر اړخيزې ليکنې او ژباړې لوستلی شئ.
په یاران کې د عزیز پردیس د خپرو شویو لیکنو د بیا خپراوي حق یوازې له یاران سره خوندي دی