ژوند بڼه مخکښان

غوره شخصیت ۵ اساسي او کلیدي ځانګړنې لري

لیکنه: جیم رون
ژباړه: احمد فرهاد توتاخیل

انسان د شخصیت جوړونې پر بنسټ د مشرۍ مقام ته رسیږي.

لاندې د یوه ښه شخصیت بنسټیزې ځانګړنې دي. که چیرې یوه هم درڅخه پاتې شوه، نو کولی شي چې ستا او ستا د شخصیت ترمنځ اړیکه کمزورې کړي او ښايي چې ستا مشري بې اغیزې کړي:

۱. رښتینولي (صداقت)
معمولاً داسې ویل کیږي، چې ښه پالیسي صداقت ده، خو زه غواړم ووایم چې د غوره مشرانو لپاره یوازینۍ پالیسي صداقت ده. په اړه یې ښه فکر وکړه. خلک ولې رښتیا پټوي؟ مالوم داره خبره ده چې دوه لاملونه لري: یا داچې له پایلو ویریږي او یاهم غواړي چې یو څه پټ کړي. په دواړو دلایلو سره، د صداقت نشتوالی کولی شي دې پایلې ته ورسیږي، چې ته د هغو کسانو باور له منځه یوسې چې تا تعقیبوي او یاهم ستا تر لاس لاندې کار کوي. ان که چیرې ته دوی ته رښتیا ووایې او دوی په دې وپوهیږي چې تا نورو ته دروغ ویلي، نو کولی شي چې هغه باور له منځه یوسي، چې دوی په تا باندې درلود. دوی به داسې فکر وکړي، که چیرې دغه مشر هغوی ته دروغ ووايي، نو ایا نه شي کولی چې موږ ته یې هم ووايي؟

زه په دې خبره هیڅ پوه نه شوم، چې خلک په دروغ ویلو او صادق نه اوسیدلو څه لاسته راوړي؟ که چیرې ته صادق او رښتینی نه اوسې، نو خلک به اخر هم په دې پوه شي چې ته پخپلو معاملاتو کې رښتینی نه یې او همدا ده چې پر تا به یې باور له منځه لاړشي. ستا باور او اعتبار هغه څه دي، چې ستا مشري پرې څرخیږي. که چیرې موږ صادق او رښتیني واوسو او د خپلو لارویانو (تعقیبوونکو) تر مخ په شفاف ډول ژوند وکړو، نو دوی کولی شي چې موږ وګوري چې موږ څوک یو ترڅو د تعقیبولو لپاره سمې پریکړې وکړي.

۲. وفاداري
ښه شخصیت لرونکي خلک وفادار وي او دوی تل په خپلو خبرو ولاړ او ژمن وي. ټول خلک په دې ښه پوهیږي چې هرڅوک ناکامیږي، خو دا یوازې د وخت خبره ده، نه د وړتیا. د ښه شخصیت درلودونکي خلک له خپلو ملګرو سره په هر ‌ډول سختو شرایطو کې اوږه په اوږه ودریږي او نه پریږدي چې ملګري يې ځان یوازې او لویدلي احساس کړي. هرڅوک کولی شي چې له خپلو ملګرو سره په ښو حالاتو کې ودریږي، خو ښه شخصیت لرونکي خلک له خپلو ملګرو سره په هغو حالاتو کې ودریږي، چې ترهر بل وخت نه ډیره اړتیا ورته لیدل کیږي. که چیرې موږ خپلو تعقیبوونکو ته وفادار واوسو، نو دوی به هم موږ ته وفادار پاتې شي او زموږ د سازمان د بریا لپاره به نه ستړې کیدونکې هڅې وکړي او هرې پیښیدونکې ستونزې ته به خپله سینه سپَر کړي.

۳. سرښیندنه
هغه کوم ډول سرښیندنه ده، چې لاروي (تعقیبوونکي) روزي او زیاتوي یې؟ لاروي(تعقیبوونکي) له سخت کار څخه بده نه وړي او نه هم له دې بده وړي، چې ګوندې مشر یې زیاتې پیسې لاسته راوړي او یاهم د دوی د کار ګټه خپل جیب ته اچوي. خو له هغه څه چې لاروي (تعقیبوونکي) بده وړي، هغه دا ده چې کله دوی د شخصي غوښتنو په پار وکارول شي. په همدې اساس، ښه شخصیت لرونکي مشران هیڅکله نور خلک د خپلو شخصي غوښتنو لپاره غلط نه کاروي او د نورو د ګټو لپاره له خپلو شخصي غوښتنو تیریږي.

۴. ځواب وینه
ښه شخصیت لرونکي مشران په ځواب وینې نه خپه کیږي، بلکې ښه راغلاست ورته وایي. همدا ښه راغلاست ویل، هغه څه دي چې نورو ته د دې اجازه ورکوي ترڅو په خپل ژوند کې یو څه ووایي او خپل نظر او یاهم پوښتنه وکړي. خو ترټولو تریخ حقیقت دا دی، چې موږ ړوند نظر لرو او له نورو خلکو غواړو چې موږ وڅاري او په دې نظر یو، چې یوازې موږ کولی شو بریا ته ورسیږو. د ځواب وینې اړتیا د شخصیت نشتوالی په اثبات نه رسوي، بلکې دا ښيي چې ته د یوه ښه شخصیت خاوند یې. په همدې اساس، د ښه شخصیت خاوندان له نورو نظر اخلي او د هغوی پوښتنې په سمه توګه ورځوابوي.
لاروي (تعقیبوونکي) له هغه مشر څخه ستړي کیږي، چې ځواب ویونکی نه وي. دوی د مشر په تیروتنو نه خپه کیږي، خو په هغه څه خپه کیږي، چې مشر یې د خپلو تیروتنو مسوولیت په غاړه وانخلي او ویې نه مني.

۵. په خپل واک کې اوسیدل
د خپل عمل په مطابق سمې پریکړې کول په زغرده توګه زموږ د شخصیت ښکارندويي کوي. ښايي چې په غیر اخلاقي کارونو کې د ګډون کولو بې شمیره انتخابونه واوسي او هرڅوک سیالۍ ولري، خو د ښه شخصیت خاوند په خپلو انتخابونو پوره واک لري او پوهیږي چې کوم انتخاب سم دی او کوم ناسم. کله چې خلک خپل پوره واک ونه کاروي او مشق یې نکړي، نو دوی د مشرۍ وړتیا ویجاړوي. په ځان د واک نه درلودلو له کبله لاروي (تعقیبوونکي) له ده بیزاره کیږي او لارې ته یې دوام نه ورکوي. په ځان واک درلودل هغه وړتیا ده، چې موږ کولی شو هغه څه ځان ته انتخاب کړو چې کولی یې شو او له هغو شیانو ډډه وکړو چې نه شو یې کولی. کله چې موږ خپل واک وښیو، نو موږ کولی شو چې د لارويانو (تعقیبوونکو) باور او درناوۍ ترلاسه کړو.

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

احمد فرهاد توتاخیل