ټولنیز ژوند روغه سټه

غوسه څنګه قابو کولی شو؟

لیکنه: ياران

یاران اپ په ګوګل پلی سټور کې یاران په ګوګل پلی سټور کې

یاران اپ په ایفون اپ سټور کې  یاران په ایفون اپ سټور کې 

ژباړه: احسان الله نوری

د غوصې قابو کول کیداي شي د ځینو په نظر سخت کار وي. خو د ځینو آسانه لارښوونو په مرسته کولای شو تر ډیره بریده خپله غوسه قابو کړي.
کله چې څوک ستاسې لاره بنده کړي له غوصې ایشئ؟ کله مو چې کوچنیان په کارونو کې مرسته نه درسره کوي د وینې فشار مو لوړیږي؟

غوسه یو عادي آن تر ډیره بریده د روغتیا له اړخه یو احساس دی، خو اړینه داده چې په مثبته بڼه ورسره چلند وکړو. کله مو چې غصه له کنټرول ووځي دا ستاسي په روغتیا او اړیکو ناوړه اثر کولاي شي.
چمتو یاست چې خپله غوسه قابو کړئ؟ راځئ دا ۱۰ لارښوونې وڅارو:

۱- مخکې تر دې چې څه ووایست فکر وکړئ
د غوسې پر وخت آسانه ده چې هرڅه ووایاست خو دا خبرې وروسته پیښماني رامنځته کوي. ځکه نو وړاندې له دې چې څه ووایاست څو شیبې صبر وکړئ. که له بیړې کار واخلۍ، مقابل لوری دې ته اړ باسئ چې ستاسو د خبرو په وړاندې ورته خبرې وکړي.

۲- کله چې آرامه شوئ، خپله غوسه څرګنده کړئ
کله مو چې فکر آرامه شو. خپل احساس، اندیښینې او ناکراري په دې بڼه څرګنده کړئ چې د مقابل لوري احساس ټپي نشي. هیڅکله هڅه مکوئ چې مقابل لور تر خپل کنټرول لاندې راولئ.

۳ – ځان ته وخت وباسئ
د ورځې په اوږدو کې ځان ته وخت وباسئ، دا کړنه د هر چا لپاره اړینه ده. څو شیبې چې آرام واوسئ او بیا که کومې پیښې سره مخ شئ پرته له دې چې تحریک یا غوسه شئ حالت به قابو کولی شئ.

۴- د حل نورې لارې چارې ومومئ
د دې پرځای چې پر دې فکر وکړو څه تاسې غوسه کوي، هڅه وکړئ حالت قابو کړئ. کله چې ستاسې ماشومان، د کور نظم له منځه یوسي، آیا تاسي ته غوسه درځي؟ آیا ستاسي میرمن تل ډوډۍ ناوخته راوړي؟ دغسې مهال هم خیر دی حوصله وکړئ. په یاد ولرئ چې غوسه حل لاره نده، ستاسي حالات نور هم خرابوي.

۵- د (زه) پر بیانیې ټینګار وکړئ
که مونږ غواړو چې نور تنقید یا ملامت کړو. دا یواځې زمونږ خپګان ډیروي، ځکه نو د (زه) بیانیې څخه ګټه واخلئ او تر ډیره ځان داسې ښکاره کړئ چې باید ډیر با مسوولیته اوسئ.
مثلاً که چاته وایې چې دا دې ډیر بد وکړل چې هغه فلانی کار دې خراب کړ، پر ځای یې ووایه چې زه په داسې کارونو خفه کیږم، ښه دی چې ونه شي.

۷- کینه مه ساتئ
بښنه لوی زړه غواړي. که اجازه ورکړئ چې منفي افکار تاسې کنټرول کړي، وروسته به پوه شئ چې څومره بې انصافه یاست. که کولای شئ هغه کس چې غصه کړي یې یاست بښنه ورته وکړئ، په دې سره به دواړه خواوي له دې حالت څخه زده کړه وکړئ او خپل منځي اړیکې به لا پیاوړې کړئ.

۸- که غواړئ غوسه قابو کړئ له شوخ طبعي ګټه پورته کړئ
شوخ طبعي خپګان کموي. له شوخ طبعۍ ګټه پورته کړئ او هیڅکله دا تمه مه ساتئ، چې هرڅه باید ستاسې په خوښه مخکي ولاړ شي. همدراز له پوسخند ډډه وکړئ، ځکه، دا د مقابل لوري احساسات لا زیانمنه وي.

۹- د آرامتیا مهارتونه تمرین کړئ
کله مو چې حوصله په ختمیدو وي، د آرامۍ مهارتونو ځنې کار واخلئ. د ژور- نفس راښکل تمرین کړئ، یوه آرامه صحنه تصور کړئ، هغه کلمه یا عبارت څو واري وویاست چې تاسې ته د سکون احساس درکوي، د قرآن کریم آوریدل ډیره مرسته کوي، بلاخره هغه څه وکړئ چې تاسې ته د آرامۍ او سکون احساس درکوي.

۱۰- که مرستې ته اړتیا لرئ مرسته وغواړئ
غصه قابو کول د هر چا له واکه وتلي بریښي. که فکر کوئ چې غوسه مو نشي قابو کولای، غوره ده چې داسې څه وکړئ چې له غوسې مو بچ کړي، یا هغه کار ونه کړئ چې ستاسې غوسه راپاروي او نور زیانمنوي.

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران