ياران
له ژوند سره تړلې خبرې

فردین خان چې یو وخت یې ښه فلمونه جوړول چیرې دی؟

45

له فردین خان د خپلې ښې څیرې او لوی کورني نوم په لرلو تمه وه چې نوموړی د خپل مشهور پلار فیروز خان بریالیتوب وپالي او وړاندې به یې یوسي. خو د فردین خان شهرت ډیر زر د هندي سینما په پرده تت شو.

سره له دې چې نوموړې په ځینو فلمونو کې ښه او په زړه پورې رولونه ولوبول خو ونه توانیده چې د هندي سینما د مینوالو پر ذهن خپل اغیز تر ډیره وساتي او ورو ورو د سینما له نړۍ څنډې ته شو.

په ۱۹۹۸ کال مې ۲۴ کلن فردین خان د ( پریم اګن ) په نوم فلم سره بالیوډ ته راغی . دا فلم دده پلار فیروز خان چې د هند د سینما یو نامتو نوم و جوړ کړی و. که څه هم فردین خان په دې فلم کې دغوره نوي نارینه اکټر ایواراډ واخیست خو دا فلم په سینماګانو هسې چې تمه یې وه ونه ځلیده.

فردین خان وروسته د رام ګوپال ورما په فلم ( جنګل) کې کار وکړ او په همدې کال د بالیوډ د سینما دوه نور ځوانان هیرتیک روشن او ابیشک بچن هم سینما ته راغلل. خو فردین خان ونه توانیده ددې دوو په شان ځان وځلوي.

فردین خان په ۲۰۰۱ م کال کې د نشه يي موادو پر ضد د مبارزې د قانون په ترڅ کې هندي پولیسو هغه مهال ونیوه چې د نشه يي موادو له یو قاچاقچي یې په ممبيي کې کوکاین اخیستل.

نوموړې ددې کبله چې لومړی جرم یې وو محکمې خوشې کړ او فردین خان ژمنه وکړه چې د اعتیاد درملنې یو پروګرام کې به ګډون وکړي. خو دې پېښې ددې ځوان اکټر مینوال خپه او دده نوی شهرت یې اغیزمن کړ.

په ورپسې لسیزه کې فردین خان په سینما کې فعال و خو یوازې څو فلمونو یې ورته ګټه راوړه.

په شخصي ژوند کې هم د فردین خان لپاره په دې موده کې مسلې ډیرې اسانه نه وي. پلار یې فیروز خان له سرطان ناروغۍ وکړیده او په ۲۰۰۹ م کال کې د همدې ناروغۍ له کبله مړ شو. فردین خان د خپل پلار د ناروغۍ پرمهال وزن زیات کړ او د رسنیو لپاره په مضمون بدل شو.

له دې وروسته فردین خان د څه مودې لپاره وزن بیرته کم او په عامه محضر کې لیدل کیده..

نوموړی د وروستي ځل لپاره په  ( دَلها مل ګیا ) فلم کې چې په ۲۰۱۰ ک کال کې خپور شو راڅرګند شو. خو څه موده وروسته بیا نادرکه شوه .

تیر کال د هند په ټولنیزو رسنیو کې یو ځل بیا د فردین خان نوم راپورته شو چې د ښو دلایلو له مخې نه و.

خلکو په ټولنیزو رسنیو کې د نوموړې د وزن پر بیا زیاتیدو مسخرې وکړې او هغه یې ملامته کړ چې وزن یې زیات شوی او ” له چاکلیټي هلک د راس ګولو په هلک “ بدل شوی.

فردین خان ددې مسخرو په ځواب کې پر خپل فیسبوک خلکو ته سپارښتنه وکړه چې د خپل راتلونکې غم وخوري او دده په اړه فکر کول پریږدي. چې ځینو خلکو یې ملاتړ وکړ.

نوموړې د ۲۰۱۷ م کال په لومړیو  کې د خپلو دوو سینمايي دوستانو رینا چایناني او ادیتیا ګرواري د واده په درناوي یوه میلمستیا جوړه کړې وه. ددې میلمستیا ځینې په رسنیو کې خپاره شوه چې یو ځل بیا  ګڼو خلکو د فیروز خان د زوی  فردین خان په نادرکه کیدو بحثونه پیل کړل چې ورسره د فردین خان بیا چاغیدل هم د خلکو د بحث موضوع وه.

د تیر اګست په میاشت کې فردین خان د یو زوی پلار شو. د ممبيي میرر مجلې سره نوموړې د پلار کیدو او د خپل نوې زیږیدلي ماشوم د نوم په اړه خبرې وکړې. خو کله چې ترې خبریال وپوښتل چې ایا بیرته فلمونو ته کله راځي؟   نو د فردین خان تندی دې پوښتنې ګونځي کړ او ویې ویل( کله چې فلمونو ته راغلم تاسو خبروم له هغې راوروسته فریدن خان بیا له عامه نظر غیب دی، په ټویټر کې نوموړی وخت ناوخت د یو بل چا پوسټ خوښوې یا یې بیا ټویټ کوي، خو د ځان په اړه هماسې چوپ دی . او هیڅ نه وايي.

 

تبصرې
Loading...