رسنۍ سیاست کلتور او هنر

فرهاد دریا او اریانا سعید په شمول ګڼ هنري او کلتوري فعالان د ابراهیم عابد دفاع ته رامخکې شول

لیکنه: ياران

د نامتو افغان کومیډین ابراهیم عابد د یوې ویډیو خپریدو چې په کې نوموړی په ګډو وډ حالت کې د یوې ډلې وسلوالو د پوښتنو او ځوابونو سره مخ ښکاري، په ټولنیزو رسنیو کې شور راپورته کړی او ګڼو کسانو ددې افغان کومیډین او طنزی اکټر په دفاع کې پیغامونه خپاره کړي دي.

ابراهیم عابد افغان ممثل او کومیډین دی چې د طلوع تلویزون د شبکې خنده د طنزي او انتقادې خپرونې له کبله یې ډیر مینه وال خپل کړي. نوموړې د شبکه خنده په خپرونه کې پر ګڼو هغو چې زورواکي کوي، له ټوپک ، سیاسي واک او قدرت ناسمه استفاده کوي، پرلپسې د طنز په ژبه انتقادونه کوي.

خو اوس داسې ښکاري چې د ابراهیم عابد همدا طنزونه او پر زورواکو مسخرې دده د بدنامۍ سبب شوي دي.

په هغه ویډیو کې چې خپره شوې، دا کومیډین د څو پلنګي پوشان له خوا له موټر ښکته شوی او په داسې حال کې چې ظاهرا نشه ښکاري، وسلوال پلنګي پوشان پرې مسخرې کوي او وايي چې خپله خلکو پسې خبرې کوي او اوس نشه دی. وسلوال پلنګي پوشان همدارنګه یو بل سره دا هم ډاډمنوي چې د ابراهیم عابد ویډیو په ښه توګه جوړه کړي او مخ یې په ویډیو کې راشي.

ددې ویډیو له خپریدو وروسته په ټولنیزو رسنیو کې ګڼو کسانو ددې کومیډین ملاتړ ته رادنګلي دي، او نوموړې یې د هغو زورواکو د دسیسې قرباني بللی چې ابراهیم عابد پرې په خپلو طنزي خپرونو کې انتقادونه کوي.

د افغانستان نامتو هنرمند فرهاد دریا بیا پر خپل فیسبوک پاڼه د ابراهیم عابد عکسونه خپاره کړي او ورسره یې لیکلي چې ” ابراهیم په اور کې“.
فرهاد دریا پر خپله فیسبوک پاڼه د ابراهیم عابد د ویډیو اخیستلو صحنه ځورونکې بللې ده او وايي چې دې ویډیو د میلونونو خلکو زړه مات کړی دی.

نامتو سندرغاړې اریانا سعید هم د ابراهیم عابد ملاتړ ته رادانګلي او له نوموړې سره یوځای یې خپل عکس خپور کړی چې ورسره یې په پښتو، دري او انګلیسي ژبو لیکل دي عابده موږ تاسره یوو ” مړه دی وی ټول هغه کسان چی آن یوه جمله هم ستا پسی په بدۍ او ردی لیکی . ته او ستا نور همکاران چی زموږ ددردیدلو هیوادوالو پر شونډو یوه شیبه خندا خپروی. په دی پوه شه چی هر هغه کس چی ستا مخی ته دریږی ، زه به یی مخې ته ودریږمه! مړه دی وی دانسان د آزادی دښمنان. او مړه دی وی دانسانیت دښمنان! موږ در سره یو ګرانه او زړه ته رانږدی عابده! -آریانا“

افغان لیکوال او سیاستوال غفور لیوال پر خپله فیسبوک پاڼه ویلي ” د ابراهیم عابد همدا امتیاز یې بس دی، چې د قاتل پرستو په هېواد کې، پرته له دې چې څوک یې وژلي وي، خلک یې پېژني او درناوی یې کوي.“

پر یادو سربیره د هنر، ادب ، موسیقۍ او فرهنګ د برخې په سلګونو نورو فعالانو هم په ټولنیزو رسنیو کې د عابد خپره شوې ویډیو د نوموړې د کار په خاطر د هغه په وړاندې د وسلوالو زورواکو توطیه او ځورونکې بللې ده.

البته د هغو کسانو شمیر هم کم نه دی چې د عابد ددې ویډیو خپریدل ددې کومیډین لپاره د شرم وړ بللي دي.

ابراهیم عابد پر خپله فیسبوک پاڼه ویلي چې دا پخوانۍ ویډیو ده چې یو قومندان په ماښامنۍ کې نشه يي مواد ورکړي او بیا یې وسلوالو ترې ویډیو جوړه کړې. نوموړې له خلکو غوښتي چې دا ویډیو دده د شخصیت څرګندوی نه ده او دده په اړه دې ناسم قضاوت نه کوي.

نوموړې همدارنګه په یو ویډیويي پیغام کې هم ویلي چې دا ویډیو دده په وړاندې د یوې توطیې له کبله جوړه شوې او دا به خپل کار ته دوام ورکړي.

دلته د عابد څو طنزونه چې د زورواکو په اړه دي کتلی شئ

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران