روغه سټه ژوند بڼه

ولې ورځ کې دوه ځله غاښونه بورس کړو؟

لیکنه: شمیم اتل

ډاکتره سوچیتا کوتاري، د غاښونو متخصصه او جراحه
ژباړه: شمیم اتل

دې ورځو کې زیات خلک یا د ژوند په کارونو کې ډیر بوخت دي او یا بې پروا دي او دا هیروي چې په ورځني ژوند کې واړه ښه او بد عادتونه زموږ پر روغتیا ډیرې لویې اغیزې کولی شي. د غاښونو بورس کول همداسې یو عادت دی چې که څوک یې ولري او په سمه توګه غاښونه بورس کړي، تر ډیره له خپلې سلامتۍ سره مرسته کولی شي.

که څه هم ځینې کسان د غاښونو بورس کول قضا کوي خو زموږ او تاسو څخه ګڼ کسان هر سهار له خوبه تر ویښیدو وروسته او د شپې تر ویدو کیدو مخکې غاښونه بورس کوي. موږ ډیر دا کار د یو عادت له مخې کوو او یا دا چې ډاکتر راته ویلي، خو په دې یې ډیر سر نه ګرځوو چې دا څومره مهم او زموږ روغتیا او سلامتۍ ته څه ګټه لري؟

دغاښونو بورس کول نه یوازې زموږ د غاښونو د سلامتۍ بلکې د ټول وجود د سلامتۍ لپاره ډیر مهم دی او ډیره مهمه ده چې سهار تر ويښیدو وروسته او د شپې تر ویده کیدو مخکې په ورځ کې دوه ځلې غاښونه په سمه توګه بورس شي.

ولې سهار غاښونه بورس کړو؟

کله چې موږ ویده یوو په خوله کې د لاړو ترشح کمیږي، او خوله وچیږي. چې ورسره خوله کې د بکټریاوو فعالیت زیاتیږي. نو د غاښونو سهارني بورس کول مو خوله پاکه ساتي.

څیړنو ښودلې چې د شپې له خوا په خوله د بکټریاو اندازه د سهار په مقایسه زیاته وي. دا بکټریاوې زموږ پر غاښونو د شپې له خوا یوه پرده جوړوي او همدارنګه په خوله کې تیزابي بدلونونه د خولې بدبویي ایجادوي.

نو د سهار له خوا په سمه توګه د غاښونو بورس کولو سره هم دا مضرې بکټریاوې له منځه ځي او د خولې بدبويي ختمیږي.

پر دې سربیره د غاښونو کریم د فلورایډ په نوم داسې مواد لري چې د غاښونو په بورس کولو ستاسو غاښونو او د خولې عمومي روغتیا ته ګټه کوي.

ولې د شپې له خوا غاښونه بورس کړو؟

ددې لپاره چې په خولو اوغاښونو کې مو د ورځې له خوا د خوړو څخه پاتې وړې ټوټې پاکي شي نو د شپې تر ویده کیدو مخکې د غاښونو بورس کول ضروري دي.

ددې لپاره چې هغه بکټریاوې مو خوله کې کمې شي چې د ورځې په بهیر کې د خوړو له کبله په خوله کې راټولې شوې دي. دا بکټریاوې که پاکې نه شي، خوله کې داسې تیزاب او اسیدونه جوړوي چې ستاسو د غاښونو لومړی پوښ زیانمنوي. همدارنګه ددې لپاره هم د شپې له خوا باید غاښونه بورس کړئ چې غاښونه مو فلورایډ واخلي چې د غاښونو او خولې روغتیا ته ضروري او ګټوره ماده ده.

د شپې له خوا د غاښونو بورس کول همدارنګه ستا د ورۍ سالمي ساتي او د غاښونو د توریدو، سوري کیدو او خرابیدو مخه نیسي. همدارنګه د شپې له خوا د غاښونو بورس کول ستاسو د ارام خوب سره هم ډیره مرسته کوي.

د غاښونو بورس کولو په اړه څو نور مهم ټکي

د ورځې دوه ځلې د غاښونو بورس کول ضروري دي.

غاښونه له ۲ دقیقو تر ۳ دقیقو بورس کړی نه دا چې د پنځه څلوېښت ثانیو تر شپیتو ثانیو وخت کې یې خلاص کړئ.

د غاښونو منځونه هم د ورځې یو ځل پاک کړئ. ددې لپاره په بازار کې مخصوص تار او یا ځانګړې واړه بورسونه چې د غاښونه منځ کې تیریدای شي ترلاسه کولی شئ.

هرو شپږو میاشتو کې یو ځل د غاښونه ډاکتر ته ورشئ.

په هرو درې میاشتو کې خپل د غاښونو بورس بدل کړئ.

د ورځې په جریان کې د هر ډول خوړو او ناشتې وروسته خپله خوله په پاکو کنګال کړئ.

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

شمیم اتل