ژوند او ژواک سیاست

د یوه ښه مشر د شخصیت (۷) ځانګړنې ( د بامهارته رهبرۍ ځانګړنې )

لیکوال: جیم روهن
ژباړه: احمد فرهاد توتاخیل

که غواړې چې داسې یو رهبر واوسې چې د باکیفیته خلکو پام ځانته راواړوې، نو لومړۍ باید خپله یو باکیفیته کس واوسې. رهبري هغه وړتیا ده چې د یوه مدیر، مور و پلار او د یو شي په درلودلو سره د خلکو پام هغوی ته د ډالیو، مهارتونو او فرصتونو په ورکړې سره راواړوې. جیم رون، رهبري د ژوند سترې ننګونې په توګه تعریفوي.

په رهبرۍ کې په خپلو مهارتونو کار کول مهم دي. ټول غوره رهبران په خپل ځان کار کوي آن تر دې چې اغیزناک تمام شي. لکه په لاندې ډول:

۱. دا زده کړه چې څنګه پیاوړی واوسې، نه بې ادبه

د دې لپاره چې ته باید یو پیاوړی او تکړه رهبر واوسې، نو دا یو اضافي ګام دی چې ته یې باید اوچت کړې. ځینې کسان د پیاوړتیا په ځای له بد چلند څخه ګټه پورته کوي، چې دا پخپله یو ښه عوض نه دی.

۲. دا زده کړه چې څنګه خواخوږی واوسې، نه کمزوری

موږ نه باید چې خواخوږي ته د کمزورۍ په سترګه وګورو. خواخوږي، کمزوري نه ده. خواخوږي د پیاوړتیا پوره نښه ده. د دې لپاره چې یو چا ته حقیقت بیان کړو، موږ باید په کافي اندازه خواخوږي واوسو. په حقیقت بیانولو کې موږ باید په کافي اندازه خواخوږي او محتاط واوسو. موږ باید په کافي اندازه خواخوږي واوسو او ووایو چې همدا حقیقت دی، نه کومه تیرایستنه.

۳. دا زده کړه چې څنګه باید زړور واوسې، نه ځوروونکی

بریالي کیدل زړورتیا غواري. د خپلې اغیزې د زیاتولو لپاره باید خپلې ډلې ته مخکې شې او لارښوونه وکړې. باید د لومړي تیر لګیدل په خپله سینه ومنې، د لومړۍ ستونزې حل پخپل غاړه واخلې او د خطر لومړۍ نښه پیدا کړې. لکه د بزګر په څیر، که غواړې د ځمکې حاصلات لاسته راوړې، نو باید زړور اوسې او باید د بیکاره بوټو، بارانونو (سیلابونو) او مضرو حشرو زیان رسول په پراخه سینه ومنې. دا ځکه چې باید شیبې تر خپلې ولکې لاندې راولې.

۴. دا زده کړه چې څنګه خاکسار واوسې، نه ډارن
په ډارن اوسیدلو سره د ژوند تر ټولو لوړو پوړیو پورې نه شې رسیدلی. څینې کسان د خاکساری او ډار ترمنځ توپیر نه شي کولای. خاکساري د ښیګړې په مانا ده او ډار یوه ناروغي ده، چې دا بیا پخپل ذات سره یو ډول ځوریدنه ده. د دې علاج کیدلی شي خو دا یوه ستونزه ده. خاکساري، زموږ او د ستورو ترمنځ د واټن درک کول دي، چې لا هم دا احساس لرو چې موږ د ستورو یوه برخه یو.

۵. دا زده کړه چې څنګه ویاړلی واوسې، نه مغرور

دا چې څنګه سترې هیلې وټاکې، ویاړنې ته اړتیا لري. دا ستا په ټولنه کې ویاړ ته اړتیا لري. د هیلو په پوره کولو کې په یوه دلیل سره ویاړ ته اړتیا لري، خو د یوه ښه رهبر جوړیدلو لپاره باید ویاړلی واوسې، نه په ځان غره. تر ټولو خراب ډول ځان ستاینه پیژنئ؟ د ناپوه او جاهل سړي ځان ستاینه د زغم وړ نه ده. که یو څوک هوښیار اوسي او د ځان ستاینه وکړي، خو موږ یې زغملی شو. خو که یو څوک ناپوه او جاهل اوسي او ځان وستایي، نو دا بیا هیس د زغم وړ نه ده.

۶. دا زده کړه چې څنګه پرته له حماقته خوش اروا واوسې

د یو ښه رهبر په توګه ښه دا ده چې د ساده توب پرځای ټوکمار واوسې او د احمق توب پرځای خوش مزاجه.

۷. حقیقت منل زده کړه
حقیقت ومنه. د بی ځایه خیالونو له درد څخه ځان وژغوره. ژوند او د ژوند ټوله ډرامه لکه څه رقم چې ده، په هماغه شکل یې ومنه. ژوند بیساری دی. رهبري بیسارې ده. په کاري ساحه کې، په ټولنه کې او یاهم په کور کې د هغو مهارتونو کارول چې له یوه رهبر سره مرسته کولای شي ښایي چې له بل سره یې ونشي کړای.

 

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */