سپورټ فوټبال

فرانسې د فوټبال نړیوال جام اتلولي خپله کړه

د پای لوبه کې فرانسه د کروشیا خلاف سیالۍ کې مخامخ شوه، چې تر پایه پورې دواړو لوبډلو یو د بل دروازې په ګولونو وننګولې، خو فرانسې د کروشیا خلاف د دوه ګولو په وهلو سره مخکې وه.

په سیالۍ کې د کروشیا فوټبال ملي لوبډلې ۲، خو فرانسې بیا ۴ ګولونه ووهل او د ۲۰۱۸ م کال د فوټبال نړیوال جام اتلولي یې په په خپل نوم کړه.

د ۲۰۱۸ م کال د فیفا د فوټبال نړیوال جام سیالۍ د ۳۲ لوبډلو په ګډون د روسیې په کوربه توب سره ترسره شوې، چې پکې روسیې د خپل کوربه توب څخه تر پایه دفاع ونشوه کړی.

د فوټبال نړیوال جام دا سیالۍ، چې د ۳۲ ورځو لپاره د روسیې په ۱۲ سټیډیومونو کې ترسره شوې؛ نن د جولايي میاشتې په ۱۵ مه نېټه پای ته ورسیدې.

په دې نړیوال جام کې اتلې لوبډلې ته د ۵۰ میلیونه امریکایي ډالرو، دویم مقام ګټونکې لوبډلې ته د ۴۰ میلیونه او نورو ټولو ګډونوالو لوبډلو ته د دوه نیم میلونه امریکايي ډالر جایزې ډالۍ شوې.

د یادونې وړ ده چې د بیلجیم لوبډلې ددې سیالیو درییم او د انګلیستان لوبډلې څلورمقام ګټلی دی.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

احسان الله ساپی